نه  به  یې خط  لولم  او  نه  به  یې  سلام   اخلم

اوس   له    جانانه   د   کلونو   انتقام   اخلم

 

له سپورو شونډو یې د زوړ نظام توبې شوکوم

زه په  اولس کوم  مستي  ورباندي  جام  اخلم

 

د  بابا  توره  یې  بابا  ته  مبارک  شه خو زه

د  ژوند  په نوې لار  د نوي  فکر  ګام  اخلم

 

ماته مي خپل رهبر پرون ډېر په تاکید وویل

چي نور به نوم په درناوي د انکل سام اخلم

 

باور په چا نه کړم، په غوړو ژبو نه تېروځم

په دې دوه مخو کي مي هر قدم په پام اخلم