سهار له کوره را ووتم د دفتر په لور په موټر کې روان وم، د مکروریانو د ملي بس له څلور لارې لږ وړاندې تر محمود خان پله پورې رسېدلی وم، چې له کوره زنګ راغی:
ـ ته ښه يې؟
ـ هو، ولې څه خبره ده؟
ـ همدا اوس د چاودنې غږ و.
ـ نه شکر زه ښه یم، ستونزه نشته. اندېښنه مه کوئ!
چاودنه د ملي بس په څلور لارې کې شوې وه، چې ښايي دوه درې دقيقې د وخت توپير به و، چې زه د پېښې له ځایه تېر شوی وم. دا لومړۍ ځل نه و، چې له دې ډول ګواښ سره مخ وم.
له څو ورځو راهيسې مې په موبایل کې انټرنېټ نه درلوده، روحآ لږ آرامه وم؛ ځکه زموږ خو اکثره خبرونه د مرګ او غم وي. د دفتر له انټرنيټ نه مې استفاده وکړه، چې د مصطفی عمرزي د مرګ خبر مې ولوست. ډېر خواشينی شوم. د ده آرامه او ښايسته څېره مې سترګو ته ودرېده. کله نا کله به په ښار کې هم سره مخ شو، لنډې خبرې به مو وکړې. عمرزی صیب خو یو لوی مبارز و، په زیارکښۍ کې بېساری انسان و. کله چې زه، څه باندې یوه لسیزه د روهي وېبپاڼې چلوونکی وم، عمرزی صیب زموږ ښه همکار و. دومره خواريکښ انسان و، چې کله ناکله به و نه توانېدم، چې په خپل وخت يې لیکنې خپرې کړم. موږ د استاد حبيبي د اثارو د څلي عکسونو ليدلي، خو که د عمرزي صیب آثار هم سر په سر کېښودل شي، د ده د ونې په اندازه څلی به ترې جوړ شي او هغه په دې کم عمر کې.
هو، ارواښاد عمرزی صیب! موږ په هېواد کې د مرګ له خبرونو سره عادي شوي یو، ځکه دا تر ټولو ډېر تکراریدونکی او آسانه څه دي، چې تر لاسه کېدی شي؛ که چاودنه دې و نه وژني، ترافيکي پېښه کې به ووژل شې، که ډاکتر دې و نه وژني، ښايي درمل دې ووژني، که بمبار دې و نه وژني، ښايي سېلاب دې ووژني...
هو عمرزی صیب، افغانستان کې وژل کېدل او مړه کېدل عادي خبره ده! هغه څه چې غیرعادي دي او نه جبرانیدونکي دي، هغه د کار، فکر او د علم خلکو مرګ دی، چې له بده مرغه زموږ نه زیاتره همداسې کسان وړي.
روح دې ښاد، یاد دې تلپاتې!