دوي مي د ټول قام وارثان دي، د دوي  حق  به  منو

خو  بس  د  ذهن  غلامان دي، د دوي  حق به  منو

 

دوي د قام سترګي دي، د قام په سترګو ګوتې منډي

دوي  دانشور  دي،  اديبان دي،  د دوي  حق به منو

 

دوی پګړۍ نه تړي، د مارکس بابا کتاب هم وايي

دوي  ږير خرېيلي  مُلايان دي، د دوي حق به منو

 

دوي د اورنګ نوکري کړي، هم جايزې ترې اخلي

هم د خوشحال بابا لمسان دي، د دوي حق به منو

 

بلا  واړه  خلک،  بلا   اوږده   اوږده   نومونه

په  کاغذونو  کي  لويان دي،  د دوی حق به منو

 

دوي که واړه دي په کردار خو په قامت اوچت دي

دوي مي بې شکه مشران دي، د دوی حق به منو

 

دوي وايي دا هلک ګستاخ دی، مشران نه پرېږدي

په ما د زړه له کومې ګران دي، د دوی حق به منو

 

دوي  د  پښتو  د  يو  يو  ټکي  اُجرتونه  اخلي

دوي د خدمت په لار روان دي، د دوي حق به منو

 

چي د رښتيا ډګر ته راشي د خپل ځان منکر شي

خو  د  شعرونو  اتلان دي،  د دوي  حق  به منو

........................................................