طالب راځي، جام ماتوي، اور لګوي په شراب

راشه  چي  اوس  لا لمبوو  ماځيګري  په شراب

 

موږ  له  توبو  سره  يوه  شېبه  پخلا  هم  نه  شو

موږ دي تمام عمر مينځلي خپل زړګي په شراب

 

راشه  چي  ځو  غاړه  په  غاړه  د  نوروز په سهار

راشه  چي  ولمانځو  جانانه  پسرلي  په  شراب

 

دوي د هغه جهان شراب غواړي، شېخان خلک دي

موږ  تېرو  په  دې  جهان  کي  زندګي  په  شراب

 

هغه  وخت  تېر  شو،  چي  ګودر کافر کافر وو پکي

اوس  په  کابل  کي  ډکوي  نجوني منګي په شراب

...........................................................