زموږ د زړونو بُتان مات کړي ستمګر وختونه
هره خدایي راله میرات کړي ستمګر وختونه
په دې شتمن وطن کي ځان بلا نېستمن ووینم
چي دیدنونه د یار قات کړي ستمګر وختونه
کله به مينه شي ازاده د نفرت له قېده
کله به زړونه خرابات کړي ستمګر وختونه
هغه چي موږ ترې رهبري د قافلې وغواړو
هغه اخته په غم د ذات کړي ستمګر وختونه
امن که شته نو اوس په مستو مېکدو کي شته دی
جنګ په مندر او په جومات کړي ستمګر وختونه
تا له درځم کابله ستا په غېږ کي ساه اخلمه
پيرزو به کله ملاقات کړي ستمګر وختونه
...................................................
13.09.2009
- Khan Zaman Kakar
منطقي خبره هم دا ده، چي کله دښمن ورک شي، جنګ ګران شي. خلک پر ورکو لارو د يو تصوراتي هدف په لور سفر پېل کړي. پښتون په ټولنيزه توګه نن په يو داسې پړاؤ ولاړ ښکاري، چي د يو بربنډ دښمن د ليدلو له توانه هم لوېدلی دی. پرون مبارزه ډېره اسانه وه، ځکه چي دښمن معلوم وو. فکر کوم، د پښتنو په تاريخ کي به باچاخان لومړنی قامي مشر وو، چي پښتنو ته يې خپل دښمن په ډېر څرګند ډول په ګوته کړ. ځکه نو هغه وخت په تحريک او سياست کي د جذبې او قربان...
07.10.2009
- Khan Zaman Kakar
تر دې د جبر انتها وایه څه نوره کېږي
چي مو د ژوند پېژندګلو د بم له شوره کېږي
...