په پښتون نېشنلزم کي اضافه نه ده شوې بلکې په پښتنو کي د يو بل ګوند نوم بدل شوی دی او د نېشنلزم نمبرپلېټ يې په ځان پورې تړلی دی. ګمان يې د ا دی، چي د پښتنو په کليو او ښاريو کي اوس يوازي د نېشنلزم په نمبرپلېټ سړی تېرېدلی شي. په نورو ټکو، له مذهبه وروسته يوازې نېشنلزم کولی شي چي د ړندو ډلې په ځان پسې کړي. نېشنلزم هم لکه ملائيت کله کله يوازې جلاليان روزي او جلاليان لکه بې ځالې مارغان د خپلو خواهشاتو او مفاداتو د تسکين په لټون چي چرته پرې شپه شي هم هلته دېره شي. په پاکستان کي سياسي ايکټيوازم لکه پروفېشن لکه کېئرير خپل قيمت لري، دا قيمت خلک د خپلې سياسي تجربې په نوم تر لاسه کوي. يوه خبره درته وکړم، زما مطالعه و مشاهده ماته ته دا وايي چي په پښتنو کي دا بې ځالې مارغان داسي نه ده چي د خپل نظرياتي کمټمنټ په سبب په يوه ګوند کي ځای نه شول بلکې د خپلې صوبعدارۍ او سالارۍ په نشه کي په يوه ګوند کي تم نه شول. په دې کي ځينې داسې خلک هم وي چي دا مشن ورسپارل شوی وي چي د خلکو په روغو تحريکونو کي به انتشار او لابۍ لنګوي. دا اوس  ″لعل و جواهر ″ نه دي بلکې  ″تورکاڼي ″ دي چي چېري به هم سپين نه شي.

زه د داسې دور پېداوار يم، چي د دوه قطبي دنيا تصور پکې له منځه تللی دی، زه د کومې زړې ′افسانې′ شاهد نه يم پاته شوی، خو د زړې افسانې د تاريخ لوستونکی ضرور يم، د کلچرل امپرياليزم، ګلوبلزم او نيوکالونلزم په دې دور کي د جلالي نېشنلسټ او ملا تر منځ هيڅ فرق نه وينم. قطعِ نظر له څه همدردۍ، د اې اين پي معتدل، هوشمند او متوازن سياست نه خو د آرمي او ايجنسيانو لپاره قابلِ قبول دی او نه د جلالي قام پرستانو او ملايانو لپاره!! همداسې يې له خدايي خدمتګار تحريک سره هم کړي و.

د پښتنو ټولنه اوس پر داسې يو پړاؤ ولاړه ده چي ډېر څه پکي واضح دي که واضح نه دي لږ تر لږه دومره ده چي بې باوري او بداعتمادي پکي ښه پرېمانه ده. دا هم يوه مثبته نکته ده چي خلک اوس په نمايشي کميونيزم نه غولېږي، په بې روحه پاکستانيت نه قانع کېږي او په بې مذهبه مذهب پرستي نه پسې کېږي. يوازينی کارډ د نېشنلزم پاته دی. د آفتاب احمد خان شېرپاؤ دا خيال دی چي د نېشنلزم په لباده کي به د خلکو باور او اعتماد ځانته راټول کړي. په بلوڅو کي يوه پاليسي تکرار کړل شوه، بلوڅو چونکې مُلا نه درلود او نه پکي ځائيده ځکه نو سټېټ د بلوڅ نېشنلزم د وهلو لپاره په درځنو قام پرستې ډلې ورته وروزلې. په بلوچستان کي نن قام پرستي په قام پرستي وهل کېږي. له پښتنو سره هم څه داسي تجربه روانېدونکې ده، په ماضي کي هم هڅې شوي. د دې ضرورت ولې محسوس شو؟ څلور لوی وجوهات يې دي:

۱. ملائيت د خپل کردار په سبب اوس په پښتنو کي خپلې جرړې لاندې او خپلې موخې دوامداره نه شي ساتلی، دېرش کلن جنګ او پارليماني کردار يې اصلي څېره تر ډېره حده د خلکو په مخ کي څرګنده کړې ده.

۲. د خپل وطن د هنګامي او جنوني حالاتو په سبب د پښتنو مجموعي مېلان د نېشنلزم خوا ته شفټ شوی دی.

۳. په نړېواله کچه د ترهګرۍ خلاف په مبارزه کي عوامي نېشنل ګوند ته د پښتنو د يوازيني نماينده ګوند حثيت ورپه برخه شوی دی.

۴.  د ۲۰۱۴ء څخه پس قام پرستان د سيمې د توازن په تعين او د ټرانسفارمېشن په پروسه کي بنيادي کردار سنبهالونکي دي.

ددې څلورو واړو نکاتو د اشتراک په تناظر کي ضرورت دا محسوس کړل شوی دی چي په پښتنو کي هم قام پرستې ډلې په درځنونو کړي. چي يو درځن مخونه وي نو د نړۍ، سيمې او خلکو توجه به پر يوه مخ مرکوزه نه وي. د پښتنو د يو مرکزيت خلاف سازش له ډېرې اوږدې مودې تر بېلابېلو سرليکونو لاندی شوی دی. دا هيڅ جديد نېشنلزم نه دی، چي هم هغه زاړه خلک دي هم هغه ′زړې نکتې′ راواخلي د جديد سابقه دي ورسره ګنډه کړي او ځانته ته دي قام دعوت کړي. د جديد نېشنلزم (neo-nationalism) علمي پسِ منظر ته نه ځو، که چا يې ضرورت محسوس کړ بيا به يې تفصيل وړاندي کړو. يوازي دومره وئيل غواړم چي د جديد نېشنلزم د اصطلاح تعلق براه راست له ګلوبلايزېشن او کلچرل امپرياليزم سره دی، دا د يو مخکې موجود قام پرست ګوند مقابلې ته نه وايي. موږ په دنيا کي مروج اصطلاحات له خپل سياق و سباق څخه لېري انتهايي بې ځايه او بې درېغه استعمالوو. يوه بله خبره درته وکړم، په پښتنو کي د منظم سياسي نېشنلزم باني د باچاخان تحريک دی، که څوک له دې حقيقت سره اختلاف لري يا بله تشريح په ذهن کي لري د بحث دعوت ورکول کېږي. د پام وړ نکته دا ده چي نېشنلزم د يوې تاثراتي عاطفې په ډول بېله خبره ده او د يوې منظې سياسي نظريې په ډول بېله!! کوم خلک چي په سياست کي د نېشنلزم تاريخ له دې دمه تر بابا آدمه رسوي د تاريخ او سياست له مضامينو سره له لېري هم تېر شوي نه دي.

له پېپلزپارټۍ څخه تر قامي وطن پارټۍ پورې سفر موږ غوندي تنقيدي مزاج لرونکو خلکو لپاره زر د هضمولو نه دی. زاړه سياسي مبارزين يې شايد د بهټو شاهي د خرمستيو له وجې هم هضم نه کړي. سوال دا دی، چي پرون په پيپلز ګوند کي نېشنلزم هايي جيک و که شېرپاؤ صاحب د نېشنلزم په اهميت پوهېدو نه او که څه بله کيسه وه؟ د عمر د يوې لويې برخې له تېرولو پس که د مشرف د دور وزيرداخله صاحب اوس د نېشنلزم په اهميت پوهېدلی وي، نو داسي په ځنډ پوهېدونکی سړی څنګه اټومېټيکلي  د نوي ګوند (نوم) چېرمېن جوړ کړل شو؟

د مشرف د دور وزير داخله صاحب به ځان څنګه له هغه ګند څخه بهر ثابتوي چي د مشرف په وخت کي په پښتني سيمو کي وپاشل شو، د ترهګرۍ پروجکټ که د شېرپاؤصاحب له وسه بهر روان و په کوم اخلاقي جواز بيا هغه د وزارتِ داخله څوکۍ نيولې وه؟

د نواب اکبربګټي د مرګ حساب موږ نه ورسره کوو ځکه چي له پښتون نېشنلزم سره يې نېغ تعلق نشته.

د لال جومات په هکله ورسره بحث اچول هم زموږ د موضوع په احاطه کي نه راځي.

لږ تر لږه د هغې خونړۍ کراچۍ په حواله پوښتنه کېدی شي، کومې ته چي پر دولسم مې ۲۰۰۷ مشرف د عوامو د قوت د مظاهرې مېدان وئيلی و، په دې ورځ تر څلوېښتو زيات پښتانه د مهاجرو په ګوليو سوري سوري پراته ؤ.

ما ته ياد دي، د پښتو يوې مشهورې سياسي مجلې (ليکوال) د مشرف په وخت کي شېرپاؤ صاحب ته د کالاباغ ډېم په حمايت کولو خبرداری ورکړی و، چي شيرپاؤ صاحب به له مرګه پس بل ځای نه ښخول کېږي بلکې پښتونخوا ته به يې جنازه راوړل کېږي. که زه خطا کېږم نه، مجلې د بنګالي نورالامين مثال هم ورکړی و. زما موقف هم دا دی، د ماضي يادداشت تازه ساتل پکار وي، تاريخ نه هېرو، په بل څه کي به يې هېر کړو، په نېشنلزم کي ماضي او تاريخ ځکه د هېرېدلو نه وي چي نېشنلزم اکثره علامات په تاريخ کي ځانته خوندي ساتي. له تاريخ سره تړلې دويمه نکته دا هم ده، چي داسي قامونه چي يو وخت يې د پرمختګ ځينې پوړۍ تېرې کړې وي او بيا يې نزول وشي او وځپل شي نو د هغوی نېشنلزم اکثر په يو ناسټلجيک طريقه د ماضي visualization  کوي او ځينې اتلان هم خلکو ته بيا بيا وريادوي. دې ته که څه هم ډېره مثبته رويه نه شي وئيل کېدی خو د قامي وطن ګوند له سرډلې څخه پوښتنه دا ده چي چونکې ګوند يې د پښتنو په ټولنه کي فعاليت کوي نو دوی څه ماضي قام ته وريادول غواړي که نه له نوي سره نوی يون دی هيڅ تاريخي محرک نه لري او بل دا چي په ماضي کي کوم هيرو لري، خوشال خان خټک، احمدشاه ابدالي غوندي چاته هيرو وايي که نه حيات محمد خان شېرپاؤ ته؟

که حيات محمدخان شېرپاؤ اوس هم ددې نوې نومول شوې ډلې قامي وطن پارټۍ هيرو وي، نو بيا ددې ګوند او نېشنلزم څه واسطه جوړېدی شي؟

تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده، چي يو ګوند د خپل ټول پروګرام، منشور، آئين او بېرغ د بدلون اعلان کوي، لېکن د ګوند يو ممبر هم له دې سره اختلاف نه کوي او ټول په يوه سا خپله پخوانۍ عقيده بدلوي. داسې يومخ ټوليز بدلون خو پېغمبرانو هم نه دی راوستی ځکه چي ټول خلک قانع کول وخت غواړي او ټول خلک قانع کېدی هم نه شي. خو دلته کي يو ګوند خپله ټوله ايجنډه يومخ بدله کړه لېکن يو کارکن هم اختلاف ونه کړ، ټول کارکنان قانع شول، ددې مطلب دا دی چي په دې ګوند کي کوم سياسي نظرياتي وژن نشته کارکنان يې نور مفادات په وړاندې لري او دا مفادات د شېرپاؤ صاحب په ذات پورې تړلي دي. که شېرپاؤ صاحب اوس قامي وطن پارټي په اسلامي جهادي پارټي بدله کړي هم دا ټول کارکنان به يې ورسره ملګرتيا کوي.

"قومي وطن پارټي" (!) قومي خو شايد چي د پښتنو خبره کېږي لېکن له وطن څخه مراد څه دی او ددې وطن جغرافيه څه ده؟

د شېرپاؤ ′جديد نېشنلزم′  د هغه له کور څخه بل کوم ′جديد′ کور ته ستون ولې نه شو؟

د ′جديد نېشنلزم′ ځانته يوه جديده نکته هم ولې داسې پېدا نه کړه چي هغه د اې اين پي په ايجنډه کي موجوده نه وي؟

خلک د قديم او جديد تر منځ فرق په څه محسوس کړي، هم هغه د ملايانو والا دهنده به کېږي چي اې اين پي د پښتنو وينه خرڅه کړه، کرپشن يې کړی دی او دا يې کړي دي؟

له موږ سره مسئله څه ده چي ټول عمر دي د سياست پر تقابلي محور ((comparative orbit څرخېږو. زرداري تر نوازشريف ښه دی، فضل رحمان تر منور حسن ښه دی او چين تر امريکه ښه دی. بل څه معيار هم شته؟ د سياست خپل څه اصول او ډسکورس هم شته؟ زموږ حثيت ولې هر وخت د تجرباتي ځناورو ګڼل شوی دی، "ټول مو وازمويل دا ځل عمران خان ازمايو". د رحمت شاه سايل يوه قطعه ده:

رهبري فن وي او رهبر لکه فنکار د ژوندون

داسي منصب په قاتلانو د  سپارلو  نه  وي

تجربه    بويه  تجربه  تجربه  بده   نه  ده

خو ځيني تخمونه په پټو کي د کرلو نه وي

ځينو خوش فهمو خلکو ته ياددہاني ورکول پکار ده چي د پښتنو زمکه اوس د هر چا لپاره ګلونه نه زرغونوي بلکې زهر شنه کوي. دې خاورې دومره قبرونه شنه کړل چي اوس پکي د کرکروندې لپاره ځای ډېر کم پاته دی او هغه څوک دا ځای ليدلی شي چي پر دې خاوره يې په ماضي کي څو قدمونه په اخلاص ايښي وي. زه منم چي له ډېر لېرې تاريخ سره زموږ رشته غوڅه کړل شوې ده خو له دې نيژدې څلوېښت کلن تاريخ سره ددې خاورې نفسيات بالکل اشنا پاته دي. د څلوېښت کلن تاريخ او د قام د اجتماعي نفسياتو ربط له يو او بل سره ډېر قوي معلومېږي.

په قامي سياست کي سياسي عدمِ مرکزيت قامي دښمن ته بې پناه ګټې رسوي، دا يو مثال کافي دی چي نن د نوو صوبو د جوړېدلو په بحث کي د بلوچستان پښتانه حېران دريان ولاړ دي، يو د پښتنو د پراخ وحدت د بحالۍ لپاره ممکنه ايډجسټمنټ غواړي او بل د انګرېز چيف کمشنر صوبه! آخرالذکر د تاريخ پهيه په شا اړوي، خو څوک هيڅ هم نه ورته وايي ځکه چي د نېشنلزم نمبرپلېټ يې په ځان پورې تړلی دی. آفتاب احمد خان شېرپاؤ ته هم د نېشنلزم نمبرپلېټ مبارک! خو لږ تر لږه د شېرپاؤ صاحب ګاډي ته به څوک کابلی ګاډی ونه وايي. هغه نور دي چي ګاډی يې د کابلي په تور پر هر چيک پوسټ او چېن ولاړ وي، په جېل دننه وي، په جېل کي يې وراسته کړي او پښتۍ يې ورماتې کړي.