تجاران اکثرا هغه ملیونران او یا ملیادران کېږي، چې له فرصت نه ښه استفاده وکړی. خیاطان د ټول کال خرچه د اخترونو په کالو جوړوي. همداسې سیاستوال فرصتونه ګوري او خپل نفوذ ډېروي. طالبانو ته یو زرین فرصت په لاس ورغی، چې د نړۍ له زبرځواک سره موافقه لاسلیک کړي. ځان نړۍ ته وښيي چې یو څه یې وکړل. د طالبانو دا هغه ستر فرصت دی، چې هېڅکله به یې بیا ترلاسه نه کړي. که هوښیارانه استفاده ترې وکړې ښايي د غازیانو لقبونه تاریخ ته پرېږدي، او که یې له امریکایانو وروسته د داخلي جګړو او د وطن تباهۍ ته لار هواره کړه، د تېرو مجاهدینو په شان به سپک او ذلیل وي. 

طالبان که ازاد یا هم هوښیار وي نو د امریکا له تړون وروسته باید خشونت صفر کړي. خلکو ته ووايي، چې موږ افغانستان درته آزاد وکړ. اشغال مو درته ختم کړ. نور تاسې آزاد و اوسئ، علم وکړئ، اقتصاد ښه کړئ او آبادي وکړئ. موږ د وطن د آزادۍ لپاره جګړه وکړه او بهرنیان مو وشړل او د وطن د آبادۍ وخت راغلی، د خلکو د آرامۍ او سکون وخت راغلی، خلک باید علم او پوهې ته مخ کړي. خپل رضاکار جنګیالي د علم او زده کړې د پراختیا لپاره کارولي وای.

په دې سره به یې نه یوازې د خلکو زړه او مغزونه د تل لپاره ګټلي وای. بلکې خپله راتلونکي واکمني به یې هم په سیاست او سوله ییز ډول سره تضمین کړې وای. ځکه له چا سره چې ولس ودرېږي هېڅوک یې مخه نه شي نیولی. له بلې خوا به وطن، عامه تاسیسات نه ورانېدل. هره ورځ به سلګونه بېوزله افغانان نه وژل کېدل. هم به له افغانستان څخه د ورانوونکو، ویجاړوونکو او شر اچوونکو دښمنانو لاسونه لنډ وای. چې جګړه وي نو د هرچا لپاره د ماهیانو د نیولو چانس وي. 

څرګنده ده، چې له طالبانو سره په دې جګړه کې ډېرو هېوادونو په پټه او په ښکاره مرسته وکړه، ډېر استخبارات یې تر شا ولاړ ؤ، چې ممکن طالبانو د هغوی شوم اهداف [درک] کړي او یا هم هېڅ [درک] کړي نه وي. طالبانو ته باید روښانه او واضح وي، چې د هغوی مرسته د آرام او سوکاله افغانستان لپاره نه ده او نه هم د طالبانو د اسلامي امارت غواړي. بلکې د سوله ییز افغانستان او اسلامي امارت تر [ارمان] لاندې خپل اهداف پالي. 

طالبان باید پوهه شي، چې ټول هغه هېوادونه او استخبارات چې له طالبانو سره یې مرسته کوله، د امریکا په شتون کې یې ممکن له طالبانو سره دا هدف مشترک ؤ چې امریکا له دې ځایه پښې سپکې کړي. خو د طالبانو امارت او سوله ییز افغانستان هېڅکله د هغوی هدف نه دی او هېڅکله نه غواړي چې امارت راشي. خو طالبانو ته دا ژمنې ورکوي، چې امارت را ولئ او خامخا یې راولي ترڅو په دې سره جګړه دوام وکړي او هغوی خپل اهداف ترلاسه کړي. 

طالبانو که مو ریښتیا د وطن د آزادۍ لپاره جګړه کړې وي او که مو ریښتیا د کافر پر وړاندې جهاد کړی وي او ریښتیا د خپل سر او آزاد وئ!! نور امریکایان او بهرنیان وتلي اوس ددې وخت دی، د خپلې خوښې نظام د جوړېدو لپاره په سوله ییز او سیاست سره مخ ته لاړ شئ. د جګړې د صفر کولو ابتکار تاسې خپله وکړئ. په جګړه کې هم ستاسې او هم د افغانستان تباهي ده. کله چې روسان ووتل تر شا ولاړو بهرنیو استخباراتو په خپله هغوی له منځه یوړول. له امریکایا د وتلو وروسته ستاسې سره هم د بهرني استخباراتو لخوا همدا لوبه پیلېدونکی ده.  فاعتبروا یا اولی الابصار!