سبا اتوار دی، د اتوار بازار مو هېر چي نه شي
د وېړيا بيې او د ښه معيار سامان به راځي
اې د ساينسونو او هنر قامونو
زموږ نوموتې کمپنۍ درباندي زېری کوي
دا ځل يو ډېر معياري څيز ستاسو خدمت ته راوړي
ستاسو پکار دی، تاسو کار ترې اخلی
موږ ته بې کاره پروت دی، موږه ته اوزګاره پروت دی
زموږ په ټول هېواد کي هيڅ قدر ددې هم نشته
ددغه څيز په استعمال دلته څوک نه پوهېږي
دلته ددې "سپلای" "ډيمانډ" نه لري
زموږه دا څيز کاټن پېک دی، کارېدلی نه دی
بېخي ثابت دی، چلېدلی نه دی
ستاسو پکار دی، تاسو کار ترې اخلی
سبا بازار ته راشئ، اتوار بازار ته راشئ
د پښتنو "دماغ" په نه بيه خرڅېږي سبا
زموږ نوموتې کمپنۍ درباندي زیری کوي
د دماغونو تجارانو هرکلی مو کوي