روانې چارې او بېلابېل
اسلامي امارت يا اسلامي جمهوريت
زموږ د څه لوستو او متفکرينو بحث او جنګ په الفاظو دئ ، نه دهغو په محتوا . د طالبانو او امريکا تر منځ د د اشغال د ختم دتړون ، چې دهغی په بنياد به پنځه زره طالب زندانيان ازاديږي او بيابه بين الافغاني مذاکرات شروع کيږي او د راتلونکي نظام په هکله به دشريک تفاهم له لارې تصميم او پرېکړه کيږي د افغان څه لوستو ، شنونکو او نظر خاوندانو ترمنځ د نظام په نامه چې اسلامي جمهوريت يا اسلامي امارت بايد وي ، تاوده بحثونه ، ليکنې او حتا فېسبوکي ټولپوښتنې هم زور نيولئ دئ . د دواړو نومونو طرفداران او مخالفين پ
له دیرشو کلونو وروسته استرالیا د لومړي ځل لپاره اقتصادي رکود سره مخ ده
د کرونا وایرس له امله د استرالیا لومړنی اقتصادي رکود ښايي د کډوالۍ ضد احساسات راوپاروي استرالیا کې د کډوالۍ چارو کارپوهانو خبرداری ورکړی، دا چې د کرونا وایرس وبا له امله استرالیا له کابو ۲۹ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره له اقتصادي رکود سره مخ کیږي او د دندو فرصتونه کمیږي نو ښايي دې هیواد کې د کډوالو ضد چلند هم وده وکړي. دې کارپوهانو له استرالیايي حکومت غ
د استرالیا د کډوالو نامعلوم توقیف په خلاف یو اعتراض له ۳۰۰ شپو راهیسې دوام لري
د بندي کډوالو سره د خواخوږۍ په پار د استرالیایي ډاکټرانو اوصحي کارکوونکو یوه ډله له سلګونو ورځو او شپو راهیسې له خپلو کورونو بهر اوسیږي.
د افغانستان حالاتو ته ځغلنده کتنه
افغانستان همدا اوس په سختو جګړو کې اخته او يو ډیر بې امنه هیواد دی چې په ډیر پیچلي سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري وضعیت کې قرار لري. د افغاني ټولنې هر اړخ او ټول سکټورونه له ستونځو او بحران سره مخامخ دي. روان کړکیچ هم د افغانستان ټول خلک، ګاونډي هیوادونه، سیمه، نړیواله ټولنه او د اوسني دولت بین المللی پارتنران په تشویش کې اچولي او بحران هومره ژور او هر اړخیز دی چې په کوچنۍ لیکنه کښې یې په ټولو ابعادو رڼا نه شي اچول کیدای. د افغانستان د بحران په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري اړخ باندې
کرکه دکړکېچ د عامل په توګه
دجګړې او کړکېچ عوامل ډیر زیات دی چې مهم او کاری عامل یې د انسانو تر منځ کرکه اونفرت ته لمن وهل دی له بده مرغه دغه لمن وهلو،پلمو اوبهانو، د افغانستان کړکېچ او دبهرنیو لاس وهنودافغانستان غیرتی او مسلمان ولسد دغو ناوړو مسلو ښکار وګرځاوه او په دې ښکار کې د ملګرو ملتو ، د بشر حقوقو ، ددموکراسی دروغجنو او یوشمیر دسهامی شرکت ماهروام الفسادو غړو دلته دایمی له هرې زمینې ګټه پورته کړې ده . دهمدې هېواد قومونه اوقبیلو چې په کلونو یی دورونو په شان ژوند کاوه یودبل په غم او ژوند کې ولاړوه خو دومره لوړو اوژو
د کرونا د وبا دخپریدو او دې ته ورته ناڅاپي حالاتو کی د ټولنیز ثبات او خوندیتوب تدابیر
بنی آدم اعضای یک پیکرند که در آفرینش زیک گوهرند چو عضوی به درد آورد روزگار دگرعضـــوهارا نمــــاند قرار تو کز محنت دیگران بغمی نشاید نامت نهند آدمی *** له بده مرغه له څو میاشتو راهیسې افغانستان او نوره نړۍ له لویې ستونزې؛ یعنی د کرونا یا ( COVID-19) د وایرس له خپریدو سره مخامخ ده. په پرمختللو هیوادو؛ په تیره بیا هغو هیوادو کې چی ټولنیز غښتلي نظامونه لري، دعامه ادارې او دولت له خوا د دغه ډول ناوړو او ناورین راوستونکو حالاتو لپاره ډیر ښه قبلی تدابیر شته، چی ځینی دغه تدابیرد دوی
استرالیا او هندوستان په سمندر کې د نظم ساتلو په ملاتړ ګډه اعلامیه لاسلیک کړه
استرالیا او هندوستان د پنجشنبې په ورځ د هند سمندر او ارام سمندر د سیمې د د ټولو هیوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي لپاره د قوانینو په اساس د نظم ساتلو یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه. دغه اعلامیه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیت او دفاعي اړیکو په برخه کې یو مهم ګام بلل کیږي د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي او د هغه د استرالیايي سیال سکاټ موریسن ترمنځ د یوې آنلاین غونډې په ترڅ کې لاسلیک شوه.
استرالیا کې د پناه غوښتونکو د ازادۍ لپاره لاریون ترسره شو
د «توقیف پای ته ورسوئ او پناه غوښتونکي ازاد کړئ!» تر شعار لاندې دغه لاریون د مۍ میاشتې په دیرشمه د استرالیا د زده کوونکو د چاپیریال شبکې لخوا ترسره شو، چې څه دپاسه ۴۰ د سپرلۍ موټرې پکې د (ویلاووډ) مهاجرت توقیف مرکز مخته درول شوې وې. د استرالیا د پناه غوښتونکو د عمل ایتلاف په یوه بیانیه کې ویلي چې د یاد لاریون په تنظیم او ترسره کولو کې یې د زده کوونکو د چاپيریال شبکې سره ملاتړ درلوده.
په کالیفورنیا کې د ایران د اخوندانو کړنې وغندل شوې
لږې اوبه راکړه وسوځیدم، د افغانانو ژوند هم ارزښت لري، مړه دی وي مذهبي فاشستان، مونږ د خپلو سوځیدلو ورونو لپاره عدالت غواړو. دا هغه شعارونه وو چې نن په لسګونو افغانانو چې اکثره یې نوي کډوال، د پوهنتونونو او کالجونو محصلین او محصلانې او یو تعداد سپین ږیري وو، د کالیفورنیا د پایتخت سکرمنټو په ښار کې د ددغه ایالت د ګورنر( والي) د ودانۍ په وړاندې زمزمه کول. د هرات، مزار، پروان او بامیان په ګډون، د هیواد د اکثرو سیمو او ژبو افغانان او د لسو په خواو شا کې تورپوستې امریکایې میرمنې هم دی سوله ایزې غ
ایران سره مو فرهنګی او آبی جګړه ده
ملی فرهنګ یعنی ملی وثیقه، هویت، شناسنامه او پیژندنه. دا ټول د یوه ملت لپاره ډیر مهم دی، تر ژوند هم لا مهم دی او آب(اوبه) خو؛ آبرو ده. له قاجاریانو اوګرګینینانو نیولی، تر صفویانو اوبیا د رضا شا له وخته تر اوسه ایران هڅه کوی چی خپل فرهنګی امتیاز او برتری پر موږ وتپی. په پخوانی پارس(اوسنی ایران) کې دغه ټول نظامونه او فاشیستان آن خپل ملت ته هم لوی ماتم او مصیبت وو. دوی کله سیدجمال الدین افغانی هم خپل ګڼي او ټول افغانستان دپارس یوه برخه بولی، بیا ځان په غلطه خراسان کړی او افغانستان دخراسان یوه برخ
موږ کومې خوا ته روان یو او څه کوو؟
په اوسني حکومت کې د پلان، همغږۍ او سازماندهۍ نه شتون او په خپل سري تر وروستي بریده رسېدلې ده. د حکومت ټول کارونه پر غونډو، خبري کنفرانسونو او په ټلویزوني خپرونو کې محدود شوې دي او بس. د حکومتي مسوولینو په خبرو کې تناقض لکه لمر روښانه دی؛ وزیر مو یو څه وايي، معین بل څه، والي له قرنطینه غږېږي، وزیر یې د لغوه کېدو خبره کوي، د بېړنیو حالاتو کميټه خلکو سره د مرستو سندرې وايي ښاروالۍ بیا خلکو ته د مرستو درېدو اعلان کوي، وزیر مو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو موضوع رابرسېره کوي، مرستیال
د ولسمشر او موسکا نجیب له څرګندونو نه ښای سواستفاده وشي!
له هر څه مخکې باید هېره نه کړو چې د پخواني ولسمشر دوکټور نجیب الله په وړاندې پخواني کودتاچیان نن هم د ولسمشر اشرف غني د واک چپه کولو لپاره په کافي امکاناتو د هغه تر شاوخوا په کمین کې دی او له بهره هم طالبان د پخوانیو مجاهدینو په نقش کې د ولسمشر غني په مشرۍ د مرکزي حکومت په وړاندې د موقت حکومت او نورو پلمو په بڼه په توطیه کې دي. نننی کړکېچن سیاسي چاپیریال چې ولسمشر غني يي مدیریت کوي په ډېرو نښو او علامو سره، هغه چاپیریال ته ورته ښکاري چې د ۹۰ لسیزې په پیل کې يي مدیریت پخواني ولسمشر دوکټور نجیب
اعتماد او باور
د يوه شخص د تیارۍ او امادګۍ اندازه چې څومره د بل شخص (يا ډلې ، سازمان ، ادارې او دولتي اورګانونو) خبرې ، ادعا او اظهارات ورته د منلو او اعتبار وړ دي اعتماد بلل کيږي . هر څومره چې ديوه شخص د تيارۍ او امادګۍ دا اندازه د بل (شخص ، ډلې ، سلزمان او دولتي اورګانونو ) د اظهاراتو دمنلو او معتبر ګڼلو دپاره زيات وي په همغه اندازه د اعتماد کچه هم لوړه او اعتماد کوونکي مقابل لوری د خپل حمايت او تائيد وړ ګرځوي. په ټولنه کې د سولې ، ثبات ، ترقۍ او سوکالۍ د راتلو او استقرار له پاره د ټولنې د افرادو
که د مثبت بدلون هڅه ونکړو نو دا وړۍ نه شړۍ کيږي!
شک نشته چې ديني عالمان زمونږ د ټولنې د اروايي رنځونو معالجين او هغه قشر ده چې زمونږ په عنعنوي مذهبي تولنه کې ورته تر هر چا زياته پاملرنه او درنښت کيږي. په اسلامي هېوادونو کې بالعموم او په افغانستان کې بالخصوص له هر چا سره، په هره برخه کې هر ډول مخالفت د توجیه وړ ده، خو د محراب او منبر له ادرس څخه د شوې خبرې مخالفت جرم او ګناه ګڼل کېږي. مګر ديني علماو ته دغه درنښت او احترام يوازې د عام ولس په منځ کې شتون لري. دربارونه او د واک په ماڼيو کې ناست خلک له دغه قشر سره يوازې د اړتیا د پوره کولو لپاره
ایران او افغانستان روابط
افغانستان او ایران دوه گاونډی اسلامی هیوادونه دی، خو یو یی له امریکی سره تاوده او بل یی ډیر ساړه مناسبات لری، له بلی خوا افغانستان کورنیو جگړو سخت ځپلی، مگر ایران د لومړنیو اړتیا وړ اجناسو، درملو، کرنیزوتوکو، تخنیک او گڼ شمیر ضرورتونو له پلوه نسبتاً په خپل ځان متکی دی. همدا اوس گڼ شمیر افغان مهاجر ایران کی دی او ډیر افغانان د بیکاري او بیوزلی له امله غواړی د ایران له لاری د قاچاقبرو په واسطه اروپایی هیوادو ته ورسیږی. له بلې خوا افغانانو ځینی وخت کی بهرنیو هیوادو او له هغی جملی ایران کی داسې ت
د یو ماده پرست (ګهیځ رشتیا) او یو مسلمان (طاهرثابت) له لیکنو زما خلاصه
{ د یو ماده پرست (ګهیځ رشتیا) او یو مسلمان (طاهرثابت) له لیکنو زما خلاصه} ګرانو د ټول افغان لوستونکو ! تاسو به داڅو اوونۍ د پورتنیو ۲ ښاغلو لیکنې لوستلې وي. البته د هرچا خپل نظر دی او خپل قضاوت؛ خو د یو پښتون،مسلمان او افغان په صفت سړی داسې لیکنو ته بیتفاوته نشي پاتې کیدای او ما د ټول افغان اوبسایټ چلوونکو ته هم په دې لیک کې لیکلی چې دغسې کفري،ملهدي،مشرکي او... لیکنو خپرولو ته څه حاجت؟ ؛ بیا دې خیر یوسي طاهر خان ثابت ساب چې ښه دیني،منطقي اوعلمي ځوابونه ېې ورته لیکلي ؛ خو هغه د خدای بی
دوارداتو ذهنیت او وارداتی ذهنیت
د ۱۳۹۸ل. کال په وروستیو اود ۱۳۹۹ل. کال په لومړیو کې؛ چې د کرونا ( COVID-19) ویروس له ایرن څخه د ګڼ شمیر مهاجرو د کتلوی بیرته راستیندو سره سم، خپریدل( شیوع) پیل او ناروغی په ټولنه کې خپل دوارن پیل کړ، ټول هیوادوال یې اندیښمن کړل. ولس دوو ویرو واخیست: ناروغی او دقحطی او دبیو د ډیر زیات لوړوالی. دواړه اندېښنې پر ځای وې، خو هومره هم نه لکه په پیل کې چی خلک وارخطاشول. لومړی داسې فکر کید چی په ډیر لږ وخت کې به ممکن تلفات ډیر زیات وي، که چیرې خلکو د روغتیایی کارکوونکو مشورې او رسمی هدایات منلی و
د داعش, تالب که د دولت اسلام اصل اسلام دی!
که دا موضوع ثابته شي نو يوه ډله به هم د نورو خلاف نوره جګړه ونه کړي. ددې سپيناوي لپاره مونږ له منطق, قران او حديثو سره له اسلامي تاريخ ګټه اخلوو. منطق: که چېرې په ځمکه کې د الله کوم دفتر وی نو دری واړه به هلته ورغلي وو. که الله خپله هلته تشريف نه راوړي نو يوه ملايکه خو يې هلته را استولی شوی. د داعش, تالب او دولت استاځيو به غوښتنه کړې وه چې زمونږ مخکې يو ټېلر موټر اوچت کړه او هوا کې يې ودروه بيا يې ځمکې ته را کښته کړه نو پوه به شو چې ملايکه يې. بيا مونږ ته سپيانوی وکړه چې د چا
کووید۱۹ د استرالیا ترټولو ګټورې سرچینې یعنی مهاجرت ته زیان رسولی
د استرالیا درې لسیزې پرلپسې اقتصادي وده او خوشحالي د ختمیدو له ګواښ سره مخ شوې ځکه د کرونا وایرس وبا د دغه هیواد ترټولو ګټوره سرچینه یعنی مهاجرت په ټپه درولی او دغه هیواد ته یې په اقتصادي توګه د پام وړ زیان رسولی. سره له دې چې د استرالیا حکومت د کرونا وایرس وبا په اداره کولو کې بریالی شوی او د چټکو اقداماتو په عملي کولو سره او د سرحدونو په تړلو سره پدې توانیدلی چې د کرونا ویروس د لا خپریدو څخه مخنیوی وکړي او د هیواد
کرونا وایرس د استرالیا څوکلتوریزه ټولنه د بدلون له ګواښ سره مخ کړې
نیوس کاسموس د کډوالۍ د چارو یوه کارپوه وايي، د استرالیا د لومړي وزیر سکاټ موریسن دا وینا چې «که بهرني ویزه لرونکي او نړیوال زدکړیالان استرالیا کې د کرونا وایرس وبا په جریان کې د ځان مالي ملاتړ نشي کولی نو بیرته دې خپلو هیوادونو ته لاړ شي»، په حقیقت کې د دغه هیواد د څوکلتوریزه ټولنې په مخ د څپیړې مانا لري. د کاسموس په نظر، دا وینا د استرالیا د څوکلتوریزه ټولنې په کړنلارو کې نیمګړتیاوې ښکاره کوي ځکه تردې مخکې هیڅکله هم
د خوارجو ځانګړنې د قران،احادیثو،راشده خلفا اوصحابه وو په قولونوکې
راټولوونکۍ او لیکونکۍ: انجینرمحمدربی آماج انا لله وانا الیه راجعون.ط د دی وطن په نصیب ندی رسیدلی خلک ((())) چې یې موندلی دی په کاڼویې ویشتلی خلک. نن چې په هیوادکې څه روان دی هغه هم د اسلام پنامه دا د اسلام د روح سره مخالف او دخوارجو کړنې دی چی نه دین،جومات،ملا امام ،روغتون اوحتی تی خورۍ ماشوم هم د دوی له شره په امان ندی پاتې.عجبه خو لا دا ده چې دوی په ډیره بیشرمۍ سره وایی : دا کار زموږ نه وو او هغه د وسله والو ځواکونو قتل په ویاړمنی،بله یې لا دا چې دوی امریکایانوته تر خبره لاندی ب
سنتي -طبيعي طبابت د عصري -مکتبي طبابت بديل
په جهان کې ټولې دواوې او واکسينونه د طبعي ګياوو،بوټو او نباتاتو نه داستحصال شويو او را ايستل شويو موادو نه د خاص ترکيب په اساس جوړيږي او د خوړلو ، څښلو او يا انجيکشن له لاري ناروغ ته توصیه او عملي کيږي . په سنتي ډول درمل جوړونه او درملنه چې د يوناني طبابت په نامه هم ياديږي د انسان د پيدايښت نه تر اوسه د وقايې ، معالجې او تداوۍ په برخه کې په هره زمانه کې مؤثر او مفيد تمام شوئ دئ او د ډېرو مهلکو مرضونو او وباوو مخه يې نيولې ده . اوس هم په ټوله نړۍ کې ورنه ګټه پورته کيږي . خپله د ساينسي يا ت
دافغانستان دسیاسی بر خلیک کونډې او کپرې
ویل کیږی چې د ابو علی سینا ۱۰۳۷ م کال کې زوی وفات شو یوه دوست یې پوښتنه وکړه چې د مرګ سبب یې څه وه ؟ هغه وویل چې ما تراوسه دهغه دژوند لامل معلوم کړی نه وه نو دمرګ په برخه کې یی څه ووایم ؟ احصایه څه وایې؟ څلویښت کا له ډیر وخت دی تاریخ وا یی داکړکیچ لاهم ګونګ بریښی ، استعمار او ارتجاع دواړه د افراطی چبیانو په لوز یودبل کلک انډیوالان او خدمت کې دی .د ښه اوبد توپیر نشی کېدای .کلونه وخی تباهی او بربادۍ بیدریغه پکې روانې دی هیڅوک خپله ملامته او نا غيړی نه منی د خاینو تنور ګرم او زغالی ورولی په
د وجدان، پیغرندې او تومتونه
راجپال یادیو، د هندي سینما (بالیوډ) یو تکړه ټوکمار هنرمند دی چې په لویشتينک سره مشهور او په لسګونو فلمونو کې ښه ځلیدلی دی. پرون می په فیسبوک کې د نوموړي یو ویډیوي پیغام ولید چې ټول ټال وخت یې له دری دقیقو څخه زیات ندی. د بلا شهرت او پیسو سره سره، زموږ د ځینو فیشني او خیرات خورو سیاستوالو په څیر نه ښکاریده. د نکټایي درک یې نه لګيده او آرایش یې هم نه وو کړی. مازې یو نازکه شان بنین په غاړه د قرنطین په خونه کې یواځی ناست دی او د نمستې په ویلو سره خپلې خبرې داسی پیلوي: (لکه د نورو په څیر، زه ه
استرالیا: د کډوالو مدافع ډلو د نوي وړاندیز شوي قانون خلاف غږ پورته کړی
استرالیا کې د کډوالو او پناه غوښتونکو مدافع ډلې په دې هڅه کې دي چې د هغه وړاندیز شوي قانون د تصویب مخه ونیسي کوم کې چې د دغه هیواد سرحدي ځواک ته صلاحیت ورکړل شوی چې په مهاجرت توقیف خونو کې پلټنې ترسره کړي او د بندي کډوالو الیکترونیکي توکي لکه ګرځنده ټیلیفونونه ضبط کړي. مدافع ډلې وايي، که چیری دا قانون تصویب شي نو په مهاجرت توقیف خونو کې د ډیرو کډوالو او پناه غوښتونکو له حاله به دوی ناخبره پاتې شي او حکومت به وکولی شي