په تیرو حکومتونوکې د چارو اداره يا ننی اداره امور د حکومت او ولس تر منځ د وصل نقطه وه،له دې ادارې مهمې ولسي ستونزې او ناخوالې تر ولسمشر پورې رسيدې، له دې لارې به د ولس ستونزې له هر ډول سانسور او لاسوهنې پرته په پوره امانتدارۍ د وخت حاکم ته رسيدې اوحل کيدې به يانې اداره امور يا د چارو اداره د ارګ د دروازې حيثیت لاره.
د کرزي صیب په وخت کې چې کله صادق مدبر ددې ادارې رئيس شو پښتانه به چې ورغلل لونګۍ به يي ورکړه اوهسې به يي غولول خو خپل قوم ته يې له دې ځايه دومره څه وکړل چې ښايي بل هيڅ چا نه وي ورته کړی.
د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په واکمنۍ کې اداره امور چې پاړسيوان يي« اداره چور» بولي د سليقوي، فردي او سمتي ګټو قرباني شوه، يو وخت پکې ښاغلی سلام رحيمي واکمن شو نوموړي ته تر دولتي اصولو، د اصلاحات اداري او خدمات ملکي له لارې د تیر نظام تر شته مامورینو د سبا تلویزیون او ګندهارا پروډکشن د دوبلې او خياطيو کارکونکي مهم وو، چې ډير خياطان پکې ان وزیران او معينان هم شول او نوموړي په ډيرې چټکۍ هرڅه دومره ژر بدل، خراب او وران کړل چې چيغې يي ان تر رسنيو پورې ورسيدې.
اوس چې پکې د ډاکټر فضل محمود فضلي په مشرۍ نوی ټيم حاکم دی، دوی په پښتنو کې پښتنو ته کار کوي« د خاصو قومونو، خاص افراد د خاصو موخو په خاطر د نورو قومونو د کدرونو توهين، تحقیر او له دندو د څنډې ته کولو پروژې پر مخ بيايي» له چارو ادارې د سمتي او فردي تعصب مرکز جوړ شوی دی، دوی ان د وزیرانو، رئيسانو، خپلواکو ادارو، قراردادونو او ګڼو نورو مسایلو کې هم لاسوهنې کوي، په اوسني نظام کې چې څوک د فضلي يا دده د ټيم نه وو خوښ دستي ورته دسيسه جوړوي او لرې کوي يي.
فضلي په نورو يا هغه د چا خبره په محکومو پښتنو کې داسې پښتانه پيدا کړي چې جنسا پښتانه دي خو فکرا نه پښتانه دي او نه يي په خپل وخت کې پښتنو ته هيڅ ډول ګټه رسولې،دې سړي دا کسان ددې لپاره له ځانه را تاو کړي چې په پښتنو کې د ملي ګرايي اکټ وکړي خو رښتيا او تريخ واقعيت په اداره امور کې چيغې وهي، د اداره امور د دسیسو له امله د ډيرو خپلواکو ادارو رئيسان، والیان او ان رئيسان تر پوزې رسيدلي دي.
فضلي پر ده د جنسي بې لارۍ او اړيکو تورونه هم دده پر وړاندې دسيسه بولي خو د اريانا څلور لارې او کابل په ګرین زون کې د ميلمستونونو له ادرسونو څخه ښه پته لګيدای شي چې دا تور نه بلکه هغه تریخ واقعيت دی چې ډيرو ته د منلو نه دي.
د فضلي په دې شته اداره امور کې له خدایه منکر افراد حاکم دي، په نيمروز کې د کمال خان بند پرانيستې ته د استول شوي ټيم یو تن مشرتابه په يو لرې او معتقد ولایت کې د شرابو د نشې په حال کې په داسې حال کې چې له نيکر پرته هيڅ جامې يې پر تن نه وې د باندې راوتلی وو او سرتیري يي ښکنځلي وو خو ښه وو چې د يوې سترې خوشالۍ له امله دا کیسه د نيمروز ولس پټه وساتله.
د ډيرو ولسونو، ادارو او چارواکوهغه ستونزې يا راپورونه چې بایدتر ولسمشرې رسيدلي وی مياشتې مياشتې په اداره امور کې پراته وي، هيڅ نه رسيږي او په داسې وخت کې رسيږي چې وخت يي تیر وي.
په اداره امورکې د شخصيتونو، وړ مسولینو او له بډو او فساد د بیزاره پوړ پروړاندې دسیسو سخت زور اخیستی دی، پښتانه خو په لويه کې نه د تاجک امرالله صالح، نه د هزاره دانش او نه د ازبک دوستم په شان مدافع لري او نه يي غږ اوريدل کيږي.
په اداره امور کې د اتلس ډوله غوښو، له نجونو سره د جنسي اړیکو او فساد کيسه له هيڅ چا هم پټه نه ده، ښايي ځينې ددې لیکنې په لوستو فکر وکړي چې داسې لیکل نه وو مناسب خو ددې لپاره چې د افغان ولس په منځ کې د اداره امور د ناسم کردار له امله مو د خیل او زی په نوم د بديو مخه نيولي دې اودې ورته ډيرې نورې لیکنې باید وشي.
په اوایلو کې به مو هڅه دا وي چې په لیکنو کې په اداره امور کې په دسيسو، شخصیت وژنه او فساد کې ښکيل مسولین افشا نکړو خو که د دسیسو او فجايعو دا لړۍ همداسې روانه وي په تیر يو کال کې ددې ادارې له لوري د دسيسو د ښکار شویو اودسیسه ګرو ټول ليست هم رسنیز شي.
په خواشينۍ سره د ډاکتر غني په نظام کې غټه بدي داده چې نوموړي ته پر نيږدې والي سخت رقابت روان دی، په دې رقابت کې سون توکي افغان کدرونه، افغانستان او ددې خاورې برم او عزت دی، که يي نه منۍ په اداره امور کې د فضلي او نورو برخو کې دنورو افرادو مثلثونه او ګمارنې يي ښکاره ثبوت دی.
په ملکي او نظامي ادارو کې په تیرو دوو مياشتو کې تر سلو ډير پښتانه کدرونه په کور کينول شوي دي، په نظامي برخه کې ډيره لاسوهنه د ولسمشر د لومړي مرستيال امرالله صالح کار دی او چې هرڅوک د صالح خوښ نه وو هغه لرې شوی او پر ځای يي په يوه شيبه کې د صالح اتم پاسان، خراسانيان او سمتپالان ځای پر ځای شوي دي او په ملکي برخه کې چې هرڅه شوي دي په ټولو ګمارنو او لرې کولو کې د اداره امور لاس وو او همدا اوس هم په دې اداره کې مشخصې کړۍ پر یو شمېر افرادو کار کوي چې لري يي کړي او پر ځای يي دوی ته نيږدې کسان ځای پر ځای کړي.
اداره امور نن سبا د زرداد د پاټک حيثيت لري، په دې اداره کې چې حق ورکوې، ښکلې خور يا ميرمن لرې، معامله ګر او يا ددوی په خوښه خوځيږي نو مقرر يي که دې برني څيزونه نلرل دستي دې لري کوي.
د ولس او کدرونو پر وړاندې دا دسيسه بدې پایلې لرلی شي ښايي ځينې ددې له امله چې نظام کمزوری دی،وسله وال دښمن ترې استفاده کوي تر يوې مودې پورې چوپ پاتې شي خو هغه وخت لرې نه دی چې په ملګي او نظامي برخه کې پر کور کينول شوي لارو، سړکونو، رسنیو او ټولنیزو رسنیو ته را ووزي او ټول رازونه افشا کړي.
ددې لپاره چې د نورو لیکنو لپاره حوصله ولرئ نوره لیکنه را لنډوم خو د يو لیکوال او افغان په توګه په شته نظام کې هر دسيسه ګر او معامله ګر ته خبرداری ورکوم چې د کبرجن عمر لنډ وي، ددې وطن د بقا لپاره به تر دې وروسته پر ډيرو مستندو موضوعاتو له اسنادو سره لیکنې وشي.
فضلي او ټيم يي پښتانه سره ويشي، پښتانه د زي اوخيل په برخه کې له خورا نازک حالت سره مخ دي، دوی به په دې کار کې شخصي ګټې کوي خو ددې ډول دسیسو زیان تر روانې جګړې وطن ته سل ځلې ډير تاوان پيښولی شي.