لکه برېښنا ناڅاپه ښکار د حوادثو شمه
د ورک منزل په لورې لار د حوادثو شمه

له حوادثو زېږېدلی حوادث زېږوم
کله بچی شم کله پلار د حوادثو شمه

خلک کوي د سپینو خولو او شنو خالو غلامي
زه په دې ټول وطن  کي یار د حوادثو شمه

له ډېره وخته په خوبو کي زنځیرونه وینم
دا ډېر کلونه چي سنګسار د حوادثو شمه
 

لکه  مجنون شم د جنون په زولنو کي مسکی

لکه د مینې ګرېوان تار د حوادثو شمه

    ........................................................................