موږ به خوار ځواکي وو، کمزوري به وو
چي مو دفاع د خپل ګرېوان، د خپل پټکي ونه کړه
چي د ظالم لاس مو ورغبرګ نه کړ، ور مات مو نه کړ
موږ پښتانه وو، د جنګونو په دوزخ کي اوسېدونکی اولس
چي د جنت د لنډې لارې غلچکي مو ورک له زمکې نه کړل
زموږ وجود وو د غربت چنجيو ټول خوړلی
موږ د بارودو، د ټوپکو مخ په څه نيولو
پر خپل وطن، د خدای پر ښکلي کاينات باندي مين خلک وو
خو قتل عام د خپل چنار او خپل اينځر مو ګرځولی نه شو
موږ د سندرو، اتڼونو قام وو
خو د خپل مات رباب، خاموش پايکوب په وير مو کله
کوم احتجاج او هنګامه راپارولای نه شوه
زموږ قلم چي ماتېدو، زموږ مکتب ورانېدو
موږ تش په اوښکو ګزاره کوله
خو اوښکي هم ښکاره ازادې نه وې
د پښتنې پېغلې په شان مو د پردې و شاته وير کولو
موږ وو له توانه اچولي د ځنګلونو قانون
خو د توانمن اسمان کيسې مو لا په زړه وې پاته
چي د اسمان جلالي قهر به مو مرستې ته ضرور رارسي
چي اسماني ټکه پر سر به د ظالم رالوېږي
خو د افغان په دېرش کلن ځنګلي ناورين کي اسمان
چي څومره پراخ وو، هم هغومره شرافت يې وکړ
هيڅ يو غضب يې د جابر پر سر نازل نه کړلو
زموږ له سرونو نه که خپلې سايې والوتلې
خو د اسمان سېوري هم نور د اسمان پاته نه دي
ټوله دنيا د څو کسانو دنيا
ټولې کيسې د يو خوني نظام پابندې کيسې
دغه زموږ نه د اسمان نظام دی
د سرمايې يو بې ايمان نظام دی
۱۵ مې ۲۰۰۱