د ۱۹۷۳ء  په آئين کي د نوو صوبو لپاره موجود طريقه کار  د شناخت د بحالۍ مطالبې ته يوه جمهوري لار پرانيزي، په پاکستان کي د غېرفطري جغرافيايي الحاقونو په نتيجه کي زښت لوی انتظامي، قامي او ژبني کړکېچونه رامنځته شوي دي، د زړو کرښو مدافع د نوو کرښو د راښکلو په عمل کي هم غواړي چي اصلي هويتونه بحال نه شي، پر ژبني بنياد له نوي انتظامي جوړښت سره تاريخي تناظر هم په پام کي ساتل پکار دی، د تاريخي انتظامي ورانيو ازاله په تاريخي تناظر کي بايد چي وشي، د تهذيبي اثراتو د خورېدون په عمل کي چي چېري د سياسي ګټو په هوس شلېدون اچول شوی دی، د بېرته تړون او پېوستون په حواله که يې تګلاره وسنجول شي، په دې کي د قومونو لپاره اوږدمهالي ګټې پرتې دي. مسئله يوازي د شناخت نه وي، نه شناخت يوازې په نوم پورې تړلی وي بلکې  شناخت د ژوند له معيار، شرحِ تعليم، معاشي حثيت، قامي هويت او کلتوري پرمختګ څخه تشکيل مومي ځکه نو انتظامي ايډجسټمنټ داسي پکار وي چي په هغه کي د شناخت د بنيادي فېکټرونو ترجيح او ترويج يقيني وي. د يوه قام په منځ کي چي يې کرښې وويستې، د تهذيب تسلسل وشلېدو، د بربريت رواج ته پکي زمينې مساعدې شوې، د مرکزيت د نشتوالي غميزې پښتنو ته غميزې ورپيرزو کړې، دې ته ورته حال د دې نورو قامونو هم دی. يو باشعوره څوک به ضرور دې حقيقت ته متوجه وي، چي د قامونو په منځ کي راښکلې کرښې د سياسي ګټو په پار څومره فعالې وساتل شوې، پر خونې سرحدونو د امن هيلې ځکه هر وخت شنډې ګرځي، چي فريقين د انسانيت تر ژوند د کرښو ژوند ته په زرچنده اهميت قايل دي، په هم دې اهميت قايلو ويلي و، چي موږ ته خلک نه بلکې زمکه پکار ده.  د زمکې په هوس، د تورو اوبو په هوس، د معدنياتو او وسايلو په هوس هره ناروا د ملکي سالميت، نظريې او مذهب په نوم روا وګرځول شوه لېکن ددې د تصديق لپاره که  هر څو شپږ لسيزې په دوامده توګه، د جمهوريت په غېرحاضري کي، د اکانومي دېب له هرې مطالبې او هر حق څخه برملا منکر و، خو په داسي حال کي چي د مارشل لاء لپاره د کرايې لار بنده کړل شوه، په مېن سټريم سياست کي تر ټولو لوی ګوند له خپلو زړو کرتوتو واوړېدو، تر يو حده يې د سياسي شرافت، جمهوريت او د زميني حقايقو نبض احساس کړ، د بدلون عمل روان شو، دا د جمهوريت برکات دي، نن ثابتېږي چي ۷۳ آئين لويه تاريخي لاس ته راوړنه وه، ددې نقادان له سياسي دوراندېشۍ څخه بې برخې  ؤ، هغوی نه پوهېدل چي د پارليماني سياست تګلارې څه ډول رغول کېږي، کله هم چي تکنيکي کارونو ته په يو کليوال انداز رجوع شوې ده، اولس ته ترې په نتيجه کي مغالطې ميلاؤ شوي دي، هر هغه عمل نېک وي چي مبارزې ته لار خلاصوي، سياست داسي شی نه دی چي په يوه ورځ ټولې مسئلې هوارې کړي، د مسئلو د هوارولو لپاره ميکانيزم، ټيکټيکس، او بيا د نتايجو لپاره انتظار د ډېر استقامت کار دی، دا هغه څوک کولی شي چي سياسي نظر يې رسا او پاليسي يې اوږدمهاله وي. سياست څه داسي شی نه دی چي ضرور دي براه راست او سمدستي اثرات ولري، د حکمرانې طبقې لپاره که څه هم دا يو ډېر موثر عمل وي خو د اولسونو مبارزې وخت غواړي، دنتايجو په انتظار کي يې مودې لګېږي. دا د لويې حوصلې کارونه دي، بدلون ليدل او په خپل ژوند کي ليدل دي بې شکه د يو شخص خواهش وي خو دا خواهش پر ټول تحريک ورتپل او ترې اصول جوړول دانشمندي نه ده.

د اتلسم ترميم په نتيجه کي د پښتونخوا د نوم له بحالۍ سره د وړو قوميتونو د شناخت مقدمې ته يو ژور بنياد په لاس ورغلو، اوس په جنوبي پنجاب کي د سرائيکي قام د خپل ځانګړي تشخص ټاکل کومه لرې خبره نه ښکاري، د فاټا خلکو ته هم د خپل مستقبل د لار ليکې د ټاکلو ښه زمينه مساعده شوه، په ځنګلي قوانينو کي يرغماله فاټا د ترهګرو په حواله کړل شوې ده، موزون ايډجسټمنټ يقيناً چي له پښتونخوا سره انضمام کېدلی شي، فاټا که د پښتنو مېن سټريم ته راشي نو په دې به نه يوازې له urbanization  سره نېغ په نېغه پېوند شي بلکې د پښتنو قامي نمايندګي به هم موثره کړي او د ترهګرو زور به هم مات کړي. له دې سره جوخت تړلی دوم سوال د بلوچستان د پښتون بيلټ دی او دا تر ټولو په دې وخت کي سنګينه مسئله ده، هلته کي انتظامي ايډجسټمنټ داسي دی، چي د آئيني طريقه کار له مخې پکي پښتنو ته په خپل برخليک ټاکلو کي ډېر مشکلات دي.خپل ځان په خپل لاس په اقليت بدل کړل شو او بيا اقليت د ملا په لاس ورکړل شو.  په صوبايي اسمبلۍ کي د پښتنو قامي نمايندګي په نيشت حساب ده. ما ته مي په خپله سيمه کي بې شمېره ساده او نالوستو خلکو ويلي چي مُلا ته ځکه ووټ ورکوي چي مُلا يې په چپلاخه نه وهي، په دې خبره کي سياسي وژن او وزن شته خو څومره بدمرغي ده چي مُلا يې تر  ما د ځان نجات دنده وګاڼه. خامي په ما کي ده، په مُلا کي نه ده. مُلا په خپل کار کي تر دې حده ضرور ايماندار دی چي تر ما خلکو ته نيزدې دی، ظاهري طبقاتي حثيت يې هم تر ما د خلکو لپاره قابلِ قبول دی، اوس خو پکي يو کېفيتي بدلون دا راغلی دی چي له خلکو سره د شرعي نظام او اسلامي امارت په ځای د روډ، ټرانسفارمر او نوکرۍ وعده کوي، په بلوچستان کي د depoliticization يوه خطرناکه دوره پېل شوې ده، موږ يو اليکشن بل اليکشن خلکو ته ورځو، او دا نور وخت په تنظيمي خرمستيو تېرو. يو خپل تنظيمي جمود د ډسپلن په نوم برقرار ساتي او بل خپل تنظيمي انتشار د جمهوريت په نوم justify کوي، خلک مُلا قبضه کړل، مُلائيت د ټولنې په وجود کي د داسي وېنو په ډول ورغړېد، چي قامي شعور او سياسي وقار يې پکي وواژه. د انتهايۍ بې وسۍ په حالت کي د پرمختګ دوې درې لارې دي، د خپلو خلکو اعتماد بحالول، مُلا پر څنډه کول يا ملا په يو نه بل ډول د ځان کول او له دې څخه علاوه، له بلوڅو سره د ښو تعلقاتو په غزولو موږ کولی شو چي د خپل سرنوشت په ټاکلو کي کامياب شو. د بلوڅو پارليماني ګوندونه په اعتماد کي اخيستل کېدلی شي، ددې لپاره ښه ماډل په پښتونخوا کي د اې اين پي او پي پي پي د اتحاد دی، چي تاريخي ګټې يې پښتونخوا صوبې ته ورپه برخه کړې او پر وفاقي کچه يې هم  ډ‌ېرې اوږدمهالې ګټې يقیني کړې.  

د بلوچستان د سياسي مسئلې پېچيدګي پر خپل ځای، انتظامي حدبندي په تاريخي حواله مبهمه نه ده خو په سياست به تاريخ څوک مني؟ د قامونو له وجود څخه منکر پاکستان به د قامونو د تاريخ رښتيا ته څنګه او څوک تياروي؟

په ستونځمن بلوچستان کي، د تاريخي حدبندۍ د حقيقت په منلو، موږ په کوم ايډجسټمنټ کي په اوسېدلو سيال ګرځېدلی شو؟  د سياسي ايجنډې رخ او هدف مو څه دی؟ موږ به خېبر پښتونخوا ته مخ اړو، ځانته بېله صوبه غواړو، کندهار مو په نظر کي دی او که نه له بلوڅو سره پر يو اصول نور هم څنګلوري اوسو؟  او په دې کي چي څوک هر يو آپشن انتخابوي، له امکان سره دي ددې پر انتظامي، طبقاتي، سياسي او قامي عواملو هم غور وکړي او يو جامع ډرافټ دي د قام په وړاندې پېش کړل شي. زه چي په کوم آپشن واضح يم، هغه له کندهاره وروسته، له خېبر پښتونخوا سره د قبايلي سيمو په شمول د يووالي آپشن دی، په پاکستان کي چي تر کومه وخته د اوسېدلو جبر راتر غاړې وي، دې جبر ته په دې يووالي تر يو حده د کېفتي بدلون موجب ګرځېدونکی ځواب وئيل کېدلی شي.  پر ژبني بنياد د صوبو د جوړېدلو په اصول کي پښتانه خپل انتظامي قامي يووالی تر لاسه کولی شي، اوس بايد په سياست کي په دانشمندي سره برخورد وکړل شي او د مفاهمت له لارې داسي اتفاقِ رايه راجوړه کړل شي څه ډول چي د پښتونخوا د نوم په وخت وليدل شوه، په دې وخت کي کارونه په همداسې ژور سياست وځي، د فاټا او سهيلي پښتونخوا پښتانه بايد د سياست ژورو ته ځان کوز کړي.