ددې وطن ښایستې میني په پېسو لګوي
اور دي پرې ولګي چي اور مو په جذبو لګوي
زموږ د میني مخنیوی به بدخواهان ونه کړي
اخر به ستړي شي تورونه به تر څو لګوي
اوس د نیکریزو سوداګر زموږ له کلي وځي
اوس په اختر کي پېغلي ویني پر لاسو لګوي
داسي به نه باسي له یاده دغه توري خاوري
کله چکر به جانان هم ددې کوڅو لګوي
نهرنهر مونځ ګذاران یې ټول له لوږي مړه شول
خو دولتونه زرداران پر جوماتو لګوي
ددغه ښار پېغلو په تشو سینو پرېښوولو
ددغه ښار پېغلي ډاکې راله په زړو لګوي
....................................................
13.07.2009
- Khan Zaman Kakar
د پارلیماني او ملي سیاست تر منځ د توپیر کرښه راکښل په څرګنده دې نکتې ته اشاره ده، چي په پارلیمان کي ملي رویې او روحیې نه شي پالل کېدای او یا پارلیمان د ملي مسایلو په هوارېدو او ملي هدافو ته په رسېدو کي کومه مثبته پایله نه شي ورکولی. دا د پارلیماني او ملي سیاست موضوع چي په غلامو قامونو پورې اړوند شي نو د سوچ او فکر یو ډېر پېچیده او کشیده صورتحال راپېدا شي، ځکه چي په پارلیمان کي پر حقونو خبره کېږي خو پارلیمان د غلام د حق تعین نه شي کو...
15.07.2009
- Khan Zaman Kakar
یو جانانه، یو سندریز او یو ژوندی ماځیګر
څنګه زر تېر شو لېونیه...