په يوويشتمه فروري به په بنګله دېش کي عامه رخصتي وي او د د بنګالي ژبې شهيدانو ورځ به لمانځل کېږي، په پاکستان کي به په هم دې ورځ په مکتب، مارکيټ او عدالت کي په پرديو ژبو درس، تفاعل او رابطه روانه وي. په يوويشتمه فروري به په بنګله دېش کي د مورنۍ ژبې په ننګ د شهيدو شوو ځوانانو له يادګيرنې سره دا يادونه کېږي، چي د بنګال د ازادۍ په تحريک کي د مورنۍ ژبي د ايشو څومره لوی کردار و خو په پاکستان کي به په نصاب کي تنکي ماشومان دا جمله لولي چي د مشرقي پاکستان بېلتون د انډيا سازش و. په يوويشتمه فروري به د يونيسکو د چارټر تحت په دنيا کي د مورنيو ژبو نړېواله ورځ لمانځل کېږي، خو په پاکستان کي به اردو د حب الوطنۍ د معيار په توګه د قومي ژبې، د مسلمانانو د ژبې او د قومي يو والې د علامت په توګه رايج وي، څوک به يې په دې راج خبره هم نه شي کولی، ځکه چي په دې باندې حب الوطني مشکوکه ګرځېدی شي. په پاکستان کي حب الوطني د خپل شناخت په سر سودا ده، د خپل قامي وجود بائيللو ته چمتو کېدل دي. بنګاليانو دا سودا ونه کړه، نن يې قامي وجود او قامي شناخت جوت دی، پاتې قامونه د خپل سرنوشت په غميزه اخته پاتې دي. نن صورتحال داسي دی لکه سايل چي وايي:
په خپل سکول کي پردو ژبو او پردي تاريخ ته ناست يم
دا زه کوم کوم سبق وايم له خپل ځانه يې پردی کړم
موږ له خپل ځانه پردي شوي يو، له خپل بنياد، تاريخي او ژبني تشخص او کلتور څخه پردي شوي يو، زموږ د ژوند سبق زموږ له جغرافيې، تاريخ، ماضي او معروضيت سره هيڅ تعلق نه لري، کوم اقدار چي د يو قام انساني، تهذيبي، مذهبي او قانوني اقدار ګڼل کېږي، هغه ټول اقدار په ډېره جبري توګه مسخ کړل شوي دي، زموږ قامي شناخت ته خطرات متوجه شوي دي، زموږ د مستقبل نسلونه د يو فکري او تهذيبي جمود بلېک هول ته ټېل وهل شوي دي، که دې خطراتو ته جدي پاملرنه ونه شي او پر دې قابو ونه ساتل شي، موږ د يو جامع قامي پېش منظر په جوړولو کي په هيڅ لحاظ کاميابي تر لاسه کولی نه شو.
ژبپوهان په دې نظر دي چي د يوې مورنۍ ژبې په مرګ سره يوازې د افهام و تفهيم يوه وسيله له منځه نه ځي بلکې د يو قام تاريخ، د ماضي يادداشت، ادبيات، فولکلور او ټولنيز علوم هم له منځه ځي يعني د يوې ژبې مرګ د هغه قام د ټول تاريخي پسِ منظر او تخليقي بنياد مرګ وي. يو قام بې ژبې کول هغه بې بنياده کول وي. بشر پوهنه ژبه يوازې د افهام و تفهيم د وسيلې په توګه نه مطالعه کوي بلکې د کلتور يوه داسي مهمه برخه يې ګڼي چي پکي د قامي او ټولنيز تشخص تشکيل کېږي او د بشري صلاحيتونو د غوړېدلو لپاره تر ټولو بنيادي سرچينه ثابتېږي. په پرديو ژبو کي تخلیقي عمل ځکه اکثره وخت شنډ ګرځي، چي تخلیق او د تخليق د غوړېدلو فطري وسيله له يو او بل سره نااشنا وي. کومې ټولنې چي د مورنۍ ژبې د اهميت په حواله د غفلت ښکار وي، په هغو ټولنو کي کله هم شهکارونه نه دي پنځېدلي. څېړونکي وايي چي هغه خلک چي تر يوې د زياتو ژبو د استعمال مجبوري په غاړه لري ، د هغوی په الفاظو او تخليقاتو کي به معنويت او قوت ضرور کم وي. د ډېرو ژبو په زده کړه کي رضامندي چي څومره په علم او تخليق کي تنوع او پختګي پېدا کوي، په هم دغومره کچه د ژبو جبراً زده کړه په علم او تخليق کي جمود او شنډتيا راپېدا کوي. په تاريخي بهير کي د علمي ضرورت د پوره کولو لپاره د ځينو پرديو ژبو زده کول د قامونو مجبوري وګرځي، خو دا بېخي د ظلم انتهاء ده، چي داسي يوه ژبه چي هغه علمي ضرورت هم نه شي پوره کولی خو زده کول يې لازمي ګرځول شوي وي. د پاکستان په تعليمي ادارو کي علم نه شته صرف ژبې دي، يو طالبعلم ټول تعليمي ژوند د ژبو په زده کولو تېروي، خو ژبه به هم دومره زده نه کړي چي پکي د خپل مکمل اظهار توان ولري، ددې له وجې د Language Shift عمل په ډېره تېزي سره روان شوی دی، د ځينو ژبپوهانو په اند دا عمل د ژبوژنې (Linguistic genocide) عمل دی. سيف الرحمان سليم وايي:
د جومات استاد عرب دی په مکتب کي ډيلي وال دی
يو استاد راله پېدا کړئ خو پښتون راله پېدا کړئ
زموږ په تعليمي ادارو کي غېرپښتون استاد نه يوازي په کلاس کي د طالبعلمانو تر منځ په آپس کي په پښتو خبرو بنديز لګوي بلکې حوصله شکني يې هم کوي، چي په دې ژبه کي د تعليم خبرې نه شي کېدی، يعني دا د علم ژبه نه ده، زيات شمير پښتانه استادان هم دې ته په ذهني توګه تيار نه دي چي پښتو دي د medium of instruction په توګه لاګو شي، دوی دا دليل وړاندي کوي، چي په پښتو کي د ځينو مضامينو خصوصاً د ساينسي مضامينو لپاره مواد نشته، دا مواد خو په اردو کي هم نشته، د هغې د نفاذ لپاره څه دليل کېدی شي؟ د يوې ژبې علمي قوت له روزګار سره مربوط وي، کله چي په دې کي مارکېټ فېکټر راشي، هلته کي د ژبي د علمي پياوړتيا لپاره پخپله حالات راجوړ شي. کوم قومونه چي په اردو او انګرېزي نه پوهېږي، هغوي خپله علمي اړتيا څنګه پوره کوي؟ انګرېزي د علم ژبه ده خو په دې کي بنيادي تدريس نه يوازي يوه غېرفطري خبره ده بلکې د طبقاتي تفريق په څرګندولو کي هم لوی رول لري، په پرائيوټ سکولونو کي د لوړې طبقې د ماشومانو لپاره نصاب او د تدريس ژبه بدله ده، همدا د دوی د سټېټس يوه برخه ګرځول شوې ده چي په پاکستان کي اوس د نيم ايمان درجه لري. په دنيا کي په دې حواله اتفاق موجود دی، چي د بنيادي او ابتدايي تعليم لپاره د تدريس تر ټولو موزونه ژبه مورنۍ ژبه ده او دا د هر قام په بنيادي حقونو کي راځي، چي خپلو ماشومانو ته په مورنيو ژبو کي تعليم ورکړي، کوم رياستونه چي له دې حق څخه انکار کوي، هغه د نړېوالو ضابطو مخالفت کوي.
په پاکستان کي د قومي ژبو مسئله که هر څو ادبي، تدريسي او تعليمي مسئله ده، د مارکېټ، کاروبار او عدالت مسئله ده خو ددې حل سياسي دی او ددې لپاره پر سياسي بنيادونو غور پکار دی، په ځانګړي توګه د قامي سياستونو په بنيادي ترجيحاتو کي بايد د قامي ژبو سوال شامل وي، د پښتو، بلوڅي، پنجابي، سندهي او سرائيکي ژبو له قامي حثيت څخه انکار ددې قامونو له قامي وجود څخه د انکار مانا لري، ځکه خو سيف الرحمان سليم وايي:
ژبه چي غواړې اول خوله پېدا کړه
ژبه عبث ده چي دي خوله نشته دی
د مورنيو ژبوپه هکله د يونيسکو له چارټر او تجويزونو څخه سرغړونه به پاکستان په داخلي لحاظ نور هم خوارځواکی کړي، په دې سرغړونه کي نه يوازي د قامونو تشخص او توان په خطره کي لوېدلی دی بلکې په نړېواله کچه د پاکستان په علمي پسماندګي کي هم تر ټولو لوی کردار د ژبو د مسئلې دی. اردو د يوې سياسي آلې په توګه استعمالول به نور انتهايي نقصانده عمل وي، پاکستان تر هغو پوري يو مضبوط وفاق نه شي جوړېدی تر څو چي د وفاقي يونټونو تشخص تسليم نه کړي. د ژبني او کلتوري تکثيريت د منلو بغېر هيڅ ممکنه نه ده، چي پاکستان دي د نوي نړۍ غوښتنو ته ځواب ووايي. موږ بايد د خپلې مورنۍ ژبې د حق لپاره پر هر فورم آواز اوچت کړو، همدا د يوويشتمۍ فرورۍ پېغام دی، د اندېش صېب ددې شعر په مصداق:
چي خپله ژبه درنه ورکه نه شي سپکه نه شي
چي دا وينا د باچاخان ومنم دا به ښه يم