چي پېدا شوی یم یو شور اورمه
یو څه خو شته، یو څه خو کېږي ضرور
چي په هر تن کي اضطراب پروت دی
چي مي په ټول وطن کي جنګ خور دی
څوک یې جهاد، څوک یې فساد بولي
څوک دي له خپلو نه خېرونه غواړي
څوک له پردیو شکرانې ټولوي
هر څوک مصروف دی په نړاند کلي کي
یو واي چي زوړ ورنړول پکار دی
بل واي چي نوی زړول پکار دی
موږ د زړښت او د نوښت تر منځه
موږ د تخریب او دتعمیر پر پوله
موږ د دوزخ او د جنت په منځ کي
څه بې اختیاره بې قراره ولاړ
څه بې منزله په دې لاره ولاړ
د چا په تمه باندي شپې تېرو
16.07.2009
- Khan Zaman Kakar
دا وخت که موږ په دقیق نظر د نړیوالي سیاسي منظرنامې جاج واخلو نو دیو ژور ابهام، تضاد اوتصادم نه سیوا به بل څه په نظر رانه شي. سیاسي جنګونو خپلي پېژندل شوي څېرې بدلي کړي دي او په ډېر لنډ مهال کي د سیاسي وارونو مختلفي مرحلې مخې ته راځي. ټوله دنیا دیوې مخصوصي طبقې ملکیت جوړ شوی دی. په تېره بیا د پاکستان غوندي استعمار نواز ملکونه خو د غیر فطري سرګرمیو ځالي دي.په پردیو خېراتونو ژوند تېرول یو محال کار دی. په فریاد او قرارداد د حق غوښتني مرحله خپل...
18.07.2009
- Khan Zaman Kakar
تور محتسب دي پر مخو باندې پردې غوړوي
قاضي دي نه پرېږدي د نجونو اتڼونه دلته
د پښتون تور رواج دي لارې د ګودر بندوي&nbs...