زموږ تمامه ترانه د امن

د وحشتونو له تنوره ښکاري

لکه چي چا ترې ترنم لوټلی

داسې بې سُره، بې سروره ښکاري

******

په غوڅه ژبه ترانې د امن

د جنګ نه زيات ظلم خو دا دی کنه

زما د سر کاسه له وينو ډکه

فرياد د امن هم زما دی کنه

******

د جدلياتو په فطرت باخبر

تېښته له هيڅ ناآراميو نه کړي

چي چا سبق وي د اضدادو لوستی

هغوی اظهار د بې وسيو نه کړي

******

څنګه چي امن ضرورت د انسان

جنګ هم فطري ضرورتونه لري

جنګ  پېداوار مدام د جهل نه وي

جنګ خپل ځانګړي بنيادونه لري

******

جنګ دي جاري د جهالت په ضد وي

موږ هيڅ ددې جنګ لنډېدل نه غواړو

چي ټول وطن به وي خاموش قبرستان

موږ داسې امن هيڅ ليدل نه غواړو

******

چي محنت کش مزاحمت شنډوي

دغسې امن دي په اور پسې شي

د داسې صلحې د خېرات نه توبه

چي قافلې دي په لاهور پسې شي

******

چي د محنت د خرڅ بازار قايم وي

امن تر هغه بې مطلبه ټکی

امن په څرنګه نظام کې ممکن

دلته هم دا دی حل طلبه ټکی

******

تر څو نظام د سرمايې قايم وي

تر هغو جنګ يوه حتمي خبره

ځکه چي جنګ د سرمايې جنم وي

د پېداوار د راز فطري خبره

******

د داسې امن سره جنګ به کوو

چي د اظهار ژبه به ګونګه ساتي

وي پابندي به پر دليل او عقل

د جهالت بلا به لنګه ساتي

******

موږ يو د داسې جنګ په ضد راوتي

چي انسان ټيټ تر هرې کچې ساتي

موږ به د داسې امن هم خلاف يو

چي سرچينې د تخليق وچې ساتي

******

جنګ د تمام انسانيت دښمن دی

په جنګ کې لوږې غربتونه زيات شي

خو داسې امن مو هم نه دی پکار

چي بې روزګاره اولسونه زيات شي

******

دښمن د جنګ لپاره وينه غواړي

موږ د دماغ صلاحيت کاروو

دوی د سرسخت جذباتيت غوښتونکي

موږ هوشمندي او متانت کاروو

******

امن لازم، امن حتمي ضرورت

دومره هم نه چي په زاريو دي وي

امن په هر قيمت خو داسې هم نه

چي په بدل د غلاميو دي وي

******

تر آزادۍ مخکې د امن غوښتل

بې له واده لکه چي زوی غواړي څوک

هم په يوه ورځ يې مُلا جوړول

هم په يوه ورځ کې يې لوی غواړي څوک

******

زموږ د غرونو لوغړن مخونه

ښې د کيسې د وحشتونو  وکړي

تاريخ خبر کړي په ځنګلي استبداد

بيان د خپلو ياداشتونو وکړي

******

زموږ ښارونه افسانې به ليکي

غريب اولس به وي اتل د داستان

غدار سرونه به په دار ځړوي

وي به سنګسار همېشه غل د داستان

******

پرېږدئ لوټ شوي ميوزيمونه ويښ شي

پر جهان خور د لوټماريو راز کړي

چي په لاهور کې خرڅېدلو آثار

ښکاره د هغو کباړيو راز کړي

******

د پښتنو امن تړلی ګڼو

د فرضي خط په ورانولو پورې

ددې جنګونو اختتام دی غوټه

ددې نظام په ړنګولو پورې