Khan Kakar
خان زمان کاکړ، شاعر او لیکوال، د سویلي پښتونخوا د قلعه سېف الله د سیمې اوسېدونکی یم. له څو کلونو مي د لر وبر افغانستان په زیات شمېر مجلو او ورڅپاڼو کي بې شمېره تخلیقي، تحقیقي او تنقیدي لیکنې خپرې شوي دي. په شاعري کي نظم او غزل دواړه لیکم، لویه پېژندګلوي مي د سیاسي تجزیه نګار په حیث ده. په اردو ژبه کي مي هم زیات کار کړی دی.
ادبي ليكنې
شعرونه، شعارونه او ښکنځلې / خان زمان کاکړ
شعرونه، شعارونه او ښکنځلې د ژوند او انسان د تعلق او تعامل پېداوار او پنځونې دي. څه جامد او حرفِ اخر اصولونه نه لري. د ژوند او انسان تعلق متغير او ارتقايي خاصيت لري. شعرونه، شعارونه او ښکنځلې څه دي؟ زما په اند د ژوند او انسان د معيار په تول يې پيژندګلو ده. يو ښه شاعر له شعارونو او ښکنځلو ښه شعرونه جوړولی شي او يو څوک ډېر ښه شعرونه په شعارونو او ښکنځلو بدلولی شي. ضر
ادب او رواداري / خان زمان کاکړ
څوک هم چي د ادب پراخه مطالعه لري، له دې حقیقت نه انکار نه شي کولی چي د نړۍ هغه ادبي تخلیقات پر زړونو او ذهنونو د واکمنۍ ویاړ په برخه لري، کومو چي ځانته سیکولر بنسټونه تراشلي وي. د ادب د افاقیت پر مسئله له کومې بلې زاویې نه بحث ممکن هم نه دی. ادب ته که چيرې د ټولو انسانانو شریک میراث ویل کېږي، نو یوازې په دې سبب چي ادب د عقیدې، نسل او ژبې د امتیاز نه ډېر لوړ د ټولو انسانانو د مشترکو قدرونو ترجمان وي.
د نوي کال په غوږ کي د مزاحمت اذان / خان زمان کاکړ
غلامي وغزېده، تيارې تتې او تورې شوې، د محکوميت او محروميت عمر اوږد شو، د کلونو رفتار زموږ د جنازو په حساب شو. د يو بل کال بستره مو ورټوله کړه او د غلامۍ يوه بله پاڼه مو واړوله. تېر کال د خودکش طبعيت مالک وو، موږ او چاودنې سره پېوند وو. سندر مارو او غزلبولو باګرامونو ته خودکش الهامونه راتلل، د ګلونو د ښار نه تر جنت مرحوم پورې دعا ته د ملاي
خوبونه، نه مري / خان زمان کاکړ
د احمد فراز ژوندي، انقلابي او روماني خوبونه
بدلېدونکې نړۍ او ادب / خان زمان کاکړ
د ژوند ښکلا له تغیر او تبدل سره ګنډلې ده. په انساني ژوند کي هم ددې جدیدیت د عمل له لاري فطرت خپلي نوي نوي دروازې پرانیزي ، انسان د ساینس، فلسفې، سیاست او ادب په زور خپلو ارتقایي پوړیو ته خېژي او د ښه نه د لا ښه پلټنه کوي. د ترقۍ او ارتقاء د روایتي اپروچ نه یو خوا ته موږ ته په انساني ژوند کي د روانو بدلونونو معیار کتل دي. موږ هغه وخت د بدلون پر ماهیت او هئیت یو سیرِ حاصل بحث کولی شو، کله چي په ټولنه کي موجود طبقاتي حقیقتونه