نه غاټول ګل کړي، نه سُرخي مو په غوټۍ کي راوړي

سپرلی  چي  راشي  نو بمونه  په ځولۍ  کي  راوړي

 

موږ شل  کلن   په دې نظام  کي سل  کلن  وختو

موږ  له مُلا  زاړه  خیالونه  په ځوانۍ کي راوړي

 

تل  پېرنګیانو ته  بربنډې  سپکې  سپورې وایي

خو تل ډالرې ترې جومات ته په پګړۍ کي راوړي

 

زما  منصور  زما  نجیب  راله  په دار ځوړند کړي

ما  له  فتوا  د  پنجابیانو  په رسۍ  کي  راوړي

 

زما  قاتل  د هغه  خپل  دی،  یارانه  یې  پالي

پښتونستان  راله  د  بل  په  نوکرۍ کي راوړي

 

دا د بادار،   دا د دربار   وظیفه  خور   ښاغلي

دا تل ایمان په ځنکدن کي، په سلګۍ کي راوړي

.......................................