خدایزده که بیا مو قافلې د ژوند په لار وختې

فنکار توبه وکړه،  سندرې مو په دار وختې 

 

پام چي په بم مي د رحمان غوندي ونه نازوﺉ

که   مي ناڅاپه   د خوبونو   په مزار وختې 

 

هغه  د تورو شپو د تور  طوفان زړې  خبرې

هغه  خبرې مو په کار راغلې، د کار وختې

 

دادي ګلونه کړي، لاهور په خوشبویي مستوي

چا وې چي ختم شولو، جرړې د کوکنار وختې

 

تخت که زموږ دی، خو د بخت واک مو ځانمرګو وړﺉ

زموږ د واک شېبې په واک کي د بمبار وختې

 

قتل شو ورک شو د ګل څانګو د غوټیو امېد

وروستۍ سلګۍ مو په وطن کي د چنار وختې