پړاؤ  د ځان وژني دی، څېرې په وینو ښکاري

د اوښکو د تصویر کرښې مو سرې په وینو ښکاري

 

ترڅو به مو فکرونه د بارودو بنديوان وي

تر څو  به مو  انداز  د ترانې په  وينو  ښکاري

 

لفظونو مو عادت د سپينو خُلو نه دی اخستی

زموږ  ادبپارې  او افسانې په وینو ښکاري

 

چي څو مو ترې استاد د فرشتو شړلی نه وي

مقتل  د اریانا  به تر هغې په وينو ښکاري

 

زموږ د لښکرونو د وطن سرنوشت جنګ دی

ديوال مو خونړی دی، استانې په وينو ښکاري

 

بحران د قيادت دی که فقدان د کشرانو

مخونه بدل شوي، نظریې په وينو ښکاري

.........................................................................................................