یو جانانه، یو سندریز او یو ژوندی ماځیګر
څنګه زر تېر شو لېونیه! لیونی ماځیګر
ما دي بلا زړونه ګټلي ماځیګر ماځیګر
ما په دې چم کي هم بایللی دی زړګی ماځیګر
د یو پۍ مخي علامت مي دی ګنلی ځان ته
ما ته تر ټوله دنیا ښکلی دی په خدای ماځیګر
رنګ یې الوتی، د بارودو بدبویي ترې خېژي
چا په زړګي باندي ویشتلی دی زیړی ماځیګر
ګودر بې شوره دی، د زاڼو کتارونه نشته
د جنګ به خوله کي کړي ارام ارام زګېروی ماځیګر
د وچو پاڼو شور د نوي سبا زېری راوړي
څانګې به ګل شي، بیا به ووینو سپرلی ماځیګر
٭٭٭٭٭
14.07.2009
- Khan Zaman Kakar
ددې وطن ښایستې میني په پېسو لګوياور دي پرې ولګي چي اور مو په جذبو لګوي
زموږ د میني مخنیوی به بدخواهان ونه کړياخر به ستړي شي تورونه به تر څو لګوي
اوس د نیکریزو سوداګر زم...
16.07.2009
- Khan Zaman Kakar
دا وخت که موږ په دقیق نظر د نړیوالي سیاسي منظرنامې جاج واخلو نو دیو ژور ابهام، تضاد اوتصادم نه سیوا به بل څه په نظر رانه شي. سیاسي جنګونو خپلي پېژندل شوي څېرې بدلي کړي دي او په ډېر لنډ مهال کي د سیاسي وارونو مختلفي مرحلې مخې ته راځي. ټوله دنیا دیوې مخصوصي طبقې ملکیت جوړ شوی دی. په تېره بیا د پاکستان غوندي استعمار نواز ملکونه خو د غیر فطري سرګرمیو ځالي دي.په پردیو خېراتونو ژوند تېرول یو محال کار دی. په فریاد او قرارداد د حق غوښتني مرحله خپل...