ورځ ۲۶م اپرېل وه، آزادې عدليې د ملک د منتخب وزيراعظم خلاف سزا واوروله، په جمهوريت باندې د يرغل د پخواني روايت تجديد وشو، په دې عدالت کي کوم جرنېل، جج، جرنلسټ او ترهګر ته سزا نه ده اورول شوې، دا صرف د سياستدانانو احتساب کوي، او هغه هم د يو دو تنظيمونو د سياستدانانو احتساب ............ دا د انصاف معيار دی، عوام د خودکشيو او خودکش حملو انصاف تېروي، په جېلونو کي له کلونو ورستېږي، انصاف په کروړونو دی.

ورځ ۲۶م اپرېل وه، په کوټه کي د دفاع پاکستان کونسل غونډه روانه وه، د اينټي امريکانايزېشن د خورولو لپاره پکي د سرسخت جذباتيت څرګندونې وې. تر دې پنځه ورځې وړاندې نوميالي کرکټ لوبغاړي جلسه کړې وه، دې دواړو عوامو ته د انصاف ورکولو سوګند کړی دی، يو د جهاد سوګند او بل د سونامي سوګند ........... موږ د جهاد په سونامي کي له دېرشو کلونو غرق شوي، موږ د نورو سوناميو متحمل نه يو، موږ له لوږې په خپلو هډوکو خُلې لګوو، خپل هډوکي شپېلوو.

ورځ ۲۶م اپرېل وه، خبر شوم چي د پښتو صاحب اسلوب شاعر، د غني خان د خوښې شاعر  او زموږ د خوښې شاعر محترم هاشم بابر د انصاف په تلوسه په ژوند په خپل لاس پر خپل ټول حثيت خاورې واړولې، وخت ريښې ريښې کړ،  له نېشنلزم، خپله خاوره خپل اختيار او عدم تشدد څخه امريکه مرده باد، د کرپشن خاتمه او د ډرون حملو بندش ته سفر وشو. د غني خان د کلي  نرۍ خړې کوڅې نهرې دي، د خړ مخي ورور پښتون رخت ريښې ريښې دی، خو د غني خان "لونګين اشنا" اوس د قامي سياست له صراط مستقيم څخه لاندې لوېدلی دی، د سړي يقين نه راځي خو انتهايي غېريقيني صورتحال دی، هر څه پکي ممکن دي، "دا داسې نظارې دي چي توبې پکې ماتېږي"، سياسي خودکشي معمول دی خو د يو نوميالي شاعر او سنجيده سړي سياسي خودکشي لمحه فکريه ده، د باور نېستي هم دلته وغوړېږي. پښتون وطن له سخت بحراني حالت سره مخامخ دی، د ژوند او مرګ پر بريد پوله ولاړ دی، کرپشن مسئله ده خو په ډېرو څرګندو ټکو کي بايد ووئيل شي چي کرپشن په اوسني وخت کي د پښتنو مسئله هرګز نه ده، پښتانه د سر د بقاء په يو مشکل ترين جنګ کي بنديوان دي، د يو پښتون سړي سياسي وژن به د هم دې جنګ په تناظر کي کتل کېږي، هم دا د پښتنو د سياسي مبارزې پېراميټر دی، هم دا مو له پرديو سره د دوستۍ او دښمنۍ معيار دی، د عمران خان پروجيکشن د نورو مسئله ده زموږ لپاره يې حواله خطرناکه ده، دا حواله زموږ په نقصان تمامېږي او دا د پښتنو لپاره په حقيقت کي نقصانده حواله ده، ددې مخنيوی يوازې هم هغه تحريک کولی شي، په کوم کي چي د بابر صاحب يو لوی تنظيمي رول و او اوس ترې ډېر لرې په مخالف سمت کي ناست دی. بابر صاحب د خپل سياسي رخ  د تعين حق لري، خو بايد چي لږ "شرعې" ته سم سياست ته تللی  وې، چي لږ پکي ذکر د خپل قام خو کېدې شوې، لېکن هغه رانه د داسي سياست د لړمون خوراک شو، چي د قام پرستۍ، سيکولرازم، علمي جهانبينۍ او سنجيدګۍ لپاره نوګوايريا دی. خفه په دې يم چي زموږ يو ډ‌ېر باصلاحيته شاعر له داسې ډلې سره وابسته شو، چي د تخليق لپاره ترې د هيڅ تاثر او الهام هيله نشته.

غني به وئيل:

په والله چي له جنته به شم ستون

چي کنځل پکي وانه ورم د پښتون

او لونګين اشنا يې داسي ځای ته لاړو، چرته چي به  د خپل اوسني مشر له خُلې يوه خبره هم په پښتو کي وانه وري او پښتنو ته به ترې ډېرې ښکنځلې په اردو کي واوري. هو! دا ښکنځل ده چي مسټر کرکټر وايي" طالبان فريډم فايټرز دي". موږ ستړي شو، چي دا "ښکنځلې" deconstruct کړو، خوشبين و چي په قامي سياست کي يو داسي څوک لرو، چي يو دانشورانه سټايل يې دی او په دې deconstruction کي به راسره مرسته کوي خو موږ څه خبر و ، چي هغه به پخپله خپل ځان deconstruct کوي. د ارواښاد صاحب شاه صابر شعر دی:

مونږه د خپلو خوش فهمو په څلو وژړوي

حقيقتونه فېصلې څومره سنګيني کوي

يو خوږ او مهين آواز په يو بې سُره او بې سوزه لهر کي ورک شو، يو باکماله شاعر په يو غيرتخليقي بحر کي غرق شو. هاشم بابر صاحب اوس د تحريک انصاف غړی دی، لېکن له دې تحريک څخه موږ د انصاف نه بلکې د بربادۍ توقع لرو.

بنے ہیں اہلِ ہوس، مدعی بھی منصف بھی

کسیے وکیل کریں، کس سے منصفی چاہیں

موږ غربتونو لکه د پښتنو وطن پر ملا څو څو ځايه مات کړو، خو د انصاف تر تلوسې زيات د وحدت او د بقاء د مقدمې پايلو ته منتظر يو خو نه پوهېږو، چي بابر صاحب څنګه په خپله دومره  لويه سرمايه کي د ارزانه او زغرد انصاف په تلوسه د قامي سياست له دايرې بهر وغورځېد؟  

 

په ۲۰۰۶ء کي په زيارت کي جوړي شوي پښتو عالمي کانفرنس ته بابر صاحب يو زبردست تقرير کړی و، د پښتنو د خپلواکۍ خبره يې په زبردست داد بدرګه شوې وه، په هم هغه کانفرنس کي پروفېسر دروېش دراني وئيلي و: " هاشم بابر د پوسټ ماډرن سټايل شاعر دی".  خو نن چي راڅخه په کوم لهر کي ورک شو، دا  د ميډِول پريمټيوزم لهر دی.

د طالبانو سرسخت مخالف هاشم بابر به اوس له کومې په خپل نوي ګوند کي د ايډجسټمنټ لپاره د طالبانو لپاره سافټ کارنر راپېدا کوي؟

د جمهوري خپلواکۍ لپاره په يو مدلل انداز   خبرې کوونکی هاشم بابر به اوس څنګه د خپل نوي مشر په پېروي په جمهوريت پورې مسخرې کوي؟

په سياسي او علمي اصطلاحي لهجه کي خبرې کوونکی هاشم بابر به اوس ډېر ستړی شي، چي  فېس بک جنرېشن په ويکټ، رنز، سونامي وغيره غوندي بې خونده او غيرسياسي الفاظو کي پوهوي؟

ګډوډ خلک، بې تپوسه بې پوښتنې، د انصاف په دې ګوند کي راټول شوي دي، هيڅ اصول، فارموله او ضابطه پکي نشته، دولس کاله په يو بااصول سياست کي د تېرولو پس، په ډېره کمه موده کي د صلاحيتونو پر بنياد پر لويو تنظيمي عهدو د پاتې کېدلو پس به بابر صاحب څنګه په داسي يو تنظيم کي ځان ايډجسټ کړي چي صرف هجوم دی، يو عارضي رش دی، هيڅ داسي يو تاثر نه لري چي سړي ته اپيل وکړي، کرپشن په درې مياشتو کي ختموي، له همدې يې د دانش اندازه ولګوئ. د ادبياتو او فلسفې لوستونکی هاشم بابر په دې سطحي خلکو کي څه کولی شي.

بابر صاحب تر ما ښه پوهېږي، چي  کله ذات مهم شي سياست وبايلل شي، هم دا هغه لمحه وي چي سړی ريښې ريښې کړي، پر کومه نکته چي بابر صاحب سټېنډ اخيستی و، هغه درسته نکته نه وه، درست پوزيشن نه و او پر کومه نکته چي بيا پارټۍ سټېنډ واخيستو، د بابر صاحب له اوسني شموليت څخه وروسته اکثر خلک داسي فکر کوي چي اې اين پي درست سټېنډ اخيستی و.

خو په هر صورت، د غني خان نيازبين او لونګين اشنا، د خپل ځانګړي سبک شاعر او د مهين آواز خاوند هاشم بابر د پښتو ادب يو دروند نوم دی، سياست بايلل کېدی شي  خو فن خپله بقاء پخپله ساتي، "سردار" غوندي نظمونه به خپله بقاء ساتي، باچاخان ته نذرانه به د باچاخان غوندې لافاني وي خو:

زموږ بېلتو بېلتون خو نه دی

يو ګړنګ کوهی دی

يو توره تيپه چي تَل هم نه لري.