زه که شرابي یم له شرابوتوبه باسم
څـوځـلي توبه وکم توبه ماته پرچیښا سم
کله پیاله ماته کله سم خُم ته پرګونډو
سـاقي ومـنه عـذر زه ګرم یم پرخطا ځم
ساقي اومیخانه مي نه وُځي له سره
هرڅوچي توبه وکړم زه خپل هغه ډم باسم زاهداومحتسب دي پخپله ګرېوان سرکا
د خپل بدوځـوابـونـه بـه پخـپـله زه ادا کـم زماپوښتنه به دشیخ اوزاهد څخه ونسي
هرچا ته خپل عمل دلاري مل دا ورته وایم
06.06.2021
- اجمل روهي
سهار له کوره را ووتم د دفتر په لور په موټر کې روان وم، د مکروریانو د ملي بس له څلور لارې لږ وړاندې تر محمود خان پله پورې رسېدلی وم، چې له کوره زنګ راغی: ـ ته ښه يې؟ ـ هو، ولې څه خبره ده؟ ـ همدا اوس د چاودنې غږ و. ـ نه شکر زه ښه یم، ستونزه نشته. اندېښنه مه کوئ! چاودنه د ملي بس په څلور لارې کې شوې وه، چې ښايي دوه درې دقيقې د وخت توپير به و، چې زه د پېښې له ځایه تېر شوی وم. دا لومړۍ ځل نه و، چې له دې ډول ګواښ سره مخ وم. له څو ورځو راهيسې مې په موبایل کې انټرنېټ نه درلوده،...
07.06.2021
- کامران وفا مجددي
د افغانستان هايدروپولتيک په هکله د ايران حساسيت! څو ورځې د مخه چې له کابل څخه راتلم، په موټر کې مې د څنګ ملګرو سره خبرې شروع کړې، پوښتنه مې ترې وکړه چې له کوم ځاى څخه راغلئ؟ نو دوى (درې نفره) وو، ووئيل چې له ايران څخه راغلو، په قاچاقي لارو مو غوښتل چې د ايران له لارې ... همداسې تر اروپا پورې لاړ شو، خو په سرحد کې د ايراني عسکرو لخوا ونيول شوو، د نيول کېدو سره سم يې راسره سخت چلند پيل کړ، تر دې چې زندان ته يې ورسولو هلته يې هم چلند ډېر سخت وو، وهل، ټکول تر دې چې يوشمېر ملګري يې راته د...