چي پرون جرم وه هغه کيسه نن عامه کېږي

اوس مو نه ويره له فتوا نه له الزامه کېږي

ښکلي چي وي غزل محتاج د ملايکو نه وي

په دې لمحاتو کې تخليق بې له الهامه کېږي

اوس يې د ياد له درده ټوله شپه په ځان رڼوم

چا وېل چي دا کارونه دومره په آرامه کېږي؟

درنې کيسې وې په درنو لارو مي پېښه وشوه

يو څه راشوي اسويلي مي له ماښامه کېږي

د پلار د سپين ږيرې هر تار به مغل ته وروړې

د به کوې، دا توقع درنه بهرامه کېږي

موږ آزادي غواړو خو دا ځل په هنر د ژبې

نه جنګ کوو، نه مو نفرت له انکل سامه کېږي

موږ توپان نه، خپلو بې کارو دېوالونو مړه کړو

راسره هره معامله له خپله بامه کېږي

زه په خپل قام باندې مئين، زه له خپل قامه تنګ يم

نه ګزاره ورسره کېږي نه بې قامه کېږي

که واک زموږ و بې نشې سر به پر مځکه نه وي

که واک زموږ و ابتداء به يې له جامه کېږي

تبادله د زړونو نه کېږي په سوچ او فکر

دا ناڅاپي کېږي، يو دم کېږي، بې پامه کېږي

ملاصاحبه! يو غلام يمه، يو سوال کومه

په ورځ د څو لمونځو غوښتنه له غلامه کېږي؟