نن سبا د ځینې خلکو ترمنځ تبلیغات او یا شعارونه ښکته پورته کې کېږي چې:
دین مې انسانیت او انسانیت راته له دین څخه مهم دی.
د اړیکو او تعامل نښه باید انسانیت وي نه دین. دین د انسانانو ترمنځ کرښه راښکلې، هغوی یې تقسیم او په طبقو وېشلې دي او...
ولې آیا په رښتیا هم همداسې ده؟! د دې بحث په دوام کې باید لاندېنیو پوښتنو ته ځواب وویل شي:
۱- دغسې بحثونه ولې په ټولنه کې مطرح شوي دي؟
٢. دین څه شی دی؟
٣. انسانیت څه شی دی؟
۴. دین او انسانیت په خپلو کې څه نسبت او اړیکه لري؟
د لومړي سوال ځواب: •د دین او انسانیت موضوع د مطرح کېدو علت په لاندېنیو مواردو کې د لټولو وړ ده:
– په اسلامي نړۍ کې د اسلام په نوم د ځینو دولتونو واک ته رسېدل چې په خپل مأموریت او دنده کې ناکام او ناتوان وو.
– د افراطي اسلام پالنې څرګندېدنه
– په اسلامي ټولنو کې په دوه دلایلو د ټولنیز اخلاقو لوېدل:
۱) غربي موډرنیت او د شرقي ټولنو مډرن کول
۲) د دیندارانو پر وړاندې د شریعت او سیاست دوه اړخونو ټوکېدل. یعنې د دین ټولنیز او اخلاقي اړخ له پامه غورځول شوی او یا کمرنګ شوی دی.
دین څه ته وایي؟!
پرته له شکه په دین باور لرونکي او نه باور لرونکي دین په ځانګړي ډول تعریفوي، او له دین څخه ځانګړی برداشت لري، چې ډېری دغه تعریفونه او برداشتونه یو له بل سره په ټکر کې دي. ولې دلته غوره ده چې دین د دیندارانو له نظره تعریف کړو، ځکه چې له هماغه لومړیو څخه غېر دینداران د دین په نفي کولو باور لري نه د هغه په اثبات.
په جهان کې درې لوري شتون لري یو اړخ یې الله جل جلاله دی، د طبیعت لوری او بل لوری یې انسان دی.
خو د انسان او طبیعت خالق او رامنځته کوونکی الله جل جلاله دی. مهم ټکی دا دی چې دینپالان په دې آند دي چې انسان یوازې په خپل عقل سره نه شي کولای، له خپل توان او استعداد، د طبیعت له امکاناتو او نعمتونو څخه لازمه ګټنه او رشد وکړي.
د دوی په باور، الله تعالی چې د انسان او طبیعت خالق دی، د انسان د سمې او بهترینې ګټنې لپاره له خپلې وړتیا او استعداد او د طبیعت امکانات او نعمتونو څخه انسان ته داسې پیغام راستولی، چې په منلو سره یې رشد، فردي تکامل او له طبیعت څخه مناسبه او سمه ګټنه ترسره کېږي. له مرګ څخه وروسته ژوند باندې ایمان هم هر نوعه ناهیلي او پوچ او بې معنی احساس د هغه له ژوند څخه لرې کېږي. دغسې پیغام د یو لړ باورونو، د یو سره رفتارونو او مواضع دي چې باید ترسره شي او یا ورڅخه پرهیز او لرېوالی وشي.
په ټولیز ډول دین درې برخې لري:
الف) عقاید او باورونه ب) احکام او عبادات ج) اخلاق
همدا درې برخې د طبیعت له امکاناتو او نعمتونو څخه د انسان د سمې او بهترینې ګټنې د وړتیا او توانایي د رشد لپاره دي.
د انسانیت پېژندنه:
که څه هم تر دې دمه •د انسان کېدو او انسانیت لپاره په داسې معیارونو اجماع شتون نه لري، چې پر اساس یې اساني او غېر انساني کړنې بېلې کړو، ولې ظاهراً هغه کسان چې انسانیت ته په لومړیتوب او حتی د دین ځایناستي باندې باور لري، په یو کس کې دوه ځانګړتیاوې (د مسوؤلیت احساس او اخلاق) د انسانیت نښه ګڼي. په دې معنی په هره اندازه چې یو کس د نورو همنوعانو او چاپیریال په مقابل کې د مسوؤلیت احساس ولري او په رویې او اړیکو کې اخلاقي وي، همغهومره ډېر انسانیت لري او نه دا چې دین ته اړتیا نه لري، بلکې دین یې انسانیت او انسانیت یې دین دی.
اوس چې د دین او انسانیت تعریف وشو، باید پلټنه وکړو چې آیا حقیقتاً دین او انسانیت یو بل سره په تضاد کې دي؟!
په دې برخه کې د مسوؤلیت احساس ارزښت ته د قرآن او رسول الله صلی الله علیه وسلم ویناوو ته یو ځغلنده نظر کوو. په قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په فرمایشاتو کې په سلهاو ځلې د مسوؤلیت احساس، د اخلاقو ارزښت او ځایګي (جایگاه) او د انسان اخلاقي ژوند ته اشاره شوې ده.
الف) د مسوؤلیت احساس
په بنسټیز ډول دین یعنې مسوؤلیت منل او د خدای تعالی، همنوعان، مور او پلار، چاپېریال او... نورو په اړه الله جل جلاله ته د انسان ځوابوېینه ده.
قراني ایتونه
– وَلَا تَقْفُ مَا لَیْسَ لَکَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ کُلُّ أُولَٰئِکَ کَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا. (الاسراء ۳۶ ایت)
ژباړه: او په هغه څه پسې مه ځه چې پرې نه پوهېږې، دا ځمکه چې غوږ، سترګې او زړه داسې دي، چې د هر یوه پوښتنه کېږي.
– کلُّ نفسٍ بِما کَسَبَتْ رَهینهٌ (المدثر ۳۸ ایت)
هر نفس به د خپلو كړو په بدل كې ګاڼه (ګرو) وي
– وَلَا تَزِرُ وَازِرَهٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ
هیڅ په شاه کوونکی د بل بار نه په شا کوي. یعنې هر څوک د خپلو اعمالو مسوؤل دی.
إِنَّ اللَّهَ لَا یُغَیِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ یُغَیِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ. (الرعد ۱۱ ایت)
ژباړه: یقیناً چې الله جلا جلاله هغه څه (او له بدمرغۍ څخه یې نېکمرغۍ ته، له جهالت څخه یې پوهې ته، له ذلت څخه عزت ته، له غلامۍ څخه خپلواکۍ ته او ... بالعکس) نه بدلوي، چې د یوه قوم په برخه شوي، تر هغې چې هغوی خپل ځاني حالات بدل کړي.
د رسول الله احادیث
د اسلام ستر پېغمبر انسان مسوؤل ګڼي:
– کُلُّکُمْ رَاعٍ وَکُلُّکُمْ مَسْؤول عَنْ رَعِیَّتِهِ، الإِمَامُ رَاعٍ وَ مَسْؤولٌ عَنْ رَعِیَّتِهِ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ فِی أَهْلِهِ وَهُوَ مَسْؤولٌ عَنْ رَعِیَّتِهِ، وَالْمَرْأَهُ رَاعِیَهٌ فِی بَیْتِ زَوْجِهَا وَ مَسْؤولَهٌ عَنْ رَعِیَّتِهَا، وَالْخَادِمُ رَاعٍ فِی مَالِ سَیِّدِهِ ومَسْؤولٌ عَنْ رَعِیَّتِهِ، -قَالَ: وَحَسِبْتُ أَنْ قَدْ قَالَ: وَالرَّجُلُ رَاعٍ فِی مَالِ أَبِیهِ وَمَسْؤولٌ عَنْ رَعِیَّتِهِ- وَکُلُّکُمْ رَاعٍ وَمَسْؤولٌ عَنْ رَعِیَّتِه
ژباړه: پوه شئ! تاسې ټول شپونکي (ساتونکي) یاست او تاسو ټول د خپل رعیت مسؤولیت لرئ، رهبر او پیشوا د ټولنې ساتونکی دی او د هغوی په نسبت مسؤول دی. نارینه د خپلې کورنۍ ساتونکی دی او د هغوی په نسبت مسؤول دی. مېرمن د خاوند د کور ساتونکې ده او د هغه په نسبت مسؤوله ده. کاریګر د کارفرما د مال ساتونکی دی او له هغه دې پوښتنه وشي. پوه شئ تاسې ټول شپانه یاست او تاسې ټول د خپل رعیت په نسبت مسؤول یاست.
– من لا یهتم بأمر المسلمین فلیس منهم و من لم یصبح و یمسی ناصحاً لله و لرسوله ولکتابه ولإمامه ولعامه المسلمین فلیس منا.
ژباړه: هر څوک چې د مسلمانانو د چارو او وضعیت په اړه بې تفاوته وي او په شپه او ورځ کې د خدای، پېغمبر، قرآن، د هېواد د رهبرانو او مسؤولانو او به لنډه توګه د ټولو مسلمانانو په اړه د مسؤولیت احساس ونه لري، نه شو ویلای، چې مسلمان دی او یا لږ تر لږه د اسلام پوره درجو لرونکی دی.
نو معلومه شوه چې اسلام،
اول) د انسان مسؤولیت او مسؤول کېدل په رسمیت پېژني.
دویم) چا ته د مسؤولیت احساس کوي، غوره ځایګی وربښي.
درېیم) د مسؤولیت اداکولو لپاره ډېره لوړه بدله په پام کې نیولې ده.
څلورم) د مسؤولیت ترسره کول وېشي او د ټولو په غاړه یې وراچوي یعنې د مسؤولیت سختي او دروندوالی اسانوي.
ب) اخلاق
قرآن:
وګړیز اخلاق په فرقان سورت او ټولنیز اخلاق په حجرات سورت کې وګړيزې او ټولنیزې اخلاقي کړنې په ډېر ښکلي او بې ساري ډول بیان کړي دي.
ـ احادیث
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د اخلاقو په باره کې یو مشهور احادیث نقل شوي، چې تر دې دمه هم د انسان لپاره یوه هیله ده.
– بُعِثتُ لِاُتَمِّمَ مکارمَ الَاخلٰاقِ
ژباړه: یعنې زه د اخلاقو بشپړولو لپاره رالېږل شوی یم.
– أَکْمَلُ الْمُؤْمِنِینَ إِیمَانًا أَحْسَنُهُمْ خُلُقًا وَ خِیَارُکُمْ خِیَارُکُمْ لِنِسَائِهِمْ خُلُقًا
ژباړه: د ایمان پوره درجه هغه مؤمن لري چې اخلاق یې ښه وي او له تاسو څخه بهترین هغه دی چې له خپلو مېرمنو سره ښه اخلاق لرونکی وي.
په مرسل حديث کي راغلي دي چي يو سړى و نبي صلی الله علیه وسلم ته راغي او ويې ويل : اې د الله جل جلاله رسوله! دين څه شى دى ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل: ښه خوي او اخلاق ( البخاري
– مَا مِنْ شَیْءٍ أَثْقَلُ فِی الْمِیزَانِ مِنْ خُلُقٍ حَسَنٍ
ژباړه: د میزان په تله کې له غوره اخلاقو بل هیڅ شی دروند نشته
هغه مهال چې د مسلمانانو لومړۍ ډله د جعفر ابن ابی طالب په مشرۍ حبشې (اتیوپي) ته هجرت وکړ د حبشې بادشاه ورڅخه د پیغمبر په هکله معلومات وغوښتل نو حضرت حعفر رضی الله عنه ورته وویل: مونږ ته یې امر کړی دی چې په وینا کې رښتیني اوسو په امانت کې خیانت ونه کړو خپلوي وپالو او د وینو له تویلو ډډه وکړو.
رسولالله صلی الله علیه وسلم به خپلو ملګرو ته د جنګ پر مهال سپارښتنه کوله چې:
ښځې کوشنیان او بوډاګان ونه وژني.
وژنې غوڅې نه کړي او د اوبو څاګانې ویجاړې نه کړي.
دیني او مذهبي ځایونه تخریب نه کړی.
د دین له انده د مسؤولیت احساس او اخلاقو ته په کتو آیا اوس هم ویلای شو چې دین او اخلاق سره ناموافق دي؟
آیا رښتیا هم انسانیت کولای شي د دین ځایګی شي؟
د پورتنیو دواړو پوښتنو ځواب منفي دی. دین او انسانیت نه یواځې دا چې سره په ټکر کې نه دي بلکې انسانیت د دین ستن او بنسټ دی او دین د انسانیت بشپړوونکی دی. له دین پرته انسانیت نابشپړ دی.