روانې چارې او بېلابېل
د «ټولشموله حکومت» په نوم غټه توطیه!
عبدالله او ډله يي د «ټولشموله حکومت» غوښتنه کې لږ تر لږه لاندې موخې او هغو ته د رسېدو لارې(وسایل) تعقیبوي: ۱ ــ د هویتي مسایلو او ملي ارزښتونو په وړاندې لالچ او پایله کې انکار ۲ــ د اساسي قانون په وړاندې درېدل او بې اعتباره کول ۳ ــ ملوک الطوافي، کمزوري او پاشلي حکومت ته لار هوارول ۴ ــ د ټولټاکنو مسخره کول ۵ ــ د افغان مرکزي واکمنۍ د حیثیت ټيټولو لپاره په سیمه او نړۍ کې پروپاګنډه، لابیتوب او دا ډول یو شمېر نور مسایل د عبدالله او د هغه د ډلې «ټولشموله حکومت» لکه څنګه چ
شرموونکي سياست او وژونکې وبا ته پروت ملت
کله چې د واک د ويش په تړاو بحث کيږې نو سملاسي د نړيوالو ليکنو سيمينارونو او څيړنيزو بحثونو په رڼا کې د دولتي بنسټونو (مقننه، عدليه اجرائیه) قواو ترمنځ د واک د ويش او تفکیک مسئله ذهن ته تبادر کوي، خو زمونږ په هیواد کې داسې نه ده هرڅّه غير معياري او ځانګړې معنا لري. دواک د ویش له اصطلاح څخه زمونږ د سرچپه سياست انګيرنه داده چې واک باید دقومونو، تنظیمی او سیاسي ډلو ټپلو په نوم د څو زور او زر لرونکو، قانون ماتونکو، زورواکانو او وژونکو تر منځ وویشل شي. متاسفانه چې همدغه انګېرنه د افغانستان په ه
د استرالیا پولې ښايي تر اوږدې مودې پورې تړلې پاتې شي
د اسټراليا حکومت اسټراليايانو ته ويلي، ددې هيڅ ضمانت نشي ورکولی چې ګواکې اسټراليايان به وشي کولی د روان کال پای پورې له اسټراليا څخه بهر سفر وکړي. د کرونا ويروس وبا دا مهال ټوله نړۍ کې حالت بحراني کړی او داچې کله به خلک د سفر کولو اجازه ترلاسه کړي دا لا معلومه نده. د حکومت په وينا، کيدای شي اسټراليا کې دننه داخلي الوتنې بيرته فعاله شي ولې د بهرنيو سفرونو ضمانت څوک نشي ورک
ملبورن کې د کډوالو د حق غوښتنې لاریون کوونکي زرګونه ډالره جریمه شوي
د اسټراليا ملبورن ښار کې د کډوالو مدافعينو د هغه هوټل مخې ته لاریون ترسره کړو چيرې چې کډوال بندي ساتل کیږي او د هغوی د خوشې کیدو غوښتنه يې کوله، خو پوليسو دا مدافعين ۴۳ زره ډالر جريمه کړي. پدې لاریون کې مظاهره کوونکو د موټرو کتار جوړ او پرې جنډې زړولې وې او د کډوالو خوشې کولو غوښتنه يې کوله. مدافعينو ويل، که چيرې دا کډوال خوشې نشي نو پر کرونا ويروس به مبتلا شي. خو لکه څرن
د ملاعمر غیرت او د ملا فاضل جهالت
بسم الله الرحمن الرحيم څوورځی مخکی می په قطرکی میشت د طالبانود یو مشرملا فاضل یونهایت بی خونده اوبی ربطه او د هر مجاهد او باالخصوص طالب دپاره د شرم اوعارنه ډک یوصوتي کلپ یا مقطع واوریده چی هم یی د عالمي مجاهدینو اوهم د خپلوطالب مشرانو په قربانۍ خا وری اړولي اوددروغواوافترا نه ډک اظهارات یی کړي اود شرم نه ډک ددغه مقطع په نشرباندی اوس طالب مشرانوپابندي هم لګولی ترڅو ملت د دوی په خیانتونو خبرنه شي خود نیکه مرغه چی مونږته نوموړی مقطع رارسیدلی. مخکی ددی چی د طالب په حال اوماضي
د ځمکی ورځ
د اپریل دوه ویشتمه دزمکې ورځ (Apr.22) Earth Day : بشریت د اوسیدو لپاره د ځمکی ایک یواځی یو غونډاری لري. خاوره د انسان د چاپیریال،اقتصاد، کلتور او ټول ژوند مهم عنصر دی. د ځمکی د غونډاری د همدغه ارزښت له مخی بشریت د ۱۹۷۰ م. کال څخه وروسته د کلیزو په پاڼو باندی یوه ورځ (د اپریل ۲۲ مه یا د ثور دوهمه) د ځمکی د ورځی په نوم ونوموله دا دزمکې ټول مفاهیم لکه خاوره، کرنیزه زمکه، دتولید عامل، داوسیدو زمکه، طبیعی ثروت، دبشریت ټاټوبی... رااخلی . د دغی نظریی مخکښ ګایلورد نلسن و. د دغې ورځې لمانځنه پ
د ډیرو اغیزمنو خلکو اووه عادتونه
1. Be proactive: : ستاسې په ژوند کې چې هر څه پيښيږي ، دا ناڅاپي يا په خپل سر نه پيښيږي ، دا ټول تاسې په خپله ټاکئ، که خوشحالي ده يا غم تاسې يې خپله ټاکئ،که برياليتوب دی يا ناکامي تاسې يې خپله ټاکئ،زړوتيا او ډار تاسې په خپله ټاکئ، د ژوند هره لحظه تاسو ته دا فرصت درکوي چې تاسو يوه نوې ټاکنه پکې وکړئ،proactive دامعنا لري چې تاسې د خپل ژوند ټول مسووليت په خپله غاړه لرې، تاسو د خپل ژوند او کړنو پړه په هېچا نه شئ اچولای،نه په والدينو، نه په نيکه او نه په بل چا. Proactive هغه خلک دې چې دوی مسوول
که انټرنیټ ارزانه او کیفیت یې لوړ شي نو!
انلاین کاروباریان لکه علی بابا، امازون، ګوګل، یاهو، ای بی، فیسبوک، یوتیوب، نیټ فلکس، والمارت، اسوس او نور هر کال په ملیونونه ډالر ګټي، ولې موږ له بده مرغه بې برخه یو. له بلې خوا انلاین کاروبار په نړۍ کې تر ټولو مخکې روانه ده، بدبختانه په افغانستان کې دا برخه د لاندې جدي ستونز له امله خواره ده، ولې که پر وړاندې یې شته ستونزې حل شي، موږ به هم وکولای شو، څو د انټرنیټ له لارې پیسي وګټو او خپل ژوند پرمخ یوسو. د انلاین کاروبار ګټه داده، چې موږ په کمو امکاناتو، د خپل تخصص پر اساس له هرې س
د کرونا د عالمي بلا سره څه بايد وکړو
کورونا داسې عالمي بلا ده چې تر اوسه يې نه دواشته او نه ئې ډاکتر . د بشر ننی علم ، تکنالوژي او تخنيک يې د ورکولو په مبارزې کې تر اوسه ناکام دي . نه ئې قوي دولتونه او منظم حکومتونه د کاملې نابودۍ وس لري او نه د دنيا انبار شوي ثروتونه او ګنجونه . په هغه ملکونو کې چې حکومتونه ئې فاسد او خايين نه دي ، دولتي سازمانونه د خلکو د صحي او معيشتي خدماتو مسؤليتونه ادا کوي او د اولس سره مشترکاا ددی عالمي بلا د کنترولولو او سريع انتشار د پاره لاس په کار دي . لاکن پهداسې يوه ملک کې لکه زموږ
په رسنیو کې نا خوالې او غیرې مسلکيتوب
ډیر به مو داسې څه اوریدلي وي چې رسنۍ سقوط وکړ یایې فعالیت ودریده، خو ددې خبرې په اوریدو سره نه یوازې دا چې ځینې خلک خواشیني کیږي بلکې داسې څوک هم شته چې پرې خوشحاله کیږي. ددې موضوع د لا وضاحت لپاره له څو لید لورو څخه په رسنیو کې موجوده ناخوالوته نظر اچوو. څو ډوله رسنۍ فعالیت کوي او کوم ډول یې د ارزښت وړ اوزیات خلک یې لولي، اوري، او ګوري ؟ که په ساده ډول یې واضح کړو نو ویلي شو چې چاپي رسنۍ نسبت راډیو او ټلویزیون ته کم مینوال لري علت یې ښکاره ده چې زموږ په ټولنه کې دیوې موضوع یا که
دفتواګرو دفتوا سیاست
دفتواګرو دفتوا سیاست رض )(حضرت ابوبکر صدیق وایی چې لوړوالی په تقوی کې دولت په توکل باندې او عظمت په تواضع کې دفتواګرود فتواګری سیاست ددې بېوزلی او جنګ اوجګړو خوړلی هېواد افغانستان پخوانی اجرایه رءیس په خپله لیکنه کې د امریکې د بهرنیو چارو وزیرمایک پام پیو ته څه ډول دیپلوماتیک پیغام لری دا مرور هر لوبه چې لری په کار وه چې څوځلی یی له خان سره سوچ کړی وی اویا یې له کوم فالبین سره کتلی وی یایې دمرحوم مجددی په شان يې استخاره کړلې وای نن سبا په دې ټولنه کې د څلورو لسیزو دجنګ
خرابکاران چی میخواهند؟
مردم رنج کشیدۀ افغانستان بار دیگر، روزهای دشواری را سپری مینمایند. مشکلات ایجاد شده و معضلات سازمان یافته ، استقرار سیستم دولتی، وحدت ملی و حتی تمامیت ارضی وطن شانرا با خطر مواجه ساخته است. زیرا مشکل آفرین های منطقه، گروه های مورد نظر و وابسطه به خودشان را حمایت می نمایند. آنها با استفاده از فضای بمیان آمدۀ موجود، بخاطررسیدن به اهداف تجاوزکارانه شان، کمافی السابق دست به کار اند . این کشورها، تصور مینمایند که با تحقق موافقتنامۀ ایالات متحدۀ امریکا و طالبان، قوتهای ناتو وامریکا، صحنه را ترک نمو
کرونا وایرس: له نایرو او پاپوا نیوګینیا څخه د مهاجرینو د ویستلو غوښتنې شوي
د حقونو ځینو ډلو د استرالیا له حکومته غوښتنه کړې چې د کرونا وایرس د وبا له امله دې له نایرو او پاپوا نیوګینیا څخه بندي پناه غوښتونکي راوباسي. شاوخوا ۲۱۰ پناه غوښتونکي دا مهال په نایرو کې بندیان دي او همداشان ۲۲۰ نور چې مخکې په مانوس ټاپو کې ساتل کیدل اوس د پاپوا نیو ګینیا په پلازمینه پورت موریسبي کې بندیان دي. په پورت موریسبي کې بندي سریلانکايي پناه غوښتونکي (شمېندا کاناپ
د کرونا وایرس بحران او د استرالیا پر راتلونکي یې اغیزې
د کرونا وایرس چټکې خپریدنې او له دې امله رامنځته شوي بحران لا وار دمخه د استرالیایانو پر ژوند د اوس لپاره او د راتلونکو څو میاشتو لپاره اغیزې پریښي، خو ویره شته چې دا اغیزې ښايي له دې څخه هم ډیرې اوږدې پاتې شي. اسټرالیایان او هیواد یې ممکن د دې وبا څخه وروسته د یو ډیر متفاوت هیواد په توګه رابرسیره شي. د اسټرالیا د ملي پوهنتون د نفوسو کارپوهه ډاکټره (لیز الن) باور لري چې د کرونا وایرس او له امله یې رامنځته شوې ویره ب
دیوشموله او که ټول شموله شعار؟
سیاست مخ او څټ نه لری! خو په افغانستان کې هرڅه لری یو ښکرنه لری هغه په دې مانا چې په دوه سری دملی وحدت حکومت په سیاست کې دجان کری په زورټاکل شوی اماتور پخوانی اجرایه ریس اودلا اودلا ډنډورې لا دوام لری اومرور شوی چیغی دی او نارې ځان نه یې چرګ جوړ کړی ، ګواښ دی او ځواک پک مې لیدلی وه خو نه ماغزه وتلی ! عبد الله عبد الله باید دا ومنی چې سوله دملت حق دی ،دعدالت برکت او دعلم فضیلت.سوله کې انحصار نه منی دتولنې ټولې ستونزې کرارکرار ور سره خوندی کیږی وایې چې یوخل دقریشود دو قبیلو ترمنخ اخ اوډب
زموږ د کلي شپونکی يې شهید کړ
د خوست د تڼیو د نریزي د کلي تنکۍ ژڼکۍ شپونکۍ په خپل غره کې په غټه پرښه ناست او په داسې حال کې چې د میږو او وزو رمه ورته څریده په دې وروستیو کې د پنجاپي پوځ د مرمیو خوراک شو. هغه پنجاپ او لاهور ته نه و تللی . هغه په خپل کلي ، خپل غر او خپل وطن کې و دا دده وطن او مینه وه . مګر د پنجاپیانو په نظر هغه دلته بیګانه و، او پنجاپیانو ته د یوه پښتون شپونکي شتون د زغم وړ نه و. چې داسې په ارامه خپلې میږې او وزې و څروي . دا ځکه چې د دې سیمې ، اصلي مالکان پنجاپیان خپل ځانونه بولي. دوی پښتنو ته هر چ
د روانو '' سیاسي بزکشیو '' څخه خلاصون او د غمیزې بنیادي حل
د روانو '' سیاسي بزکشیو '' څخه خلاصون او د غمیزې بنیادي حل. تبصره : وروستیو انتخاباتو ته په حقیقت خلکو په •غوڅ اکثریت « نه » وویل او هغه یې تحریم کړل. له کم او زیات دولسو میلیونونو څخه چې د ووټ اچولو مستحق وو؛ شاوخوا دوو میلیونو وګړو پکې برخه واخېسته؛ هغه هم که رښتیا وي. د ټاکنو د کمیسیون په دې وېش کې غني په نهو لکو ولسمشر اعلان کړ.. اوس که لږ د دموکراسۍ دغه غولونکې ډرامې او تیاتر ته پام وکړو؛ ایا په یوه څلوېښت میلیوني هېواد کې څوک مشروعیت لري چې په
پټه لوبه او د غني دریز
د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غني په وړاندې یوه پټه لوبه روانه ده . دا لوبه د یوه فشار په بڼه داخلي فاسدو کړیو ، ګاونډیو افغان دښمنه هیوادونو او لویدیز په ګډه توګه روانه کړیده. ددې له پاره چې د داخلي فاسدو کړیو او د هغوی بهرنیو ملاتړ کونکو فشار او مقاومت مات کړي د افغانستان خلکو پراخ ملاتړ ته اړتیا لري. محمد اشرف غني د خپلو لوړو زده کړو ، تجربو او معلوماتو په درلودلو سره ښايی پوه شي چې د واک اصلي کیلي په خپله دخلکو سره ده . خلک دي چې تاریخ جوړوي . بهرني ځواکونه کیدای شي د ټولنې د
شعارونه او خبرې نه، کړنې مو سپيڅلې کړئ!
د يوه سياسي او مذهبي داسې خوځښت په توګه مو چې جرړې يې د هيواد په لرې پرتو سیمو کې د ښاري سيمو په پرتله ډيرې او پياوړي دي د موجوده حکومت تشې او نيمګړتياوې وينو او د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې مو حکومت ته د شکوو، ګيلو، سلا او مشورو په چوکاټ کې تر مشرانو رسولې دي، خو داچې په سياسي ډګر کې مو ولې د حکومت په وړاندي سنګر نه ده نيولئ ځکه چې سوله مونږ ته د نورو مسائلو په پرتله د افضليت او ارجحيت مقام لري. سوله زمونږ د ولس لپاره د اکسیجن حيثيت لري. مونږ د ولسي جرګې او ولسمشریزو ټولټاکنو کې وليدل
عبدالله بیا «دوه سری »حکومت غواړي!
ما لږ مهال مخکې د «ګډ حکومت» تر سرلیک لاندې، یوه لیکنه په رسنیو کې خپره کړې وه. هلته مې د عبدالله د ناحقه لوړې غونډه کې د نوموړي د موازي حکومت په اړه چې عبدالله ورته د «ټولشموله حکومت» نوم ورکوي، لیکلي ول چې داسې موازي حکومت افغانانو او نړیوالو په پراخه کچه وغانده. په دې اړه یو نږدې دوست لیکي«جناب ډاکټر صیب تاسې لیکلي چې موازي حکومت نړیوالو وغانده اوس خو همدا نړیوال او په سر کې يي امریکا ده چې د همه شمول چغې وهي او ولسمشر يې تر ټینګ فشار لاندې نېولی، کله د یو میلیارد ډالرو مرسته کمول او ی
ګډ حکومت
دا مهال هېواد کې د ګډ حکومت په اړه بېلا بېل نظرونه او وړاندیزونه کیږي چې یو يي هم د ۱۳۹۸ کال د تولټاکنو پر بنسټ د ګډ حکومت طرحه ده چې ټاکنو کې د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم لخوا وړاندې کیږي. همدارنګه د ټاکنو بله ډله د عبدالله په مشرۍ چې ټاکنو کې يي ماته خوړلې د ټاکنو د ماهیت د مسخه او بې اعتبارولو لپاره، ګډ حکومت په یو بل نوم چې دوی يي ټولشموله حکومت نوموي، د افغانستان لپاره کیمیا ګڼي. ځینې نور بیا د پراخ بنسټه حکومت وړاندیز لري او هغه د افغانستان لپاره وړ بولي. خو خبره تر ډېره برید
استرالیا کې بندي پناه غوښتونکي د کرونا وایرس له خطر سره مخ دي
د استرالیا د SBS ورځپاڼې سره په مرکه کې یو شمیر پناه غوښتونکو ويلي، دوی ویره لري چې د کرونا وایرس ښايي د مهاجرت توقیف خونو ته خپور شي او ښايي ډیری کډوال او پناه غوښتونکي پرې اخته شي ځکه دوی ټول سره یوځای اوسیږي. د عیسی په نوم یو پناه غوښتونکی چې دا مهال د استرالیا په (ویلا ووډ) مهاجرت توقیف خونه کې له ۴۰۰ نورو پناه غوښتونکو سره یوځای بندي دی، پدې مرکه کې ویلي چې د کرونا وایرس د چټک خپریدو له کبله دوی ټول ویریدلي او د
د کرونا وایرس د خپریدو له امله استرالیا کې یونیم میلیون بهرني کارګران بې کاره شوي
استرالیا کې نږدې ۱.۶ میلیونه د موقتي ویزو لرونکي بهرنیان د کرونا وایرس د رامنځته شوو محدودیتونو له امله بې کاره شوي او پدې اقتصادي بحران کې سخت ځپل شوي. ډیری دغه بهرنیان چې استرالیا کې کوچني پرچون تجارتونه لري او یا په میلمه پالنې صنعت کې لکه هوټلونو او رستورانتونو کې کار کوي دا مهال له ترټولو زیات په روان وضعیت کې زیانمن شوي. دغه هیواد کې یوازې له ۶۰۰ زرو زیات د نیوزیلین
په تونل کې رڼا ښکاري
که اسمان دې د زمري په خوله کې ورکا د زمري په خوله کې مه پریږده همت خوشال بابا د روان عیسوی کال د فبرورۍ په ۲۹ مه، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړونلیک او بلخوا د ۱۳۹۸ کال په ټاکنو کې د ولسمشر غني بریا دوه داسې پېښې دي چې په اړه یې یو شمېر رسنوال او لیکوالان د بدګمانۍ، منفي پالنې( Negativism)، بدبینۍ او د توطيې تیوري له دریځه چلند کوي. همدارنګه د ټاکنو له پایلو څخه د عبدالله او د هغه د ډلې د «نه منم» شیطاني دریځ او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړونلیک کې په تېره بیا
د غني قاطعیت او د قطر سناریو
په اوسني حساس حالت کې اړینه وه او ده چې د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو او بهرنیو ستونزو او مسایلو ( د هغه له جملې د قطر موافقو، بین الافغانی خبرو ) په وړاندې د اساسي قانون سره سم غوڅ چلند غوره او په دې ډول د هیواد د دفاع په مورچل کې و دریږي. په لومړیو کې دا اړینه وه چې د قطر د مذاکراتو ته یې ژور پام کړی او دا حالت یې په دقیقه توګه څارلی او په دې هکله یې د یو مستقل هیواد په توګه چلند کړی وای. دا چې په قطر کې د افغانستان د پاره یوه سناریو د کابل په نشتون کې رامنځته شوه او او