بشنو از نی چون حکایت میکند وازجدایی ها شکایت میکند
مولا نا جلال الدین بلخی
امریکا یو ستر ملک دی . ډیر شیان یې له نورو ملکو نو سره زیات توپیرونه لری اوپه هیڅ توګه دمقایسې وړ نه دی. امریکا د مالی او اقتصادی ،پوځی او حکومتی سیستم په خاطریو ستر زبر ځواک دی امریکا په اقتصا دی، سیاسی، مدنی برخوکې یو عجیب او غریب فرهنګ او منابع لری. نور ډیر داسې توپیرو نه هم شته چې یادونه یی دلته ناممکنه بریښی ..... ولې سره له دې ټولو امکا ناتوکه د بشر د حقونو بحث ته راشودامریکا جنایت هیڅ عقل او منطق په افغانستان کې منلی نه شی چې سپینه ماڼۍ دې بې له سیاسی محاسبې او سوچ په کال ۲۰۰۱ م د اکتوبرد میاشتې په اومه ، دسپتا مبر د یولسمې پېښې ترنوم لاندې دې دتروریزم د له منځه وړلو په نوم زموږ مظلوم ، جنګ او جګړو خوړلی هېواد باندې تجاوز وکړی.اودغه ډول ناوړه تصمیم ته دې شل کاله دوام ورکړی . تا سې وګوری ددي ترڅنګ دبشر حقوقو مدافعا،د ملګرو ملتونو سازمان،د نړیوالئ ټولنې نورو استخبا راتی کورنیو او بهرنیو کړیواو دخیلوشبکو او نورو برګو هم ور ته کتل اوپټه خوله ول چې دکابل ښار داکتوبرپه میاشتې کې یې سقوط وکړ.دامریکا پوځ د بې مالګې شوروای بی کفایت ،ګلم جمی نا اهلو او بې دانشو ددالرو وږو اوتږو جاسوسیو په مرسته امریکا له دې همکاری وروسته له ۴۰ ورځو د طالبانو ادارې او حکومت ته ماتې ورکړه.دامریکا یانو اهداف دجهاد له وخته زموږ کړکیچ کې کورنی او بهرنی غرضی عوامل در لودل دا یو روښانه دلمر په څېرحقیقت دی خو اوس وخت کې د القاعدې له منځه وړلو په پلمه او یوازې افغانستان دترهګرو دعملیاتو دپټن ځا ی په نوم طالبان له قدرته لېرې کړی په دې جګړه کې له پیله شیطان انګرېز ان هم د متحده ایالاتو اصلی ملګری وه. داکتوبر پر اولسمه نېټه دننګرهار په توره بوره کې سخته جګړه ونښته دلته یو شمیر افغانانو دواړه لورو ته دد الرو په زور کار کاوه لکه یو شمېر احساساتی ،اپورتونبست په اټکل دهر کاسې څټونکی تش په نوم سیاستوال چې له هر ممکن څخه غږ راباسی هغه هم د پخوانی حکومتی لقب لاندې لکه : پخوانی ولس مشر،پخوانی سفیر،پخوانی دېپلومات، او پخوانی دپارلمان سګ او سوګل لکه په توره بوره کې کله جبهه ګرمه ساتی او کله سړه معامله دسلو دالرو بیې ته لاړه شی انتر نټ وګوری! همدې وخت کې بن لادن دسی ای ا پخوانی اجنت پاکستان ته واوښت چې په کال ۲۰۱۱ دهیبت آباد په یوه پوځی سیمه کې ووژل شو. د المان دبن ګلم جمی ککړې ،څڅېدلې او موقع شناسې موقتی ادارې او کاسه لېسو دحامد کرزی چې د د سامبر دمیاشتې په ۲۲ کال ۲۰۰۱پیل شوه او د جون د میاشتې په دیارلسمه ۲۰۰۲پای ته ورسېد. امریکا شل کاله وروسته داومنله چې دې هېواد کې دموکراسی شنه کیدای نه شی، بیحسابه دالرې لاړې خو داوړۍ شرۍ نه شوه ،دغنی لافوک ګواښن او وژونکی اعتبار هم له مشروطی کمزوری راووت نو اوس یی دابله لاره غوره کړه چې هغه د دوحې مذاکرات ول.له بده مرغه ددوحې صادقو یو لاسو مرکچیانوهم ددې مذاکراتو ملی او اسلامی او به تېره بیا مذاکراتی نړیوال اړخ ته ولسی بڼه ور نه کړه یو څه ناغیړی یی وکړه اوپه مذاکراتو کې یې دولس یو شمیر سیاست پوه،ماهر ،مسلکی ، پاک او وطن دوست هیر کړل، کله ناکله همدا ولس دخاینو ، رهزنو کتار کې محاسبه کوی او حتی دپوهنتون استاد (عبدالغفار، کامیاب ) بهرنیو افغانانو ته دبی غیرتو خطاب کوی حیف دپوهنتون پر نوم باندې!نو سرپرست حکومت یا بخیل دی یا ددې مهارت نه لری چې څنګه دې خلکو سره له مشروعیت مخ کې تعامل وکړی. خبره مقام ، نښانو، مټکورولافو او پټاکو کې نه ده بلکې پوهه او داسلام په واقعی جهان بینی کې ده په هر حال لرې به نه خو که تاسې وګوری همداپه سینه ۵۰ ستورې جنرالان لکه موړه کړی خره او س وړاندیزونه لری هغه هم واهی او ما شومانه!دروسانو تهاجم او امریکا یانوپه افغانستان کې قطعی ماتی سره مخامخ شول منی یی او که یې نه دا دلمر په څېر یو روښانه حقیقت دی. اوس ددې بحث سر خط دا نه دی چې کوم یو ښه او کوم خراب دی کوم یو قابیل او کوم یې هابیل دی دواړو دافغانستان په بد مرغۍ، تباهی، بې شماره مصیبتونه او نور مرداری له ځانه سره راوړل او افغانستان یې په ډیرو برخو کې ټپی کړ . دروسانو مداخلې اوتجاوز یو ملیون قربانیان دوه ملیون معلول او له څلور ملیونه زیات یې کډوالی ته مجبور کړل.افغانستان یی کنډواله باندې بدل کړ.ټول اقتصادی ،فرهنګی اداری پوځی او سیاسی برخې یی ددې هېواد وېجاړې کړلې دې کې شک اوتردید نشته چې دروسانود تهاجم حجم دومره پراخ وه چې په زرګونوکسان دترکی او امین په وخت کې په ډیر بی رحمانه ډول سره دڅرخی پله له زندان وویستل شول او ژوندی خاوروته په ډله ایزه توګه وسپارل شول دغو وژنو دکارغل او نجیب ګاو په وخت کې دوام درلود. دغه جنایت دومره فجیع او وحشتناک وه چې دانسان له رسالته وځی وایی چې پرټنده یې ویشتل اوبیابه یی ټول یو ځای کندې ته ټیل وهل همدارنګه د روسانو په کلیو او باندو کې کړی جنایتونو باندې قلم او انسانی فطرت شرمیږی نورخو جنایت تور او سپین نه لری امریکا او روس نه پېژنی په درنو وسلو دانسانانو تباهی او وژنې دی دابېرحمانه کشتار ته همدغو ګروګانو نه کتل چې اوس له مظلوم ولس سره دحکومت په څرنګوالی باندې ښکر ور ته کړی .کومې دموکراسی او کوم آیین دا اجازه ورکوله چې کور په کور جنایت دې وکړی دبګرام دزندان جنایتونه او بربریت بوږنوونکی دی چې دلیدلو نه وه.په عراق او افغانستان کې دجنایاتو لړۍ هیڅ انسانی نورم او ستندرد نه منی ولو که یو څوک په هر مذهب معتقد وی او ان تردې چې هیڅ باورمن هم نه وی خو مسلمانان ددې پېښوښکار شول له بده مرغه بده ......بده مرغه .....تباه شول بګرام« دافغانستان ګوانتا نامو»پېژندل کېده. چیرې ول درسنیو مدافعان چې دغه جنایات ېې موږ ته په مدنی نړې ، ملګرو ملتونو سازمان له تګلاری سره راپېژندلی وای د۲۰۰۴ م کال دانتر نت دظلمونو تور تصویرونه وګوری چې د بشر کوم سیاسی او حقوقی ګډه وجه دا بر بریت زغملی شی. ایا داهم دبشر حقوق ګڼل کیږی دا کوم عقل او منطق ته دمنلو وړ دی؟.
.دغه جنایت نه وزن لری اونه حجم نه رنګ لری نه ډول لری او نه ډنګ . نه روس لری او نه امریکا یو یی کمونیزم دی اوبل یی امپریالیزم دې ورک دې شی ددواړو مخ.دغه ملت چا اسیر کړ نا پوهیو، سرتمبګیو ، ګواښو نو او خود خواهیواو زور واکیو !
اند ېښنه دمشروعیت دوه قطبی ځکه شوه چې یوشمېر پخوانی بېسواده پاټکی ،غله ، ماهر ګونګ داسلام ضد عنا صربهر او د ننه هلې ځلې کوی ملت ته په کرکه ګوری له امریکې غږ یوخل بیا په پخوانیو القابو کې ځان ښودنه کوی خو ایا امارت یې نه وینی؟
زه هغو ابن الوقتو ته وایم چې دوی دا فتوا په کوم دلیل طالبانو ته ورکوی چې کرارکرار ټول شرایط بدلون مومی ددې کرارکرار فریکونسی دوی څنګه څېړی؟
- دافغانستان ملی یووالی دافغانستان دهغه ولس دی چې ددې ملت عزت ، ابرو ، اوتاریخ یې پر هیچا لکه د حنیف اتمر ،کرزی، اودولا ګل مرجان او ډارن بې غیرته غنی په څېر نه دی پلورلی!
- هغویو شمیر ته چې دناستې به طریقه نه پوهیږی خوتودو سړو ګرمو او جوش کړیو بحثونو، څار ، تحول، او نورو کې له قضیې څخه بهر لافې،ګواښونه اوپټکی وهی داهم زموږ دبحث له فرهنګه د امرالله او جنرال مبین د سرچوګ دڅلور لاري ګواښونه او پتکې نه دی بلکې دستر او عظیم ولس ملی ارمانونه دی،
- هغو ته چې پرون یې طالبان دپنجابیانو او ترهګرو په نوم یادول او نن په کاذبه لهجه وایی زموږ مجاهد ورونه.داهم باید وپېژندل شی.
- هغو ته چې نه خپل پېژنی او نه پردی، نه کړوسی پېژنی او نه کودی، نه ګاونډی پېژنی او نه کوم بل لوری او ځای.دا ډله هم تمه لری.
روس دملګرو ملتو سازمان په مشوره دجینیوا دمعاهدې وروسته ووتل او نجیب ګاو د روسانو له مرستې پرته په قدرت کې پاتې شو خو غنی ددوحې په یو کلن تفاهم کې و نه شو کړای په قدرت کې پاتې شو.دحقانی په اړیکو سره په چپلکو خپل لپ ټاپ پریږدی اوو د هلی کوپترو په واسطه یې ازبکستان ته ځان ورساوه. دا ټول سیاهی لښکر په څو اونیو که یو ملت په هوا کې ځوړند پرېږ دی تو لعنت په داسې پوځ شی!