روانې چارې او بېلابېل


د بشر د حقونو څار ادارې پاپوا نیوګینیا کې د بندي کډوالو په اړه اندیښنې څرګند کړي

د بخښنې نړیوال سازمان او د بشر د حقونو څار ادارې د پاپوا نیوګینیا په بومانا مهاجرت توقیف خونې کې د بندي کډوالو او پناه غوښتونکو د ژوند په هکله جدي اندیښنې څرګندې کړي او د هغوی د مخ په خرابیدونکي روغتیا په اړه یې خبرداری ورکړی. د بومانا مهاجرت توقیف خونه چې د پاپوا نیوګینیا هیواد په پلازمینه پورت موریسبي کې موقعیت لري، د استرالیا د حکومت لخوا یې مالي ملاتړ کیږي. په دغه توقیف خونه کې د استرالیا د حکومت لخوا د سمندري مهاجرت مرکزونو، مانوس او نایرو یو شمیر رد شوي کډوال او پناه غوښتونکي سا

23.11.2019 خوشحال صافی

د افغانستان او چین خصوصي سکتورونو تر منځ د جلغوزیو د صادراتو تړون لاسلیک شو

دوه عشاریه دوه ملیارده ډالرو په ارزښت د افغانستان او چین خصوصي سکتورونو تر منځ د جلغوزیو د صادراتو تړون لاسلیک شو نېټه: ۲۱ نومبر ۲۰۱۹ م راپورونه ښيي چې د افغانستان او چین تر منځ اړیکو د افغان – چین هوايي دهلیز له پرانېستې وروسته پراختیا موندلې او په دې لړ کې د چین او افغانستان تر منځ سوداګریزې اړیکې یو مهم پړاو ته رسیدلي او د وچې میوې د صاداراتو په برخه کې یو مهم تړون لاسلیک شوی دی. دا تړون د افغانستان د اسلامي جمهوريت د چارو ادارې لوی ریاست په همغږۍ د تجارت او صنایعو

23.11.2019 احسان الله حیات

د جګړې په وړاندې مبارزه

له ډېرو کلونو راهيسې افغان ولس کوښښ کوي له روانې جګړې څخه په خپله خاوره او کورنۍ کې ځان خلاص کړي ، غواړي خپل کار او روان سياستونه په ښه توګه مخ په وړاندې بوزي ولې جګړه او جګړه مارې ډلې د دې چانس په لاس نه ورکوي چې دغه پرمختګ دې په ښه توګه مخ په وړاندې لاړ شي ځکه چې د دې برياليتوب په رامنځ ته کولو سره بيا څرګنده خبره ده د دې خلکو ګټې له خطر سره مخ کېږي نو همدغه علت دی چې په ملک کې سياسي چارواکو اور بل کړی او خپلې ګټې په نتيجه کې خوندي کړې دي. له کوم وخت څخه چې افغان ولس په جګړه کې ښکېل پ

21.11.2019 اېمل افغان

په اولس ملنډې

د اولسمشری څوکۍ د پاره ځینو نوماندانو او د هغوی ټیمونو چې د فاسدو کړیو له خوا یې ملاتړ کیږي په هیواد انډوخر جوړ کړی او هره ورځ په غیر مستقیمه توګه د افغانستان خلکو ته ګواښونه کوي چې ګویا بحران به ر امنځته او هیواد به د ستر ناورین سره مخامخ شي که چیرې د دوی غوښتنې و نه منل شي. دا نوماندان د هغو فاسدو او جنایتکارو کړیو د ملاتړ څخه برخمن دي کومې چې د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو ،د ایف شپاړس الوتکو او د ډالرو د بوجیو ، همدارنګه د لویدیز ، د ایران او پنجاپستان د ګډ ناوړه پلان له

20.11.2019 احمدجان تڼی

د امریکا په دریځ کې د بدلون اړتیا

د امریکا په دریځ کې د بدلون اړتیا امریکا په افغانستان کې د جنګېدونکو طالبانو او نورو ترهګرو په وړاندې چې پاکستان کې د روزنې او پالنې خوندي مرکزونه لري، زیات فرصتونه له لاسه ورکړی. که نه شو ویلای چې دا ټول فرصتونه دې له یوې مخې او په لویلاس ضایع شوي وي، خو دې کې هم شک نشته چې ځینې یې ساده تېروتنه نه شو شمېرلی، بلکې ډېر يې په خبرتیا او پلان له لاسه تللي او وضعه يې تر دې بریده پیچلې او کړکېچن کړې ده. په دې برخه کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو په تړاو د امریکا چوپتیا او اغماز د پوښتنې او ک

17.11.2019 سرلوڅ مرادزی

استرالیا د افغان پناه غوښتونکي د جسد په لیږدولو کې له مرستې ډډه کړې

استرالیا کې د کډوالو پلویان وایي هغه افغان پناه غوښتونکی چې د استرالیا د مانوس ټاپو له کډوالۍ کمپ څخه اسټراليا ته درملنې لپاره لیږدول شوی وه او هلته یې د رواني ناروغۍ له امله ځانوژنه وکړه، تراوسه یې جسد افغانستان ته نه دې لیږدول شوې. د کډوالو پلویان وايي، د استرالیا حکومت افغانستان ته د دغه افغان پناه غوښتونکي د جسد د انتقالولو لپاره د ۱۵ زرو ډالرو د لګښت له ورکولو انکار کړی. دغه افغان کډوال سعيد ميرويس روحاني نوميده او دوه کاله وړاندې د رواني ناروغۍ له امله له مانوس ټاپو څخه

16.11.2019 خوشحال صافی

له جګړو بې ځایه شوي کډوال او په وړاندې یې د پرمختللو هیوادونو دريځ

استرالیا کې د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د یوې خیریه ټولنې مشره صبرین فاروقي وايي، د پناه غوښتونکو سره د استرالیا د حکومت لخوا د خواخوږۍ نه ښودل او د هغوی د ستونزو په هکله د چارواکو بې غورې د دې لامل شوې چې دغه هیواد کې د ډیری پناه غوښتونکو ذهني روغتیا ته زیان ورسیږي او له امله یې هغوی ځانوژنې ته لاس واچوي. آغلې فاروقي په یوه لیکنه کې چې د استرالیا د انډیپنډنټ ورځپاڼې لخوا خپره شوې، لیکلي، «ډیره موده نه کیږي چې یو وخت استرالیا او نور ورته غربي هیوادونه د پناه غوښتونکو او هغو وګړو پ

16.11.2019 خوشحال صافی

د ټاکنو د پایلې ستونځې او د پردیو ګټې

د هرې امپراتورۍ او د وخت د زبرځواکونو همدا لوښه او کړنلاره ده چې په هر هېواد یرغل وکړي، د انډوخر سربېره له همدې هېواد څخه داسې کسان په واک راولي چې خپل ملت همدې بهرنیو سړېخورو ته په خپله څملوي او د خپل هېواد په هره کوڅه کې د وینو ویالې وبهوي۔ په تېرو پنځوسو کلونو کې چې افغانستان د غښتلیو ځواکونو تر یرغل لاندې راغلی، د روانې ګډوډۍ تر څنګ هر کور لږه تر لږه خپل دوه وګړي له لاسه ورکړي دي۔ تر انساني بدمرغۍ ورهاخوا، زموږ هېواد دومره ناخوالې ولیدې چې د نړۍ هېڅ هېواد به هم نه وي تجربه کړې۔ له بده مرغ

16.11.2019 محمدکریم نور

منطق مجوس

 شهرت پدیده ی ستیزه گر مجوس، بیشتر از زمانی تاریخی شده است که با آیین شکوهمند اسلامی، مواجه می شود. در تاریخ منطقه ی ما، دودمانی به نام سامانی معروف است. سامانیان در واقع نخستین طیف دهقانانی بودند که با فتور خلافت اسلامی، به قدرت رسیدند؛ هرچند این حکومت دیر نپایید و توسط غلامان زرخرید خودشان یا غزنویان، دوباره به کار د

14.11.2019 مصطفی عمرزی

د تاریخ په حساسو شيبو کې د سياستوالو مسئوليت

زمونږ ولس تير ځل د ولسمشريزو ټاکنو په هکله د هغوى په ووټونو باندې د معاملې له امله په ټاکنو او د دغه بهیر په اغيزمنتوب بې باوره شوي وه. په ټاکنيزو ليستونو کې د نوم د اندراج، بائيو ميټريک ماشينونو او د سټيکر ستونځو شتون درلود او همدغه لامل وه چې د تيرو پارلماني ټاکنو په پرتله په اوسنیو ټاکنو کې د خلکو د ګډون د کچې له ښکته والي سره سره د تقلب او درغلئ کچه هم ښکته وه. د وسلوالو مخالفینو لخوا د انتخاباتو او انتخاباتي مبارزې د سبوتاژ کولو ګواښونو پخوا هم شتون درلوده ، خو داځل ددغه ګواښ کچه ل

13.11.2019 عبدالوحيد وحيد

د طالبانو پاشل کېدو پاکستان هم وارخطا کړی

هغه وخت تللی دی چې ملاعمر به په یو فرمان ټول وسله وال طالبان او جنګیالي کنټرولول. د هغه له مرګ وروسته د شخصي غرضونو او د پاکستان د استخباراتو د لاسوهنو له برکته طالبان دا مهال په ډلو او ټپلو وېشل شوې دي، د دوی مخالفتونه فکري او ایډيالوژیک نه ديو بلکې شخصي، مطلبي او غرضي دي. د دوی مخالفت او پاشل کېدل د دوی د امتیاز طلبۍ او ګټو له امله دي. په دې وروست

12.11.2019 عبدالکریم مرام

د ښاغلي حکمتیار ګلمرجاني منطق

دا به په خپل ذات کې نه یوازې ستره ناپوهي وي، بلکې لویه سپین سترګي به هم وي که څوک په حکمتیار د "بې عقل" ټاپه ووهي، ځکه چې ناپوه نه دی۔ خو د اوسنیو ویناوو، غوښتنو او سیاسي دریځ بر بنسټ یې سړی کولای شي چې د ده، په ځانګړې توګه د ده د حزب د پړي سر پیدا کړي چی له چا سره دی او چا خپلو سندرو ته پرته له ډول څخه په اټن راوستلی دی۔ ښاغلی حکمتیار چې له کوم وخت راهیسې کابل ته راغلی دی، ټول ولس هره ورځ د ده د اړوپېچ (ضد او نقیض) خبرو شاهد دی۔ د ده ځینې ویناوې او کړه وړه هرګور سړي ته هم خندا ورولي او هم یې

11.11.2019 محمدکریم نور

ادارۀ ثبت و بررسی دارایی‌ها چه می‌کند؟

در ماده ۱۵۴ قانون اساسی افغانستان آمده است: «دارايــــي رئيس جمهور، معاونين رئيس جمهور، وزرا، اعضاي ستره‌محکمه و لوي څارنـوال قبل و بعد از دورۀ خدمت،‌ توسط ارگاني که در قانون تعيين مي‌گردد، ثبت، رسيدگي و نشر مي‌شود.» این قانون حکومت را مکلف ساخته است که برای جلوگیری از حیف‌و‌میل دارایی‌های عامه، ترویج فرهنگ امانت‌داری، شفافیت و حساب‌دهی و حاکمیت قانون اداره‌ای را ایجاد کند که توسط آن بتواند دارایی‌های مقامات دولتی را اشا

11.11.2019 نویسنده: مشبر احمد صفا رزمنده

پانی‌پت،تهاجم یا افتخار!

پانی‌پت،افتخاریاهم تهاجم! نوشته‌ی از : منصور سیار نبرد پر افتخار احمدشاه ابدالی شاه افغانستان یک‌بار دیگر، اما این بار از دریچه‌ی هنر سر و صدا بلند کرد. فیلم پانی پت فیلمی که هنوز روی پرده سینما نه‌رفته، فقط با آوازه های خود در افغانستان غوغا برپا کرده است. در این فیلم نبرد پانی‌پت احمد شاه ابدالی یکی از شاهان تاریخی افغانستان را روایت کرده اند، اما چرا غوغا برپا کرده است؟ سر و صدا های از جای آغاز می شود که افغان‌ها هراس د

10.11.2019 منصور سیار

غني؛ د غني افغانستان اړتیا

افغانستان هغه هېواد دی، چې د ویاړلي تاریخ ترڅنګ ولسي تېروتنې هم په خپلو زرینو پاڼو کې لري. ولس مو له حکومتونو ننګه کړې، خو په یوه حساس پړاو کې بیا داسې تېر وتلی یا تېر ایستل شوی، چې ماته ملا یې بیا کلونه، کلونه سمه شوې نده او خبرو افسوس و ارمان ته تللې ده. اوسمهال هم افغانستان په ډېرو سختو او حساسو شرایطو کې راګیر دی؛ تېر تاریخ او اوسنیو شرایطو ته په کتو سره ویلی شو، چې په کار ده، له خوبه ر

09.11.2019 خوشحالآصفي

سریلانکا څخه لا هم تامیل وګړي د پناه اخیستلو لپاره بهر هیوادونو ته ځي

د تیرې دوشنبې په ورځ استرالیا ته تلونکي ۱۳ مشکوک تامیل کډوال سریلانکا کې ونیول شول. سریلانکايي چارواکو په یوه چاپه کې هغه ۱۳ تنه تامیل کډوال نیولي چې پرې شک کیده په یوه کښتۍ کې استرالیا ته د پناه اخیستلو لپاره تلل. دغه کسان چې ۱۱ نارینه او دوه ښځې او عمرونه یې د ۲۱ او ۴۴ کلونو ترمنځ ښودل شوي د سریلانکايي چارواکو لخوا په غربي ساحلي ښارګوټي (چیلاو) کې نیول شوي. د چیلاو ښارګوټي د پولیسو د پلټنو مشر، سینارټني ادرسینګ، یوې ورځپاڼې ته ویلي چې دغه کسان یې له لنډ ټوقیف وروسته

09.11.2019 خوشحال صافی

استرالیا د پناه غوښتونکو د خوشې کولو په اړه د ملګرو ملتونو غوښتنه رد کړې

د آسټرالیا حکومت د ملګرو ملتونو هغه غوښتنه رد کړې چې د استرالیا د کرسمس ټاپو له توقیف خونې د یو تامیل پناه غوښتونکې کورنۍ د خوشې کولو په اړه یې یوه میاشت وړاندې له یاد حکومته کړې وه. یاده څلور کسيزه کورنۍ له تیرو دوو میاشتو راهیسې د کرسمس ټاپو په توقیف ځای کې ساتل کیږي، پداسې حال کې چې استرالیا کې د پاتې کیدو لپاره د دوی مبارزه لا هم د محکمې وروستۍ پریکړې ته په تمه ده. د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو کمیټې تیره میاشت د د اکتوبر په لومړۍ نیټه په یوه لیک کې چې د یادې تامیل کورنۍ مد

09.11.2019 خوشحال صافی

عبدالله عبدالله د هر مثبث ګام په وړاندې خنډ

عبدالله عبدالله د هر مثبت ګام په وړاندې خنډ شیطاني مثلث عبدالله عبدالله چې د نظارشورا او اسلامي جمعیت په سیکټاریستي او اخوانۍ روزنیزه او جګړه یزه مدرسه کې لوی اوروزل شوی، هېواد او سیمه کې د پېښو په وړاندې د همدغې مدرسې له لیدلوري دریځ نیسي او د څو لسیزو وروستني حالات هم په ۹۰ یمه لسیزه کې د اسلامي جمعیت او نظارشورا د مطلقه او انحصاري واکمنۍ له عینکو ویني. دا مهال، نه ۹۰ لسیزه ده او نه په کور دننه او بهرني حالات هغه څه ته ورته دي چې عبدالله عبدالله يې په چاپېریال کې لوی شوی ا

06.11.2019 سرلوڅ مرادزی

مخابراتي شبکی د ریل ټایم لس فیصده مالیاتي سیستم له وصل کیدو څخه سرغړونه کوي

د مخابراتو لس فیصده مالیه سیستم ریل ټایم (RTDMS) یو جنجالي پروژه وه چه بلاخره یوه اندازه فعاله شوه. ددغي پروژي تخنیکي مشخصات او چارې زما په وخت کی تکمیل شول، د تدارکاتو چارې یی د محترم اریوبي صاحب په وخت کې تکمیل شول او د انستالیشن او تطبیق چارې یي د محترم هاشمي صاحب په وخت کی تکمیل شول. دغه د ریل ټایم پروژه په حقیقت کی یوازی د لس فیصده مالیه ټولولو پروژه نه ده، بلکه ریوینیو اشورنس او کوالیټي آف سرویس پکې هم شامل دي. مخابراتي او انټرنیتې شرکتونه ددغي پروژی په مقابل کې

04.11.2019 انجنیر سید احمد شاه سادات

انتقاد ناقص

هیچگاه به پدیده ی «ناقص العقل»، باور نداشته و ندارم؛ زیرا اگر از اختلال های مادرزادی و عوارضی که باعث آسیب فزیکی می شوند بگذریم، جنسیت انسان در زن و مرد، کامل آفریده شده است. تحریف دین و استفاده ی سوء از آن، گاه باور هایی را تعمیم می دهد که با هیچ عقل و منطقی

03.11.2019 مصطفی عمرزی

د ولسمشر اشرف غني ۵ کلن حکومت: بریاوې او نیمګړتیاوې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې له ېوې نړیوالې رسنۍ سره د خبرو پر مهال اعلان وکړ چې د راتلونکي کال په ولسمشریزو ټاکنو کې به یو ځل بیا نوماند وي د نوموړي د حکومت کابو پنځه کلنه دوره له پیل راهیسې له ډېرو لوړو ژورو سره مخ وه. ښاغلي غني په خپله لومړۍ کاري دوره کې ځینې مهم لاسته رواړنې درلودې، خو په حکومت کې یې نیمګړتیاوې هم کمې نه وې ولسمشر غني داسې مهال په افغانستان کې واک ترلاسه کړ چې نړیوالو ځواکونو څخه د امنیتي مسولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته لېږدول شوي وو. په افغانستان ک

03.11.2019 حکمت الله (یوسفزي)

استرالیا د مهارت لرونکو کډوالو لپاره د ویزو شمیر زیات کړی

د استرالیا حکومت تیره شنبه ورځ د (اکتوبر ۲۷مه) وویل چې د هغو مهارت لرونکو بهرنیو مهارت لرونکو کارګرانو لپاره د ویزو شمیر زیاتوي چې غواړي د لویو ښارونو د باندې کار او استوګنه وکړي. دغه حکومت وايي دې سره غواړي په لویو ښارونو لکه ملبورن، سيډني او بریسبن کې د نفوس زیاتوالی قابو کړي او په دغو ښارونو باندې فشار راکم کړي ځکه د نورو ښارونو په پرتله یې نفوس دوه برابره وده کړې. د لومړي وزیر سکاټ موريسن د دفتر لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې حکومت د خپل سیمه ایز مهاجرت پروګرام

02.11.2019 خوشحال صافی

د سولې هڅې باید د افغان دولت پر محور متمرکز وي

د سولې هڅې باید د افغان دولت پر محور متمرکز وي د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره باید د هرې ریښتینې هڅې ملاتړ وشي. افغانان هیڅ داسې موخه نه لري چې تر لاسه کولو لپاره یې لسګونه کلونه جګړه وکړي. افغان هېواد د پردیو د ګټو لپاره د نیابتې جګړې په مورچل بدل شوی. سوله د افغان ولس حق دی، ځکه چې جګړه پرې تپل شوې. په دې تپل شوې جګړه کې د افغان ولس هیڅ ګټه او خیر نشته. د سولې هڅې باید ریښتینې وي، که داسې نه وي جګړه نه بندیږي، بلکې په نورو بڼو اوږدیږي او د تېر په توپیر لا پیچلې او سختیږي.

29.10.2019 سرلوڅ مرادزی

د تېرو تېروتنو په تناظر کې د راتلونکو خبرو انځور

دا يو انکار نه منونکئ واقعيت ده چې حکومت او طالبان د سولې د رسيدو په تړاو ستونځې او نيمګړې تګلارې لري, خو د خليلزاد په مشرئ امريکايي لورئ د مرموز، مبهم، دوه مخيز او غولونکي دريز له امله تر نورو خواو زيات د روان ترينګلي حالت پړه په غاړه لري. د ستونځو اساس داده چې سولی ته باید د امتیازاتو اخيستلو او امتیازاتو ورکولو په بنسټ نه، بلکه د ولسي ارمان په سترګه او د ملي ګټو په چوکاټ کې وکتل شي، خو متاسفانه چې دلته د جګړو ټول کورني او بهرني اړخونه په سوله کې امتیازات لټوي. په قطر کې د

29.10.2019 عبدالوحيد وحيد

سمندر کې د ډوبو شوو سلګونو کډوالو قاچاقبر نیول شوې

د استرالیا فیدرال پولیسو هغه عراقی وګړی نیولی چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د ناقانونه کډوالو د هغې کښتۍ په تنظیمولو کې ښکیل وه چې استرالیا ته په لاره سمندر کې ډوبه شوه او له ۳۵۰ زیاتو کسانو پکې ژوند له لاسه ورکړ. په یاده کښتۍ چې د ۲۰۰۱ میلادي کال په اکتوبر میاشت کې یې له اندونیزیا څخه استرالیا ته حرکت کړې وه ۴۲۱ کډوال سپاره ول چې د رپوټونو په حواله ډیری یې افغانان او عراقي وګړي وه. تورن عراقی قاچاقبر چې نوم یې نه دی ښکاره شوې د جمعې په ورځ (اکتوبر اتلسمه) له نیوزیلینډ څخه استرالیا

26.10.2019 خوشحال صافی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more