اسلام اباد کټ مټ لکه د پورته متل په څېر، یوخوا د لومړي وزیر عمران خان په خوله وايي چې پاکستان له دې وروسته د افغانستان په اړه تر خپلې پخوانۍ تګلارې، ستراتېژیک عمق(Strategic depth) تېر شوی خو بلخوا په اسلام اباد کې افغان سفیر ښاغلی نجیب الله علي خېل احضاروي او د ګواښ په ژبه ورته ویل کیږي چې کابل دې د داسې څرګندونو څخه ډډه وکړي چې د افغانستان په اړه د اسلام اباد د(ستراتېژیک عمق) تګلار فلجوي او د پلیتوب مخه يي نیسي.
کله چې دلته د Strategic depth (ستراتېژیک عمق په اړه غږېږو، هغه د اسلام اباد لخوا د افغانستان په تړاو د اړیکو یوه مجرده او ګوښه ګړې طرحه نه ده؛ بلکې د سیاسي، پوځي او نورو اهدافو یوه ټولګه ده.
عمران خان له رویټر سره په مرکه کې وايي،« د پاکستان پخوانی سیاست دا وو چې دوی په افغانستان کې د هند له زیات نفوذه ویرېدل، نو د پاکستان ستراتیژیک عمق افغانستان وو چې (پاکستان) د دښمن افغانستان او هند ترمنځ ساندویچ نه شي. دا د پخوانیو حکومتونو تګلار وه. زما حکومت داسې احساسوي چې دا له وخته تېره شوې پالیسي ده، موږ په افغانستان کې ستراتیژیک عمق نه غواړو»
د اسلام اباد لخوا د افغانستان په اړه د «ستراتېژیک عمق» تګلار، یوازې د هند د نفوذ د مخنیوي په موخه چې عمران خان يي یادونه کوي نه ده، بلکې دلته د اسلام اباد ډېرې نورې موخې شته چې عمران خان يي په خبرتیا او لویلاس له یادولو څنګځن تېریږي.
په افغانستان کې د هند نفوذ، په اسلام اباد کې جوړه شوې افسانه ده چې د هغه هېواد واکمن يي په افغانستان کې د خپلو ستراتېژیکو موخو پټولو لپاره پرلپسې تکراروي.
د دې افسانې شاته د اسلام اباد لاندې موخې پټېږي:
ــ د برتانوي هند په مهال د انګریز لخوا د افغانستان د بهرنی سیاست کنترول چې نن يي د انګریز پرځای، اسلام اباد غواړي کنترول کړي
ــ د افغان ملي حاکمیت نه منل او پر کابل د برهان الدین رباني او ملاعمر پشان خپل ګوډاګي کښېنول، ننني طالبان هم د همدې موخې تر لاسه کولو لپاره جګړې ته هڅول او تمویلېږي
ــ افغانستان د خپلو بې کیفیته محصولاتو مارکیټ ګرځول او ساتل
ــ منځنۍ اسیا سره د اړیکو لپاره افغانستان تر خپل اختیار لاندې راوستل
ــ د افغانستان د اوبو، معدنونو، زیرمو او لارو کنترول
ــ په سیمه ایزه او نړیولو عرصو کې د افغانستان جیو ستراتېژیک موقعیت په منحصره توګه د ځان په ګټه لوبول
ــ د اسلام اباد په ګټه د ډيورڼد کرښې د لانجې حلول
ــ د افغانستان په لور د خپلې جغرافیا پراخول او په لومړي ګام کې د کونړ سیند پورې د افغان ځمکې نېول او دا شان ډېرې نورې موخې یادولی شو.
د هېواد د امنیت شورا سلاکار زلمي حمدالله محب په کوچني اختر کې ننګرهار ته د خپل سفر په مهال د اسلام اباد له دغو شومو موخو څخه یو ځل بیا پرده پورته کړه او نوموړي په جلال اباد ښار، د خوګیاڼویو او ګوشتې په ولسوالیو کې د اسلام اباد ستراتېژیکې موخې، لاسوهنې او تیري یو په یو بیان کړل.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شا محمود قریشي ژبه هغه وخت لا ګواښمنه شوه چې ښاغلي محب د عمران خان د څرګندونو پرعکس چې یوازې د هند نفوذ او له هند او افغانستان څخه خیالي ډار يي د خپل ستراتېژیک عمق پتوګه یاد کړی، په تفصیل سره د اسلام اباد ستراتېژيکې موخې بیان کړې.
د ښاغلي محب دې خبرې هم د اسلام اباد چارواکي ولړځول چې ویلي يي دي،« د دښمن هدف قدرت ته د طالبانو رسول نه، بلکې د خپلې جغرافیې پراخول دي»
بلخوا اوس دا خبره له چا پټه نه ده چې د افغانستان او هند په اړه تګلار، د پاکستان ملکي حکومتونه نه جوړوي، په دې برخه کې یوازې د پاکستان پوځ تصمیم نیسي. کېدای شي عمران خان د خپل ګوند په کچه یا د خپل شخصي اند پتوګه او یا د دوکې په موخه داسې څرګندونې وکړي، خو دا خبرې عملي اړخ نه لري او د وخت له ضیاع پرته، بله ګټه نه لري.
همدارنګه دا چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د روان کال د غبرګولي په ۱۵ مه، وايي«دوی د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره اړیکې پرې کړې دي»، دا معنی رسوي چې اسلام اباد د ستراتېژیک عمق د پرېښودو یوازې خبرې کوي او د خپلو خبرو پلي کولو ته ژمن نه دي.
د ستراتېژیک عمق د پالیسۍ د پرېښودلو ادعا او بلخوا د اړیکو پرې کول د اسلام اباد د درواغو نوې څپه څرګندوي.
د ښاغلي محب د څرګندونو په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی حنیف اتمر وايی«د ملي امنیت د سلاکار خبرې، د ټولو افغانانو اندیښنه ده»
په دې توګه ټول افغانان د امنیت شورا د سلاکار ښاغلي حمدالله محب د څرګندونو ملاتړ کوي!
د ۲۰۲۱ کال د جون د میاشتې ۷ مه
سرلوڅ مرادزی