(اسفنديار ولي خان ته ډالې)

قصيده ګو نه يم، په چل د قصيدې باندې پوهېږمه نه
نه دغه وخت د مدحې وخت دی، نه اړتيا يې شته ده
د جنګ لمحې دي، خطرناکې شپې دي
د قام د سر د بقاء سوال، د مرګ او ژوند بريد پوله
نوره څلور کونجه نړۍ په درانه خوب ويده ده
موږ د جنګونو دوزخي غرمې په ځان تېرو
داسي څوک نشته چي دمه راکړي او سېوری راکړی
يو مي جانان دی، په يوازي سر مي سر ته ولاړ
د لوی دښمن په ضد سنګر ته ځي، ډګر ته راځي
په نره وايې، چي پښتون يمه، پښتون به ګټم
د قام سړی يم، د قامي سياست يون به ګټم
په خپل مرګي باندي راضي، ستاسو ژوندون به ګټم
دا مسيحا، دا په رښتيا د رهبرۍ سړی دی
دا په رنګ تور سړی، په زړه د آيينې غوندی دی
دا په کردار باندې بېخي باچاخانی مشر دی
خو کله کله بېخې هېښ پاتې شم
چي کله ووينمه داسي نادانۍ د خلکو
چي هر سړی لونګۍ تر سر کړي
ځان له ګرانه برابر کړي

24 april 2011