موږ د خپلو هنرونو محافظ يو
پر ځان فرض ګڼو لمانځل د دانشورو
سږ کال هم مو جايزې دي اعلان کړي
موږ ته ولېږۍ پياوړي کتابونه
افسانې، شعر، تحقيق او ناولونه
اعتراف ستاسو د زيار پر موږه پور دی
جآيزې او مډالونه ستاسو حق دي
خو زموږ د ادارې اصول به ټول نيسۍ په پام کي
چي پنځوس فېصد نومرې به پر کتاب وي
او پنځوس فېصد نومرې ورکوو داسي
چي به سر د ليکوال ګورو
چي د عقل يوه زره ورپکي نه وي
زموږ لويه جايزه به د هغه وي
11.04.2011
- Khan Zaman Kakar
سبا اتوار دی، د اتوار بازار مو هېر چي نه شيد وېړيا بيې او د ښه معيار سامان به راځياې د ساينسونو او هنر قامونوزموږ نوموتې کمپنۍ درباندي زېری کويدا ځل يو ډېر معياري څيز ستاسو خدمت ته راوړيستاسو پکار دی، تاسو کار ترې اخلیموږ ته بې کاره پروت دی، موږه ته اوزګاره پروت دیزموږ په ټول هېواد کي هيڅ قدر ددې هم نشتهددغه څيز په استعمال دلته څوک نه پوهېږيدلته ددې "سپلای" "ډيمانډ" نه لريزموږه دا څيز کا...
19.05.2011
- Khan Zaman Kakar
ما د کاروان د چنارونو مرثیه تر ګران کابله يوسيما نه کاروان، نه مي کابل ليدلیزه د کاروان په نغمو تنده د کابل ماتومعن لکه څوک چي د ټاګور په مناجاتو تر باداره رسيداسي په يو کارواني خيال تر کابل جانه رسمکاروان کعبې ته لاړو، کور ته ترې حاجي راستون شوزه لا زيارت ته تللی نه يم د کاروان او کابلزه د تاريخ د ډېرو لويو تراژيديو بچیزه د تاريخ په يو خوړجنه غلامۍ کي پېدانه د کاروان غوندې نغمې نغمې د شاتو ويالې...