پاکستان په خپل داخلي خلفشار او انتشار کي هر ورځ داسې نوي کرتوت معرفي کوي چي نه يوازې يې د ناکام رياست پر حقيقت د ثبوت مهر ثبت کوي بلکې د عوامو په نوره بربادي هم تماميږي. پاکستان د تاريخ يو داسي پروژه ده چي د اولسونو له بربادۍ پرته يې بله ايجنډه کله هم نه ده لرلې. د شپېتو کلونو په فوځ شاهي کي يې د ټولنې بنيادي اخلاقيات متشدد کړل، خشونت يې په کلتورونو کي اساسي توکی وګرځاوه. هغه کلتورونه چي د مينې، امن، اجتماعيت او تصوف ژور بنسټونه يې لرل، اوس پکې د کرکې، کشالې، ناروادارۍ او تشدد نفسيات خورول شوي دي. په کلتورونو کي د ورانيو لپاره ګنجايش وپنځول شو. د سياسي بداعتماديو په سبب اوس خلک د خپل مستقبل سره په لاشعوري ډول لېونۍ لوبې کوي، په خپلو پښو تبرونه چلوي، د خپلو قاتلانو په درشل باندې سجدې لګوي، له قاتلانو سره همبستري کوي. د مذهب، قوميت او حب الوطنۍ په نوم د داسې رهبريو پېروي کوي چي هغوی د خلکو په سرونو د چا د واکمنۍ خواهش په يقين بدلول غواړي. په پاکستان کي د فوځ اداره په سياست کي توندروي او اورپکي مرکزونه سازوي. نن د خپل يو خاص مسلک مُلا طاهر القادري اسلام آباد ته له خپلو پېروانو سره په لانګ مارچ کي چکر لګوي او دعوه کوي چي تر هغو پورې به اسلام آباد په خپله قبضه کي ساتي تر څو چي حکومت ړنګ نه کړي او (انقلاب) اعلان نه کړي.

په پاکستان کي خلکو انقلاب يو داسې شی ګڼلی چي په دروازه کي ولاړ دی يوازې دروازه وا کول غواړي. ددې دروازې د وا کولو د دعوې لپاره وسلوال فوځ هر کله نوې نوې څېرې رامنځته کوي او د خلکو ژوند ورباندې مفلوج کوي. هغه سياستونه چي په عوامو کي ريښې لري او جمهوري روايات افاده کوي د هغوی جامې په همدې انقلابي کومېډيانو اوباسي. په پاکستان او افغانستان کي د انقلاب له اصطلاح سره کومېډيانې تکرار کړل شوې ځکه رښتينی انقلاب وځنډيد او د خلکو له شعور څخه خارج شو. د طاهرالقادري غوندي بدمعاش کومېډين خلک د يو داسې جمهوري دولت خلاف ګند پاشل غواړي چي په تاريخ کي په لومړي ځل خپله آئيني دورانيه بشپړوي. مهمه خبره دا ده چي په پاکستان کي له لاهوره تر اسلام آباده څه هم شوي د نورو صوبو په تباهي تمام شوي دي. له لاهوره تر اسلام آباده هڅه دا کېږي چي د خلکو واکمني په اور پسې کړي او يو ځل بيا پنجابي فوځ ته واکمني وسپاري. د پاکستان  د اوسني جمهور رئيس تر ټولو لويه ګناه دا ده چي هغه تر پنجاب زياته توجه نورو ځپل شوو صوبو ته ورکړې، د صوبايي واک د زياتولو پروسه يې پېل کړې ده، د پارليمان اختيارات يې زيات کړي دي او د مرکز افسرشاهي يې کمزورې کړې ده.  

د پاکستان مېډيا هر وخت د داسي روئيو په پروجکشن کي اساسي کردار لوبوي په کومو کي چي د عوامو د واکمنۍ د چېلنج کولو لېونتوب پروت وي، دا جهادي او جماعتي مېډيا له هر ډول سياسي فهم او ژورنالستيکي اخلاقياتو څخه عاري ده، پروپاګنډ او کردار کشي د پاکستان د مېډيا انډسټړي بنياد جوړوي. له تېرو پنځو کلونو د ملک د جمهوري سياسي ګوندونو مېډيا ټرايل روان دی، آن دا چي مېډيا د جمهوري سياستدانانو په چاردېواري هم ورننوزي او په ذاتي ژوند کي يې مداخلت کوي.  مېډيا څه وخت وړاندي نوميالی کرکټ لوبغاړی پروجکټ کړو او درنو سياستوالو ته يې کنځلې پرې وکړې او اوس د کاناډا ښاروال مُلا پروجکټ کوي او جمهوري حلقې پرې ښکنځي. پاکستان غواړي دنيا شکمنه وساتي، او د خپل فساد په هکله يې کنفيوز وساتي. دې فساد خورونکي هيواد د خپلو ستراتيژيکي شتمنيو د يقيني کولو لپاره د خلکو له ژوند سره خطرناکې لوبې دوامدارې ساتلي دي. د ډاکټر ملا قادري په کومېډين انقلابي لاريون کي که نور نه وي د غلو بدرګانو داسې ډلې به پکي ضرور وي چي د عامو خلکو شتمني ولوټي او مالِ غنيمت يې وګڼي. پاکستان د ملا قادري او ممتاز قادري غوندي خلکو لپاره اوس يوه ډېره ښه سياسي پناه ګاه ده، په کوټه کي که هزاره ګان د خپلو نيژدې سل کسانو جنازو ته په احتجاج ناست وي او که پېښور سور تنور وي نو د چا لپاره هيڅ خبره نه ده. په پاکستان کي مرګ کومه پېښه نه ده، ژوند پکې کول يو لوي ازمويښت دی.

مرنا تو اس جهان مين کوئی واقعه نهين

اس دورِ ناګوار مين جينا کمال هئ

په پاکستان کي د ژوند لپاره ورځ په ورځ ځای کمېږي، د ژوند اخلاقيات پکي په تېزي سره ورکېږي، کاروباري رشتې په حېواني انداز پلنېږي، کومېډين سياست د ښه او بد هر ډول تميز له منځه وړي او ټولنه په فحاشو جرايمو لړول کېږي. فحاشي اوس د نرتوب معيار ګرځېدلی دی، انساني شرف يې له يو غېريقيني ګواښ سره مخامخ کړی دی. پاکستان صرف افغانستان تباه نه کړ بلکې په خپله جغرافيه کي د اوسېدونکو پنجابيانو، پښتنو، سنديانو، بلوڅو او سرائيکيانو اجتماعي تاريخي ضمیر يې هم کرپټ کړ، کرپشن اوس د کورنۍ له کچې د رياست تر چارو يو قانوني برخورد دی، هر څوک اوس دا خپل قانوني حق ګڼي چي په کرپشن کي خپله برخه واخلي، د چا د کرپشن له برخې انکار د رياست له فطرت څخه انکار دی، دا انکار په محاکمه کي چېلنج کېدی شي، د پاکستان په قضايي سسټم کي په ټول تاريخ کي هم دا مقدمې چلېدلي، دلته د نېب اداره ده د هغو خلکو احتساب کوي څوک چي د نېب زادګۍ (کرپشن) له رشتو ځان بهر ساتي.

سترې محاکمې د ملا قادري د انقلاب نيمه برخه بشپړه کړه، د وزيراعظم د نيولو امر يې جاري کړ، هغه سياستوال چي د وکيلانو په تحريک کي په ډېره مستي سره شامل پاتې شو د هغوی آواز نن اورېدل غواړي. که څه هم آواز يې د اورېدلو نه دی.