( دغازی امان الله خان د درناوی د اونۍ په مناسبت)

د پاچا امان الله خان د اصلاحاتو په تطبیق کی یو غوره ګام په مالی چاروکی سمون او نوښت و. پاچا د اقتصادی زیربنا په اهمیت پوهید او اقتصادی استقلال یی د سیاسی استقلال ملاتړ باله. دغه پاچا د ډیرو نورو اقتصادی تدابیرو او پروژو ترڅنګ، بانکنوټ نشر کړ او پخوانی جنسی مالیات یی په نقدی واړول، دا اقدام هم مودی او هم د دولت د خزانی لپاره ګټور و. د ملت د اکثریت (بزګرانو شپنو او پیشه ورانو) په وړاندی یی پخواني درانه بارونه سپک کړل، جنسی مالیات، د خریدارۍ د غلې حواله کول او اجباري اذوقه رسول یې منع کړل؛ د ډیرو زیاتو پړاوونو لرونکو دولتی مالیاتو د راټولولو، ستومانه کوونکی اجاره داری، د مالیه ورکوونکی او مالیه اخیستونکی تر منځ د فیوډال او مَلکانو واسطه، د قریه داری زوړتشکیل، د ناشمیرل شویو څارویو د مالیاتو اخیستل اجباری کار او بیګار، له پیشه ورو او صنعتکارو څخه د بازار بیلابیل ټکسونه او نور یی ټول منع کړل. د ځمکې مالیات هم په نغدي بڼه واړول شول او ټول مالیه ورکوونکی په سیده توګه پرته د مَلک او خان په پام کی نیولو څخه د دولت له مالی دفترونو سره وتړل شول. دولت خپل ټول ضرورتونه په نغدو پیسو او په خپل زړه پیرودل د څاروی روزونکو څاروی هر کال شمیرل پیل شول او د هغو د موجودیت له مخی به مالیه اخیستل کیده او د دی موخی لپاره یو جلا قانون (نظامنامه/قانون مواشی) جوړ شو.
د مالی او پولی مسایلو د ښه تنظیم په خاطر دا وخت نوې افغانۍ (ملی کرنسی)د پخوانیو افغانی روپیو په عوض جریان ته ووتلې، دا کرنسی او بانکنوټ همدا د ISO 4217: AFN) ) اصلی کود لرونکی وې، چې په کال ۱۹۲۵ م. کې معرفی شوی. مخکی تردې له ۱۸۹۱ م. راهیسی د امیرعبدالرحمن خان او امیرحبیب الله خان وختونو کې افغاني روپۍ چلیدی او هند کې هندی روپۍ چلېدی. پاچا امان الله خان وروسته د استقلال تر لاسه کولوڅخه دسکې ترڅنګ بانکنوټ نشر کړ (افغانستان دکاغذی پیسو لرونکی شو)او د پیسو پالیسی یی طرح کړه. دپیسو او بانکی چارو قانون (نظامنامه) یې هم نافذه کړه.
په کابل کی د مالیی د اداراتو د چارو د تنظیم په خاطر د "اصول دفتر" ښوونځی پرانیستل شو چی مدیر یی مرزا مجتبی خان و او د دغه ښوونځی فارغان به د هیواد د مالیی په دفترونو کی ګومارل کیدل. دغه کار د هیواد زړی حسابی چاری په یوه نوی عصر سیستم باندی واړولی چی ښاری بڼه یی غوره کړه. د کرنی مامورینو او د مالیاتو د تحصیل لپاره هم په ۱۹۲۳ م. کی یو شمیر قوانین جوړ او وضع شول. د با خبره حکامو د روزنی په خاطر په مرکز کی د حکامو ښوونځی جوړ او فارغان یی سیمه ییزو ادارو کی مقرریدل او د حکامو او مامورینو د دندو قانون یی جوړ او د اداری د تنظیم چاری یی په ۱۹۲۲ کال کی سمبالی کړی له دی څخه یو کال مخکی یی د تشویق ضایع په نوم قانون پاس کړی و چی د مالیاتو د ریفورم له طریقه یی د صنایعو وده هڅوله. همدارنګه د تولیداتو د هڅونی په خاطر یی تقاوی وضع کړه. سره له دې چی د دولتی املاکو د پلورنې قانون په ۱۹۲۳ م.کی د ځمکو د له لاسه وتلو او د بزګرانو د زیانمن کیدو لامل شو او له بلې خوا یې خصوصی ملکیتونه پیاوړی کړل، خو بیا هم یو ګټورقانون جوړ شو او موقوفه اراضی هم لا دمخه له منځه ولاړل. سوداګری هم پراخه شوه بی شمیره د هیواد دننه ګمرکونه راکم، خو اصلاح شول. د دغو ټولو ریفورمونو په پایله کی د پانګوالی پرمختګ ګړندی شو، د سوداګریزو معاملاتو لپاره شرعی محکمی جوړې شوې او یو شمیر تجارتی شرکتونه لکه تنویرات، موټر، درمل، رفقای افغان، اتحاد افغان، قمر، ضیا او جرمنی شرکتونه او د شوروی تجارتخانه او نور جوړ شول. د انګلیس له دولت سره یو سوداګریز قرارداد لاسلیک شو د افغانستان سوداګریز استازی قونسل او وکیل التجاره د افغانستان ګاونډیو هیوادونو کی وګومارل شول او سوداګریزی چاری یی اسانه کړی. دخصوصی سکتور ترڅنګ؛ دولت هم ملی تجارتی موسسات لکه امانیه شرکت او ثمر شرکت او نور جوړ کړل. له دی امله چی تر دی مهال پوری په افغانستان کی د اروپا پانګه نه وه راغلی خو ورو ورو د اروپا سوداګری مخ په پیاوړتیا وه، خو دغه ډول سوداګری د داخلی صنایعو د پرمختګ لپاره خنډ شوه دا ځکه چی د هیواد اقتصاد په ډیر لومړنی حالت کی او وروسته پاتی و مملکت کومی فابریکی پاخه کارګرا او د وسپنی پټلی نه لرله نو ځکه امانیه دولت په دی لټه کی شو چی افغانستان ته فابریکی او د وسپنی پټلی راولی او د ۱۳۰۷ کال په لویه جرګه کی یی دا خبره توضیح کړله چی دولت د الوتکو د ترمیم د یوی فابریکی په لټه کی دی او له موجوده د فابریکی پرته به یوه فابریکه هم د سپینو باروتو د تولید لپاره جوړه شی په افغانستان کی لومړنی باروت جوړوونکی ترکی متخصص رضابیک و چی د لومړنی نړیوالی جګړی د کلونو په ترڅ کی دلته اوسید او سپین باروت یی جوړول دغه شخص په ۱۹۲۱ م کال ومړ او پاچا په خپله د هغه په جنازه کی ګډون وکړ د هغه یو شاګرد فیض محمد نومی د دولت له دوو فرانسوی او جرمنی شرکتونو سره یو قرارداد لاسلیک کړ چی د هغه له مخی به په لسو کلونو کی د وسپنی پټلی له جنوب څخه تر شمال پوری وغځول شی د دغه کار د سروی لپاره څلور تنه فرانسویان کابل ته او بیا له دی ځایه کندهار ته ولاړل همدارنګه د تیلیفون او تلګراف د لین د غځولو چاری له مرکز څخه تر ولایتونو پوری پیل شوی په پغمان جلال اباد او کندهار کی د بریښنا په ستیشنونو باندی کار پیل شو د څرمن جوړولو باروت جوړولو سمنټو او ګوګړ جوړولو فابریکو ته بریښنا ورسول شوه د موټر د ترمیم د پرزو جوړولو صابون عطر تار جوړولو او رخت اوبدلو ترکاڼی او یخ جوړولو فابریکی او د پومبی د غوړ ایستلو ماشینونه په کندهار مزار او هرات کی جوړ او ودرول شول په همدی ډول د لاندنیو فابریکو جوړول هم په پام کی ونیول شو قندسازی نساجی د نخی او جیم ټوکرانو جوړولو فابریکه د تڼی جوړولو فابریکه د میوی ساتنی فابریکه د کوچ او پوڅی جوړولو فابریکه د تیل خاک فابریکه او د کابل مزار شوروی او ایران او ترکیی تر منځ د هوایی ډاګ د چارو پیل کول د غزنی د سراج او بند غازی د اوبو بندونه جوړ شول، د څمکنیو د اوبو بند تړل او د نهر رزاق بشپړول هم تر لاس لاندی ونیول شول دولت د جرمنی له هیواد څخه د کاملته الوداد تجارتی معاملو حق او د پولند له هیواد څخه یی د ترانزیت حق ترلاسه کړ او له مسکو او برلین سره یی د سوداګریزو قراردادونو په هکله خبری پیل کړی د نورو قراردادونو د ترسره کولو، د بدخشان د لاجبرو، د هرات د تیلو او د وسپنی ویلی کولو، د وسپنې د کانونو، د ډبرو، سکرو، ګوګړو، سرپو، شوکاڼي، مرمر، سپینی خاوری او نورو چارو په خاطر یی پروګرامونه تر کار لاندی ونیول او د پکتیا، اسمار او نورو ځنګلونو د تنظیم او اداری لپاره یی پروګرامونه پیل کړل. همدارنګه د آسونو د نسلونو د زیاتوالی، د قره قل د نسل د عمومیت موندلو او د وریښمو د چینجو د روزنې لپاره پلانونونه جوړ شول. په کابل کی د ملی صنایعو نندارتون جوړ شو د دولت مامورینو ته له وطنی رخت څخه د جامو استعمال جبری شو. د دغو ریفورمونو په پایله کې د دولت عایدات له پخوا څخه زیات او دوه برابره شول او په کال کی له ۸۰ میلیونو روپیو څخه ۱۸۰ میلیون روپیو ته ورسیدل(۲۲۵٪افزایش) دغه عاید له لاندنیو سرچینو څخه و:
د ځمکو مالیات ۸۰ میلیونه، د څارویو مالیات ۲۵ میلیونه، ګمرکی مالیات ۴۰ میلیونه، د صکوکو محصول لس میلیونه، نور عواید ۲۵ میلیونه او ټول ۱۸۰ میلیونه روپۍ. د دولت لوی لګښتونه دا وو:
- د حربیی وزارت ۴۰ میلیونه.
- د معارف وزارت ۱۵ میلیونه.
- د بهرنیو چارو وزارت ۷ میلیونه.
- د مالیی وزارت ۳ میلیونه.
- د تعمیراتو لګښت ۱۰ میلیونه.
- د دربار وزارت ۲۰ میلیونه.
- د کورنیو چارو وزارت ۱۲ میلیونه.
- د عدلیی وزارت ۲ میلیونه.
- نور لګښتونه خریداری او یو څه سپما ۶۷ میلیونه.
له نوی بانکنوټ مخکی؛ د افغانی پیسو(روپیو) ارزښت داسی و چی سل کابلۍ روپۍ ۶۰ هندۍ کلداری کیدلی دا ځکه چی د ګلداره سپین زرو روپیو دروندوالی دوه نیم مثقاله او د کابلی سپینو زرو د روپیو وزن دوه مثقاله و خو د کابلیو روپیو غش په سلو کی لس و وروسته بیا په افغانی روپیو کی غش په سلو کی ۲۵ ته پورته شو او بیی یی د بهرنیو نورو پیسو او په تیره بیا د هندی کلدارو په وړاندی کال په کال کمښت وموند نو ځکه د ریفورم په لومړی پړاو کی د کابل په بازارونو کی د لومړنیو اړتیا وړ شیانو بیی په دی توګه وی:
د کابل دوه نیم چارکه اوړه یوه روپی په تاشقرغان کی د کابل اته چارکه په یوه روپۍ، د کابل دری پاوه غوښه یوه روپۍ په تاشقرغان کی د کابل یوه نیم چارکه په یوه روپۍ غوړی یو پاو او دولس مثقاله په یوه روپۍ په تاشقرغان کی یوه نیم په یوه روپۍ نرۍ وریجی په کابل کی یو چارک او دری پاوه یوه روپۍ په تاشقرغان کی یو چارک او دری نیم پاوه په یوه روپۍ وازګه په کابل کی دوه نیم پاوه یوه روپۍ هیندواڼه من په یو غیران، البته نویو ریفورمونو پیسی غوښتی، نو ځکه دولت د مالیاتو په زیاتولو لاس پوری کړ، د بیلګی په توګه د ابی ځمکو مالیات، چی پخوا د جریب په سر پینځه روپۍ، اته روپیو ته پورته شول او د څارویو مالیات هم زیات شول، د اوښ مالیه له دریو څخه څلورو روپیو ته ته د آس مالیه له دوو څخه دریو روپیو ته، غویان له یوی روپۍ څخه دوو روپیو ته، د خره مالیه له دولسو پیسو څخه یوی روپۍ ته او د پسه مالیه له اووه پیسو څخه پنځوسو ته لوړه شوه په ۱۹۲۰ م.کال کی کاغذی یوه پینځه، ۲۵، ۵۰ او سلګیز افغانیګی نوټونه چاپ او خپاره شول او د سرو زرو سکی پینځه امانیه په ۷۵ روپۍ، دوه امانیه په ۳۰ روپۍ او یوه امانیه په ۱۵ روپۍ او نیم امانیه اوو نیمی روپۍ وه. همدارنګه فلزی مسکوکات سپین زر او مس د پیسو د واحد روپۍ اجزاوو، کونډه کیدل د مقیاساتو قانون په ۱۹۲۲ کال کی وضع شو.
دا اصلاحات او لاسته راوړنی لا هغه وخت د سیمی نورو هیوادو کې چا نه پیژندې، دغو تحولاتو افغانستان ته یوه نوې او مترقی بڼه ورکړی وه، دا ریفورمونه د سیمې دمستضعفو او ښکیلاک لاندې نورو مستعمراتو لپاره د الهام او قوت سرچینه شوه.
خاطره : په ۲۰۱۳م. کی مې په استانبول کې د ترکیې تر ټولو لوی او تاریخی موزیم کوت، که ګورم، افغانستان سره د ترکیی د تاریخی اړیکو لپاره ځانګړی ځای و، چې د غازی امان الله خان په عکسونو ښکلی کړل شوی و. په دی کې هغه د سرو او سپنو زرو سوغاتونه و چې امان الله خان دترکیی د هغه وخت د ضعیف او غورځیدلی اقتصاد سره د مرستې لپاره وراستولی و. څو ځایه مې نور هم د مرستو اسناد ولیدل، له هغه ترکی څخه می په دې هکله وپوښتل، چې ماسره خوا کې و. هغه ځواب راکړ:
زموږ د بانکی سیستم په تاریخ کې لومړنی نوم د افغانی شاه امان الله نوم راځی چی د ترکیی داقتصاد او بانک بنسټ یی راسره کلک کړی او زمو د ښوونځیو داقتصاد مضمون کی یی هم نوم شته. ما د ویاړ احساس وکړ، احساس می وکړ چې سترګی مې لمدې شوې، دموزیم انځورونه او لیکنی را ته تت وبریښیدل، ترڅو می سترګې په دسمال وچې نه کړی د موزیم د نورو انځورونو لیدل راته ګران و. دغه ترکی ته بله په زړه پورې موضوع د بلخ د مولانا اثار و. هغه د مولانا شناسی څانګه لوستی وه او په تصوف او عرفان کی یې مطالعه لرله، هغه د قونیې په هکله او د مولانا د زیارت په اړه هم ښه معلومات لرل، کوم چی دغه ځای او د مولانا زیارت ماصرف یو ځل لیدلی و. هغه به په انګلیسی خبروکې (darwishan chrkhan ) یادونه ډیره کوله. ما ورته د مولانا په هکله دارواښاد سرمد او اقبال څو شعرونه واورل (شب تارش مه پندار...)، خو هغه په دری نه پوهید . له دغه موزیم او دغه ترکی څخه مې دا خاطره نه هیریږي.