اول خو دا ادعا په خپله ډېره غلطه او بې اساسه ده چې په افغانستان کې يوازې هزاره‌ګان وژل کيږي او د دوی وژل په قومي او يا مذهبي بنياد دئ .
په افغانستان کې جنګ د قومونو او مذهبونو تر منځ نه پخوا صورت نيولئ دئ او نه اوس شته ، په دې برخه کې هېڅ سند او ثبوت نشته .
دوهم که د ژبې ، قوم او مذهب په لحاظ د قربانيانو محاسبه وشي ، نو ددې انساني تلفاتو او مادي زيانونو ۹۰٪ ضرر پښتنو ته اوښتې ده ، خو تر اوسه په سازماني او تنظيمي شکل ددې قربانيو او تلفاتو عامل بل قوم او مذهب د پښتنو له لوري نه دئ ښودل شوئ او نه د پښتنو او سوني په نامه يې د افغانستان په سياسي -اجتماعي ژوند کې خپل حضور ښودلئ دئ ، بلکې پښتنو د اسلام او افغان ( ديني او ملي ) په نامه خپل غږ او عمل کړئ دئ او د افغانستان په مسايلو کې برخه اخستې ده ، ځکه تر قوم او مذهب اسلاميت او افغانيت ورته تقدم او اولويت لري . همدا شان نور قومونه او مذهبونه د اسلاميت او افغانيت سره هېڅ مشکل نه لري او قومي -ژبني-مذهبي تنوع يې د ملي ژوند د تخريب په ځای د ټولنې د تعمير او ملي ارزښتونو د‌دفاع دپاره په کار اچولي دي . نو د هزاره د جنوسايد او يا عام وژنې ناره نه طبيعي ده او نه حقيقت . بلکې د بهر نه طرح شوې او مديريت شوې پديده ده ، چې د نورو قومونو او مذهبونو په شان د افغاني ټولنې د ماهيتي جوړښت او اصولو سره هېڅ تړاو نه لري .
د هزاره ګانو ، اوزبکانو ، تاجکانو او نورو قومونو د مظلوميت ، ورسره غير عادلانه چلند او په‌دې اخر کې د عاموژتې غرضي او شيطاني نارې له هغه وخته را شروع او پيدا شوې چې يو تعداد قومي -مذهبي تجارانو ئې د خپل بزنس د پاره د پرديو نه د اجورې په اخستلو د قوم او مذهب په نامه تنظيمونه جوړ او د اسلامي -ملي دريځ په عوض يې د قوم او مذهب بيرغ پورته کړ او په يوه مزخرف استدلال سره يې د قوم او مذهب سياسي ، اقتصادي ،کلتوري او امنيتي مشکلات د ملي په ځای قومي معرفي کړل تر څو ددې لارې مالي -شهرتي -قدرتي او شهوتي کاپيتال په لاس راوړي .
بد بختانه امريکايي اشغالکرو د قومي-مذهبي تجارانو او فتنه ګرانو سره پرېمانه مرسته وکړه ، ځکه استعمارګران او اشغالکران د ملتونو د وېشلو او ددې لارې د رام‌ کولو او تسلط لرلو اوږده سابقه او تجربه لري .
د افغانستان دوروستيو څو لسيزو خونړيو جنګونو ارزونه او تحليل دا ثابتوي چې د افغانانو د وژنو ، زخمي کېدلو او مهاجرتونو عاملين بهرنيان او دهغوی اجنټان وو چې په مشخص قوم او مذهب پورې مربوط نه وو ، بلکې د ټولو قومونو او مذهبونو وطنفروشان ، جنايتکاران او خايينان په‌ کې شامل وو ، همدا شان د خارجې اشغالګرو او د هغوی د اجنټانو په مقابل کې مبارزه او مقاومت هم يو ديني -ملي انعکاس وو ، نه د يوه خاص قوم او مذهب .
د افغاني ټولنې د وجود ،ژوند او تاريخ بنسټ او فلسفه د اسلام مقدس دين او ملي ارزښتونه دي چې ټول قومونه او مذهبونه که په اکثريت او يا اقليت کې دي په دي عقيده او فلسفه معتقد او عميق باور لري او په سياسي واک کې د حقونو په تساوي بې له امتيازه خپل ټولنيز ژوند ته دوام ور کوي .
دلته د هر سياسي واک نفع او نقص ټول ملت ته رسیدلې ده او د وطن خير او شر کې يې رول يو شان دئ .
که هزاره‌ګان ، تاجکان او اوزبکان د محقق - خليلي( وحدتي سړيخواره )، شورائې اشرار او ګيلمجمي ځناورو پسې په بې شعورۍ او ړانده تعصب روان شي ، بې له فاجعې او ناورين نه به بله متاع په لاس را نه وړي .
په افغانستان کې روانه تراژيدي ملي ده او ټول ملت په کې سوځي ، نه ځانکړی قوم او مذهب ، همدا شان ددې ناورين نه يوه محدوده او مشخصه ډله نفع وړي چې د ټولو قومونو او مذهبونو لنډغر ، جاسوسان ، قطاع الطريقان ، جنګي مجرمين ، غله ، غاصبان او خايينان په‌ کې د پرديو له لوري راغوڼډکړل شوي دي .
سر خلاص کړئ افغانانو !
د مجرمينو او خايينانو نه د قوم ، مذهب ، ژبې او سمت په اساس ستاينه او دفاع مه کوئ ، په مخونو يې ور تف کړئ ، که خدای ناخواسته د قومي او مذهبي تعصب جنګ شروع شي ، تر ټولو زيات به اقليتونه په کې سکاره شي .
نو ښه ، معقوله ، انساني ، اسلامي او مدني لاره داده چې په اسلامي او ملي محور راټول شئ او د قومي -مذهبي فتنه ګرانو او اشرارو د شيطانت په دام کې بې مانا ، بې قيمته او احمقانه ځانونه راګير نه کړئ او د دوی د شومو هدفونو د پاره بې ځايه ځانونه قرباني نه کړئ .
زما مسؤليت ويل او خبرول وو ، نور يې منل او نه منل ستاسو خوښه ده .

مرګ په قومي -مذهبي اشرارو او ځانګرانو