بلوچستان د غلو په اجاره دی، يوه خوني بزکشي د کوټې پر واټونو روانه ده، يو بدترين اجنبيت غالب دی، په خانداني رشتو سره پېوند اکثريتي قبيلې اوس د نااشنا او ناپېژندلو څېرو په خورول شويو کاروباري جالونو کي بنديوانې دي. انسان ته په خپل ټول احترام، رښتيا خبره دا ده چي د خاورې زوی انسان پر خاوره د تپل شوي انسان په کاروباري پړي ځوړند دی. حکومت په رښتيا هم وجود نه لري، د خاورې له زامنو سره څو په ښارونو کي پرېښوول شوي برېتوران او ټوپکسالاران هر څه کولی شي، برېتوران او ټوپکسالاران سياسي ملاتړي لري، پناه ګاه لري، ګاډي لري او ګارډز لري، مېلمستونونه يې په نام دي. يو غريب پښتون پر سړک ودرول شي، د روزۍ يوازينۍ ذريعه د سورلۍ ګاډۍ ترېنه واخلي او بيا ورته فون وکړي، د کوټې فلاني واټ ته به راشې دومره پېسې به راوړې او خپل ګاډی به روان کړې. هم واټ معلوم شي هم کور هم سړی هم نسل، لهجه او صورت خو څوک څه ويلی شي. پر سر يې هغه ولاړ وي چي لاسونه يې اسمان ته رسي.

 هغه چي ټول خانداني پسِ منظر يې ټولنې ته معلوم وي، له لاسه يې چاته نقصان نه وي اوښتی هغه د ټيټې درجې انسان دی، هغه چي پرون نازل کړل شوی وي، د هيڅ پسِ منظر پته يې نه لګي هغوی اوس ددې ټولنې قابلِ احترام خلک وي، په جرګو مرکو کي شريک وي، سياسي پروټوکول لري او دوی يې په خپله خاصه کهاته کي نازوي. رشتې پېژندونکو خلکو راسره دا معلومات شريک کړي چي مقامي او غېرمقامي پاور له شپې په ډېرو شيانو سره شريک وي، له يو او بل سره د چادر او چاردېواري له قېده آزاد وي. زه دا معلومات هم لرم،  چي د رياست کوم مقدس څوک د مقامي او غېرمقامي عناصرو تعلق له يو او بل سره بحال او فعال ساتي. دا چي د بلوچستان د پښتنې سيمې د تحفظ  لوټلو کوم عمل روان دی، ښايي د بلوڅو مقدمه يې د خلکو له سترګو نهام ساتي خو حقيقت دا دی چي د حکومت واک پر يو انچ زمکه هم مېشت نه دی اکثر شواهد خو داسي څرګندوي چي حکومت په زياتره غلا او قتلونو کي شريک پاته دی، لېکن ددې هر څه نه ورپورته يو وسلوال دېب (سېکورېټي اسټبلشمنټ) ناست دی، تقريباً هره غلا او قتل ددې په سربراهي کي کېږي.   

د کوټې د ورانۍ کيسه د خپل تاريخ د بې سرنوشته فطرت له بطن څخه جنم اخلي. د پښتنو دې مرکز په خپل درست وخت کي ځان ته د سرنوشت نيولو تابيا نه ده کړې، د دې سيمو پښتنو د خپل قامي وجود ادراک په منظمه توګه کله هم نه دی کړی، د پښتنو دې اندام له خپل اصل وجود سره د پېوندېدلو لپاره وړ مبارزه نه ده کړې. د چا محکوم کندهار، د چا سهيلي پښتونخوا، د چا چيف کميشنر صوبه او د چا کاکړستان ----- لنډه دا چي ددې سيمې پښتنو ته تر اوسه دا پته ونه لګېده چي:

لاليه تماشې له ځو که خپلې جنازې له

حالاتو ته چي داسې ستړي ستړي ورپه شا يو

موږ اوس يوازې حالاتو ته ستړي ستړي ورپه شا نه يو بلکې حالاتو مو مړي مړي وجودونه هم راپه شا کړي دي. تېره ورځ چي کوټه د کومې خونړۍ لوبې شاهده وه ما هيڅ دې ته له هغه سياق و سباق څخه بهر ونه کتل کوم چي له څلوېښتو کلونو د افغانستان غميزې تشکیل کړی دی. چا هم چي ددې سيمې او د کوټې ددې مرکز سرنوشت له افغانستان څخه په بېل تناظر کي ټاکل غوښت، د هغوی د فکري نارسايۍ او کم نظريۍ اندازه اوس خلک په اسانه لګولی شي. افغانستان څه، موږ خپل سياست له پېښور سره هم پېوند نه کړ بلکې د کوټې او پېښور تر منځ مو فاصلې پراخې کړي. ددې خبرې  په کولو کي اوس کوم باک نه کوم چي زموږ سياست د خپلې مقابلې بنياد مو پېښور وګرځاوه، په نورو ټکو دا مو خپل ارمان وګاڼه چي په کومه طريقه به په قامي سياست کي پېښور فتح کوو. ما مخکې هم دا خبره څو څو ځله ليکلې  نن يې بيا ليکم چي صوبه پښتونخوا د سر د بقاء په جنګ کي عوامي نېشنل ګوند لري، سهيلي پښتونخوا بېرته ځان قبيلوي سازمانونو ته ټېل وهي، قامي سياست پسِ منظر ته ځي او قامي سوال په خاورو لړل کېږي. موږ څه وکړل تشې منفي رويې مو وخورولې، موږ څه وکړل اجنبي خلک مو د خاورې د زامنو پر سرونو ورسياره کړل او موږ څه وکړل د يوې لويې سيمې کلتور مو په پرديو اخلاقياتو ور ککړ او زيانمن کړ. اوس د سهيلې پښتونخوا واکمن مُلا دی، د قام له وجود، بقاء او مستقبل څخه بې خبره او لاتعلقه مُلا ........!!! خو د تاريخ دې نازولي جبر ته ګوره، ما مي له خپلو خلکو پوښتلي چي ولي په انتخاباتو کي ملايانو ته رايه ورکوئ؟ هغوی داسې زړه لړزونکی ځواب راکړی (ملا هم کار نه شي کولی، خو لږ تر لږ په چپلاخه مو نه وهي)

دا هغه عيني واقعيتونه دي چي حساس خلک په زړه غوټ ماتوي. حساس خلک د حالاتو جبر، خپلو تنظيمي کودتاګانو او د څنګلورو ذهني ټارچر په زړه غوټ مات کړي، کورونه يې ور برباد کړي او لېوني يې ډکلېر کړي دي. ماته د کوټې پر ګوليمار چوک په چاينکي هوټل کي خېرنې جامې ولاړ د اويا د لسيزې پښتونستانی فراري او باغي شاعر عېن الدين لمبه راياد شي. يو دا نه په بې شمېره قامي ارمانونو مو لمبې پورې کړې. اوس جنګ د کونسل د ممبرۍ دی. دوې ډلې راپکې پلنې دي، يوه خپل تنظيمي جمود ته د ډسپلن نوم ورکوي او بله خپل تنظيمي انتشار د جمهوريت په نوم جسټيفای کوي. شريف، سنجيده او سپين روبي خلک هڅه کوي خپلې جامې له دې ډنډ څخه لېري وساتي. ما د سهيلي پښتونخوا د عوامي نېشنل ګوند ډېری مشرانو ته په بيا بيا ويلي چي تاسو تر اوسه د تنظيم په جوړولو کي هم کامياب نه شوی د قام لپاره به څه کوی؟ خو دوی په ځواب کي هر وخت ما ته د باچاخان، خدايي خدمتګارانو او د صوبه پښتونخوا د اوسنۍ اې اين پي قربانۍ راشمېرلي. دا هغه د غېرمتعلقه تاويلاتو وطيره ده کومه چي مُلايانو معرفي کړې ده. پاتې شو ياران نو (د يارانو به څه وايو چي ياران دي). يوازي دومره ويل به کافي وي چي انتهاء پسندي يوازې مذهبي نه بلکې قامي هم وي، قامي انتهاء پسندي له قامي سوال څخه روح وباسي. څوک چي په دوی کي دي هغوی پښتانه دي او څوک چي په دوی کي نه دی هغه .......!! څوک چي د ملايانو نخښه نه ولي هغوی مغرب زده دي او څوک چي د يارانو نخښه نه ولي هغوی پنجاب زده دي. پښتون وطن بالخصوص سهيلي پښتونخوا دا وخت د بنياد پرستۍ د روزولو فايبريکه ګرځېدلې ده. مذهب او قاميت دواړه له عقل، دليل او برهان څخه ماورا قطبونه ګرځېدلي دي. هيڅ علمي سياسي ډسکورس وجود نه  لري، ادبيات مو هم د روايتي مکالمه بازۍ او بېت بازۍ بازار ثابت شوی دی.

د سهيلي پښتونخوا امن تر متشدد رياست وړاندې داخلي نوآبادياتو تر ستونې تېر کړ. داخلي نوآباديات (Internal Colonialism) د دومره خودکش فطرت حامل دي چي سياست، کلتور، ژوند ژواک، ادبيات او تعليم ټول په کنډوالو بدلوي. هم دا کنډوالې بيا د توندروۍ او بې لارۍ لپاره پناه ځايونه ثابت شي. د دنيا هر شرپسند چي راځي هغه پکي ځان ځايوي. زموږ د امن خيالي طبقې جنګ نه غواړي خو د جنګ لپاره په خپل کردار يو داسي ګنجايش پنځوي چي په تصور کولو يې د سړي زړه لړزېږي. اوس چي څوک د سهيلي پښتونخوا محل و قوع په غور ګوري هغوی پوهېږي چي د پښتنو د وجود دا اندام که يو خوا په خپله ناسور نيولی نو بل خوا د ټول وجود صحت ته څومره زيانمن ګرځېدلی دی. هغه وخت لېرې نه دی چي کندهار به د تخريب د پارسل کولو او ايکسپورټ کولو په خلاف خپله مقدمه دايره کړي. زموږ په هکله بلوڅ قام پرستان په حقه وايي چي دا خلک ځان ته په درځنونو دښمنان جوړول غواړي، خپل اصلي دښمن اوس ترې هېر دی.