ما د کاروان د چنارونو مرثیه تر ګران کابله يوسي
ما نه کاروان، نه مي کابل ليدلی
زه د کاروان په نغمو تنده د کابل ماتوم
عن لکه څوک چي د ټاګور په مناجاتو تر باداره رسي
داسي په يو کارواني خيال تر کابل جانه رسم
کاروان کعبې ته لاړو، کور ته ترې حاجي راستون شو
زه لا زيارت ته تللی نه يم د کاروان او کابل
زه د تاريخ د ډېرو لويو تراژيديو بچی
زه د تاريخ په يو خوړجنه غلامۍ کي پېدا
نه د کاروان غوندې نغمې نغمې د شاتو ويالې
نه د کابل غوندي د زړونو سلطنت لرمه
زه له دې دواړو جنتونو رابېل شوی ادم
ما د کاروان د چنارونو لوګي ډېر ژړلي
خو ما په اوښکو د کابل څېره مينځلې نه ده
دغه يو پور راباندې پاته د کاروان او کابل
خو اژدها ډيورينډ تر منځه پروت دی
کور دي نيژدې کوڅه دي لرې
دېوال دي پرېوځه چي وېړيا شي ديدنونه
12 APRIL 2011
12.04.2011
- Khan Zaman Kakar
موږ د خپلو هنرونو محافظ يوپر ځان فرض ګڼو لمانځل د دانشوروسږ کال هم مو جايزې دي اعلان کړيموږ ته ولېږۍ پياوړي کتابونهافسانې، شعر، تحقيق او ناولونهاعتراف ستاسو د زيار پر موږه پور دیجآيزې او مډالونه ستاسو حق ديخو زموږ د ادارې اصول به ټول نيسۍ په پام کيچي پنځوس فېصد نومرې به پر کتاب وياو پنځوس فېصد نومرې ورکوو داسيچي به سر د ليکوال ګوروچي د عقل يوه زره ورپکي نه ويزموږ لويه جايزه ب...
19.05.2011
- Khan Zaman Kakar
(اسفنديار ولي خان ته ډالې)
قصيده ګو نه يم، په چل د قصيدې باندې پوهېږمه نهنه دغه وخت د مدحې وخت دی، نه اړتيا يې شته دهد جنګ لمحې دي، خطرناکې شپې ديد قام د سر د بقاء سوال، د مرګ او ژوند بريد پولهنوره څلور کونجه نړۍ په درانه خوب ويده دهموږ د جنګونو دوزخي غرمې په ځان تېروداسي څوک نشته چي دمه راکړي او سېوری راکړیيو مي جانان دی، په يوازي سر مي سر ته ولاړد لوی دښمن په ضد سنګر...