ټول ژوندي موجودات که حيوانات ، نباتات او حشرات دي د خپلې بقا او ژوندي پاته کېدو د پاره تغذيې ته ضرورت لري . که په خپل وخت او ځای کې يې دا ضرورت رفع نه شي د ژوند کولو نه محروم او مړه کيږي .
هر څومره چې غذايي مواد د يوه ژوندي موجود د پاره پریمانه او د‌ده د بدني جوړښت د اړتياوو سره برابروي د هغه د بدن د سلامتيا ، متوازن رشد او فزيکي قوت د ډېروالي سبب ئې کيږي او عمر يې ورسره اوږديږي او که د غذايي موادو قلت ، قحطي او يا نيستي شي نو تدريجي او يا فوري مرګ يې حتمي دئ .
ژوندي موجودات د همدې غذا د پيداکولو او خپل ضرورت د پوره کولو د پاره په تلاش او حرکت کې وي او همدا تلاش او حرکت د ژوند بل نوم دئ .
د مځکې د ژويو په منځ کې انسان هم ددې قاعدې نه مستثنا نه دئ او په همدې اصل د خپلې بقا او ژوندي پاته کېدو د پاره په دې خدايي منازعه کې لګيا دئ .
لاکن د انسان تغذيه د خپل دوه بعدي ( مادي او معنوي ) جوړښت له کبله د نورو ژونديو سره توپير لري او د مادي غذايي موادو تر څنګ روحي غذا ته هم اړتيا لري . نور ژوندي موجودات چې مادي غذائي ضروري مواد ورته ورسيږي ، خيټه يې مړه شي نو ارامه شي ، اړتيا يې پوره شوه او نور د سبا ، بل سبا ، ځان او نورو، لڼډ مهاله او اوږد مهاله غم ورسره نشته . خو انسان بيا هغه وخت ارامي او راحت ځان حس کوي چې د ده د بدن د مادي اړتيا ( خوراک -څښاک او اوکسيجن ) د پوره کیدو تر څنګ ئې روح هم تغذيه شي ، ذهني او احساسي غوښتنې يې پوره او ورته ورسيږي . همدا وجهه ده چې انسان او د انسانانو ټولنه د نورو ژونديو موجوداتو سره په توپير کې د مادي خوراک تر څنګ روحي ،ذهني او رواني تغذيې ته هم ضرورت لري .

د بدني او روحي سالميت ، قويتوب او ودې د پاره د تغذيي موادو ګټورتوب ، کيفيت او پريماني ډېر مهم دي . که د ګټورو موادو په ځای زهرناکه او خوسا مواد وکارول شي ، ناروغي ، کمزوري او بالاخره تدريجي مرګ حتمي دئ .
د انسانانو په هغه ټولنو کې چې اوليايې امورو يې د جسمي او روحي تغذيې د حياتي ضرورت او اهميت مساله درک کړېده ، د خپلې ټولنې د افرادو د بدني او روحي سلامتيا د پاره يې جدي توجه کړې ده او د جامعې سلامتيا ، ارامي او رفاه يې ، د ټولنې د افرادو په روغوالي او ارامتيا کې محسوسه کړې ده ، نظر هغو ټولنو ته چې د بدني او روحي تغذيې سره بې پروا او غافل دي د انساني ژوند په ټولو برخو کې ( سياسي ، اقتصادي ، اجتماعي ، امنيتي ، ثقافتي او مدني ) اوچت ځای لري ، د فزيکي شخړو او احساساتي برخوردونو په ځای خپل مشکلات او ننګونې په سړه سينه او عقلي وسائلو حل کوي او د سولې ، ثبات او رفاهي کمال په لوري په حرکت کې دي .

د بدني او رواني تغذيې د حاصلولو د پاره بايد ژوندي موجودات حرکت او تلاش وکړي ، څو يې په لاس راوړي .
همدا شان د تازه زيږېدليو او تنکي نسل تغذيه او هغوی ته د غذايي موادو د حاصلولو فن او هنر زده کړه هم د مور او پلار او مشرانو اهمه وظيفه ده . کله چې لوی شي نور خپله خيټه په خپله ډکوي او د مور او پلار مسؤليت پوره شي .
په حيواناتو ، مرغانو او حشراتو کې ژوند او مسؤليت فردي او مؤقتي دئ او هريو يوازې د خپل ځان په غم کې وي ، نه د نورو .د دوی په منځ کې نه رابطې شته او نه معاملې .

لاکن کله چې خبره د انسان او انساني ژوند شي ،بيا د حيواناتو ژوند او طريقې مردودې شي ، ځکه انسان د حيواناتو سره په مقايسه ديوه لوی خدايي نعمت نه چې عقل نوميږي برخورداره او اجتماعي موجود دئ او بې له ټولنې ،روابطو ، معاملاتو، همدردۍ ، همبستګۍ او تفاهماتو يې ژوند کول ناممکن دي . همدلته دي چې د مادي او معنوي تغذئې مساله يې فردي نه ، بلکې اجتماعي شکل اختيار وي . د يوه فرد په پوره تغذيه د ټولې ټولنې لوږه نه ورکيږي . نو د کشمکش ، ټکرونو او تشنجونو د مخنيوي د پاره بايد د ټولې اجتماع د تغذيې غم وخوړل شي .
روحي -جسمي لوږه او فقر يې د ټولو جنګونو او برخوردونو ستر علت دئ . همدا ذهني او جسمي فقر دئ چې يو انسان د بل غلام ګرزوي او خپل خدای(ج) ورکړئ ستر نعمت ازادي په غلامۍ بدلوي .
زموږ وطن افغانستان کې د مصيبتونو او ناورينو تسلسل د همدې تغذيې فقدان او يا د نا سالم موادو کارول دي ، چې خلکو ته تغذيه کيږي او په نتيجه کې يې د افغاني ټولنې پيکر د سالم رشد ، مطمئنه ژوند او ارامۍ په ځای د جسمي نیمګړتیاوو او فکري انحطاط سره مخامخ کړئ دئ .
بد بختانه هغه څوک چې ټولنې ته د سالمې غذا (روحي او بدني ) د برابرولو او ورکولو مسؤليت لري( کورنۍ،دولتونه ،نظامونه ، سازمانونه ، انستيتوتونه ، روحانيون ، روښنفکران ، سرپرستان ، مشران ، رهبران ، مربیان او ...‌) په خپله د سؤتغذيې ( روحي يا مادي ) محصول دي او د ټولنې د سالم مديريت او منجمنټ لياقت نه لري . د معقولو ، مؤثرو او ضروري اقداماتو په ځای چې د ټولنې د افرادو سمه او ضروري تغذيه ده ، داسې اعمال تر سره کوي چې په ټولنه کې د بدني او فکري لوږې او فقر د زياتوالي سبب کيږي .
اوس چې يوويشتمه پېړۍ او د ساينس او تکنالوژي دوران دئ ، د اطلاعاتو د تبادلې او روحي تغذيې د پاره ډېری اسانتياوې ميسرې شوي دي او د نړۍ نور ملکونه د سياسي پوهاوي ، اقتصادي ودې او رفاه د پاره ورنه ګټه پورته کوي او په علمي او سالمو نشراتو د خپلو خلکو ذهنونه تغذيه کوي . لاکن بدبختانه چې د بشر دا لويه لاسته راوړنه او د روحي تغذيې مؤثره او اسانه وسيله او تکنالوژي زموږ په ملک کې د منفي او تباه کوونکو تبليغاتو منبع ګرزیدلې ده او د ذهنونو تغذيه د سالمو او مفيدو معلوماتو په ځای په نفرتي ، تعصبي ، خصمانه ، اخلاقي-ابتذالي او شراندازه موادو صورت نيسي ، چې ټولنه يې د اخلاقي ، افغاني ،انساني او مدني ارزښتونو او اصولو د انهدام او فقدان سره مخامخ کړې ده .
ددې سترې ستونزې د حل لاره د ټولنې د ټولو مسؤلينو ( دولت او اورګانونه ئې ، ميډيايي کاروباريان ، د تکنالوژي متخصصان او ماهران ، روحانيون -خطيبان او مبلغين ) مکلفيت او مسؤليت لري چې مشترکاا لاسونه سره ورکړي او د ټولنې د معنوي تغذيې ديني -ملي - انساني فرض په ګډه ادا کړي او د هغه ناورينونو او خرابيو مخه ونيسي چې زموږ ټولنه له دې جهته ور سره مخامخ ده .
د ااا ته د افغاني ټولنې د بدني او روحي -رواني سالمې تغذيې د فقدان ډيره ستره ننګونه په مخ کې پرته ده ،چې د تېرو فاسدو نظامونو او واکمنيو د غفلت او خيانت له وجهې په ميراث پاته ده . دا ننګونه او ستونزه يوازې په صادقانه او نه ستړي کيدونکي زحمت ، کوښښ ، حوصلې ، ظرفيت ،مهارت او هوښيارانه مديريت سره حل کيدلئ شي .
د هر شخص ، سازمان ، ډلې او دولت تاييديت ، تحسينيت ، لياقت ، موفقيت او مشروعيت د ټولنې د انساني تغذيې ( بدني او روحي -رواني ) د مسئالې سره د هغوی د برخورد ، جديت او تلاش په ميزان تلل کيږي او د جسمي او روحي -رواني تغذيې سره رويه يې د قبوليت او مقبوليت شاڅص دئ . هر څومره چې ټولنه د سالمې تغذيې نه برخورداره وي ، په همغه اندازه يې افراد ، سازمانونه او دولت په ټولنه کې منلي او مشروع بلل کيږي او د عامه حمايت او تاييد نمايندګي کوي .

رب العالمين دې زموږ مشرانو او اوليائې امورو ته دا توفيق نصيب کړي ، څو افغاني ټولنه نوره د بدني او روحي -رواني سوتغذيې د مصيبت نه د تل د پاره خلاصه کړي او افغانان د جسمي او روحي -رواني روغتيا او سالميت څښتنان کړي .

#دابادۍ او خدمت جهاد