د افغانستان هايدروپولتيک په هکله د ايران حساسيت!
څو ورځې د مخه چې له کابل څخه راتلم، په موټر کې مې د څنګ ملګرو سره خبرې شروع کړې، پوښتنه مې ترې وکړه چې له کوم ځاى څخه راغلئ؟ نو دوى (درې نفره) وو، ووئيل چې له ايران څخه راغلو، په قاچاقي لارو مو غوښتل چې د ايران له لارې ... همداسې تر اروپا پورې لاړ شو، خو په سرحد کې د ايراني عسکرو لخوا ونيول شوو،
د نيول کېدو سره سم يې راسره سخت چلند پيل کړ، تر دې چې زندان ته يې ورسولو هلته يې هم چلند ډېر سخت وو، وهل، ټکول تر دې چې يوشمېر ملګري يې راته د برق(شاټۍ) په ورکولو هم مجازات کولو، کمه ډوډۍ او هره برخه کې يې راسره سخت دريځي کوله، يو ووئيل ما عسکر ته په ژړا وويل چې مونږ او تاسې خو مسلمانان يو بيا نو ولې دومره سخت چلند راسره کوئ؟
عسکر په قهرجنه مسکا وويل، چې تاسې هغه څوک ياست چې په مونږ مو اوبه بندي کړي تاسې به مونږ له تندې څخه ووژنئ!
همدارنګه د ايرانيانو په خبره چې اوبه اور نه کوي خو افغانستان به له خپلو اوبو څخه اور واخلي!
دا او دې ته ورته خبرې ددې شاهدي ورکوي چې ايران او ولس يې د افغانستان د اوبو د مديريت د روانو پروژو څخه سخت په ويره کې دى، ځکه چې يو عادي عسکر يې د افغان په ليدو د تندې احساس کوي، نو دولت خو به يې حتماً ددې په وړاندې يو څه کوي،
دولت بايد د ايران هيواد ته د اوبو په برخه کې له پخوا پرته هيڅ کوم امتياز ورنکړي، او پدغه برخه کې ايران ته قناعت ورکړي،
مخکې لدې چې د دوى بهرنى سياست په( Balance of the threat and balancing) باندې استوار شي او کومه بده هڅه ونکړي.
ليکنه: کامران وفا مجددي