مُلا  به  ځي  مُلا  به  خود  زياته له  ښاره  باسي

د ساينس په زور چي و اسمان ته خلک لاره باسي

 

تخت او معبد سره بېلېږي، انسان سترګې کوي

دا  د  جومات  چڼي  به  نور  له  اقتداره  باسي

 

چي  شم  يوازې ته  څلور  کونجه دنيا شې راته

ستا  د  يادونو  تنهايي  مي  له  روزګاره باسي

 

ما مي په سپينه ورځ د خپل کورګي تالان ليدلی

اوس  مي په  سپينه ورځ کي مړي له مزاره باسي

 

دوي  له  چتراله  تر  بولانه  پښتانه  يو  کوي

ما  له  چتراله  تر  بولانه  بې  اختياره  باسي

.................................................