بې خوبي د دماغ د نوو خُلیو د جوړېدلو په لار کي خنډ

 

یوه تازه څېړنه وایي چي دبې خوبۍ له کبله د دماغ د نوو خُلیو جوړېدل درېږي. د فرفسټن پوهنتون یوه ټیم پر موږکانو د تحقیق په ترس کي ثابته کړې ده، چي د بې خوبې له کبله د دماغ هیپوکمپس نومي هغه برخه اغېزمنه کېږي، کومه چي د يادښت د خوندي کولو کار تر سره کوي. يو برطانوي ماهر وایي چي موږ اوس په دې پوهېدل غواړو، چي داسې يوازې د بې خوبۍ له کبله کېږي او که د لږ ویدېدلو هم داسې پایلې وي.  د تحقیق له مخې موږکان ۷۲ ساعته ویښ وساتل شول. بیا پر دې موږکانو له تحقیق نه ثابته شوه چي د هغوی د دماغ د خُلیو جوړېدل بند شوي دي. ډاکټران وايي چي دا حقیقت پر انسانانو هم لاګو کېدی شي او په دې لړ کي تحقیق دوام لري.                     

               

............................................................................................................

 

 

مصنوعي انساني دماغ، په لسو کلونو کي        

 

یوه نوموتې ساینسدان دعوه کړې ده چي په رارونو لسوکلونو کي دننه یو بشپړ، فعال مصنوعي انساني دماغ تیارېدی شي.                                                                                      

د بلیو برېن پروجیکټ ډایریکټر هینري مارکرم د موږک د دماغ د عناصرو په مرسته د یو انساني دماغ خاکه جوړه کړې ده.                                                                                                              

هغه په اوکسفرډ کي یو کنفرانس ته وویل چي د مصنوعي انساني دماغ په مرسته د دماغي ناروغیو د درملنې په پلټلو کي په ځانګړې توګه ګټه اخیستل کېدی شي. هغه وویل چي په نړۍ کي لږ و زیات دوه بلینه خلک په یو نه يو ډول د کومې دماغي ناروغۍ سره مخ دي.                                  

هغه ویل " اوس انساني دماغ جوړول کوم ناممکن کار نه دی، موږ به په راروانو لسو کلونو کي دا کار وکړو".          

بلیو برېن  پروجیکټ په دوه زره پنځم کال کي پېل کړل شو چي موخه یې د لیبارټري ډېټا په مرسته دماغ جوړول وو.                                                                                                                    

            

هینري مارکرم وویل چي د دماغ له موږک نه تر انسان پورې سفر یوه کامیابه ارتقاء وه او که تاسو د نور زیات پوهاوي لپاره داد اجزاوو په  تناظر کي وګورﺉ نو له موږک نه د انساني دماغ په سفر کي د  زرګونو کلونو پراختیا ده او دا ارتقایي سفر درېدلی نه دی بلکې دوام لري. دا په ډېري چټکۍ سره مخ په وړاندي روان دی.            

له دې پروجیکټ سره د لکونو عصبي خلیو نه جوړ یو سوفټ وېر ماډل دی. چي پکي هره عصبي خلیه د بلې نه بېله ښکاري. که څه هم هره خُلیه خپل یو بېل شناخت لري. پروجیکټ ټیم داسې فکر کوي، چي له دې سربېره هم په بېلابېلو دماغونو کي څو ورته او مشترکه نمونې وي.                  هینري مارکرم وایي چي د مصنوعي دماغ په جوړولو کي د یوې عصبي خُلیې د ضروري حساب کولو لپاره یو لېپ ټاپ په کار دی.ځکه نو ددې کار لپاره آيي بي ایم بلیو جین مشین کارول کېږي، کوم چي لس زره پروسیسرز لري.                                                                                                                       

 .....................................................................................................

 

د د ماغ له کېنسر سره تړلي جینز وموندل شو

 

کېنسر له مهلکو او خطرناکو ناروغیو دی. او د دماغ کېنسر Glioblastoma  خو بېخي خطرناکه شمېرل کېږي. یوې اوسنۍ څېړنې څرګنده کړې ده، چي د دماغ له دې کېنسر سره په مخامخو ناروغانو کي د جینز یو داسي نېټ ورک موجود وي، چي د ټیومر د ختمولو وړتیا نه لري. کار پوهان وايي چي دا موندنه د کېنسر ددې ډول په غوره درملنه او د اوږده عمر لپاره ګټوره ثابتېدای شي.

................................................................................

 

د ياداښت د خرابۍ درملنه د ماهي تېل کولی شي

 

په لوی عمر کي د ياداښت خرابېدل که څه هم یو فطري عمل دی. خو کار پوهان وایي چي په خپلو خوړو کي د ماهي د تېل په ګډولو سره د یاداښت د خرابۍ عمل سوکه کېدای شي او د هغوی ياداښت بېرته درې کاله مخکیني حالت ته ستنېدای شي.                      

د ټیلي ګراف د یو راپور له مخې د کارپوهانو له یوې څېړنې معلومه شوې ده چي د اومېګا تهري سپلیمنټ په کارولو سره هغو خلکو ته ډېره ګټه رسېدلې ده، د کومو یاداښت او د زدکړې وړتیا چي د عمر د زیاتوالي له کبله زیانمنه شوې وه.

کارپوهانو پر ۴۸۵ رضاکارانو د مایي د تېل په ازمویلو سره په دې تېلو کي د ډي ایچ اې نومي یوه مرکب د اغېزو جاج واخیستو. هغوی معلومه کړه چي د هم دې مرکب په سوب د هغوي په ياداښت او نورو دماغي صلاحیتونو کي څرګنده اضافه شوې ده.

ددې څېړنې لپاره چي د کومو خلکو انتخاب وشو، د هغوی اوسط عمرونه ۷۰  کاله وه.  له څېړنې څرګنده شوې ده چي هره ورځ د ماهي د تېلو ۹۰۰ ملي ګرامو کیپسول په خوړلو سره د هغوي په یاداښت کي دومره بهتري راغلې ده لکه هغوي چي په خپل عمر کي درې کاله په شا تللي وي.

....................................................................................................راټولونه او ژباړه؛ خان زمان کاکړ