-ادب پوهان او ادب څېړونکي دادبیاتو داوسني تعبیر له مخې دیوې ژبې ټول لیکلي او شفاهي منثور آثار چې هُنري ارزښت ولري ادبیات ګڼي چې دکیسوټول ډولونه په کې ځانګړي اړين ځای لري.زموږلیکوال هغه څه اوپېښې چې ليدلي،اورېدلي،احساس کړي اویايې په فکرا وخيال کې تېرېږي بیانوي د دغوداستاني لیکنو ارزښت اوکره والی  دلیکوال اوپنځوونکي په الهامي یا فطري استعداد،فني اوکسبي پوهې اومهارت پورې تړاو لري چې انساني رواني حالات،دوګړوهيلې او غوښتنې،جذبات،احساسات اوعواطف په الفاظو کې څنګه اڼخور او راونغاړي،لوستونکي ته يې ؤلېږدوي اودهغوی په عواطفو کې خوځښت راولي.پښتوادبي لیکنوله 1950میلادي کال نه پس وده اوپراختیاموندلې ده. کیسه،لنډه کیسه،ناول اورومان څځه عبارت دي چې دلته به هریو په لنډه توګه معرفي کړو:

۱-کیسه (داستان):

د حماسي ادب ځانته فورم دی دجوړښت په لحاظ ترلنډې کيسې لويه اوله ناول څخه وړوکې وي.څنګه چې کیسه حکایتي بڼه لري،نو دناول په انډول یې تخیلي جنبه زیاته وي.په کیسه کې دهُنراتل په ژوند پوره رڼا اچول کېږي اودګډون کوونکویا پرسوناژونوشمېر یې دلنډې کیسې دګډون والو په پرتله ډېر وي یا په بل عبارت: کیسه ډیکشنري کې ستوری ته وایی چی د هستوری (تاریخ) د کلیمی یو لنډیزدی چی د روایت بیانولو یا د رامنځ ته شوې پیښې ما ناور کوي، کیسه یاداستان د هغو کارنامو او پیښو بیان دی چی پکی د ژوند په هراړخ څه ناڅه ذکر موجود وي د کیسو ډولونه د هغو د اندازو په نسبت ډیر دي ، لکه: حماسي، قصیدې، بوللې ، تاریخي ،د لیکوالو ژوندُ، نکلونه، اُسطورې، خوبونه، مذهبي حکایات ، درواجونو، پولیسي، جدي او کره کیسې ، چی هره یوه خپلې ځانګړتیاوې او ډولونه لري.

۲- لنډه کیسه:

لنډه کیسه یو داسی فن دی چی ځان ته ښکلا یز اصول اوفنی غوښتنې لري لکه کوټلی تاثیر، رمزیت (سمبولیکوالی) او دمواد و فنکارانه اوډل، هره کیسه باید تلوسه، پیل ، منځ او پای سره دیوی انتباهي.کومیډي ،تراژيدي اوهیجاني پایلې وي کیسه باید له پیل څخه منطقي وي باید پلاټ او بیان یې منطقي ، کافي منسجم او له ولولو ډک وي.

د کیسې پلاټ (جوړښت) د احساساتو، فطری درک او ایډ یاوو څخه جوړیږي،یو کړه( (Action په یوځای اویوه ورځ ښیي یوه لنډه کیسه د واحد مرکزي کرکتر (پرسوناژ) موضوع، دواحدې پیښې، واحد احساس، او هیجاناتو د کړۍ سره چی دواحدې وضعې د غوښتنې او واحدې آغیزې سره سم منځ ته راځي یوڅه فانتیزي (خیال) باید هم ولري ،په لنډه کیسه کې حتمي نده، چی هیرو ولري، لنډه کیسه کیدای شي فانتیزي (تخیلي) اویاریالستیکه (حقیقي) ؤ اوسي ځانګړې اړتیا د لنډې کیسې له پاره داده چی کیسه باید د یوې انتباه او درک لپاره منځ ته راشي ، تخیل باید دومره لوی اوحماسي (مبالغه يې) کړي چی یو دردونکی، پیچلی او یا خوښونکی لذت وبخښي لکه چی ویل کیږي، لنډه کیسه کلک زړونه تراشوي، په نرمو اوزړه سواندو زړونویې بدلوي د ادې نوموړو تاثراتو په پاییله کی کیږي،په لنډه کیسه کې دژوند دیوې برخې ،د یوه حالت اودیوې پیښې شننه پرته ده، د لنډې کیسې کرکترونه د بصیرت او ادراک زیږنده دي،یاپه بله وینا:

په لویدیځ ادب کې لنډه کیسه Short Story)) بلل کېږي.لنډه کیسه دنثري کیسو یوډول دی،لنډه اوله داسې توکوڅخه جوړه وي چې یوله بله سره تړلې اویودبل ترآغیزلاندې وي. موضوع دخپلوحدودوپه چوکاټ کې رانغاړي،بې اړتیا خبره به کې ځای نه لري.دتأثراوآغیريووالی په کې یوازینی شرط دی.

۳- ناول:

دلاتیني ژبې کلیمه ده لغوي مانايې نوي،تازه اوعجیبه څيز دی.په ادبي اصطلاح کې هغې ادبي نثري کيسې یاداستان ته وايي چې له لنډې کیسې څخه لویه اوله رومان څخه لنډ.وي.په لیکني چوکاټ کې يې طرح،اصلي اوفرعي کرکترونه .مکالمې اودکیسې پیل ،منځ اوپاي لري.له لنډې کیسې سره یې توپیرپه دې کښې دی چې هم په کې پېښې په تفصیل سره بیانېږي اوهم يې کرکترونه زیات وي.

په اظهاریې د نورو انسانانو همدردي پیداشي،په ناول کی د انساني ژوند لوړې ژورې، موجودې وي، د انسان له پیدایښت څخه ترپایښت پورې چی کوم واقیعیات پیښيږي د ټولو تصویرونه د خپل فن، سکالو (موضوع) ګرځوي، د ناول دنیا د حقیقي دنیا په شان د زمان او مکان او په نړۍ کې دپیښو د رښتیـنوالي پربنا ولاړه وي.

د داستان په څیر پلاټ په تخیلي دنیا کی نه وی، ناول، په زړه پورې کشش او مرکزي خیال لري، په ناول کی اسکلیت ، سکالو دایدیا لوژی په نسبت سرترپایه هډو کی کلکوي او دناول داید یالوژي دقیقه نه ده .له لنډې کیسې سره یې توپیرپه دې کښې دی چې هم په کې پېښې په تفصیل سره بیانېږي اوهم يې کرکترونه زیات وي.

۴-  رومان:

رومان فرانسوي کلیمه ياغونډاله ده،په ځینو فرهنګونوکې يې معناخیالي داستانونه ياکيسې اوپه ځينو کې دمینې اومحبت کيسې راغلي دي.په ادبي اصطلاح کې هغې کیسې ته ویل کېږي چې له ناول څخه اوږده وي.دژوندډېری اوبیلابیلې لړي به کې منعکس شوي وي او دبیلابیلوپیښو انځورپه ادبي قالب کې ځايوي دشکل یاجوړښت په لحاظ له ناول سره زیات فرق نه لري،یوازې دمضمون ياموضوع په ټاکنه او دواقیعتونوپه څېړلوکې توپیر لري.هغه داچې په ناول کې همیشه واقعينونه دعلمي اومنطقي اصولوله مخې بیان اوڅېړل کېږي،خوپه رومان کې په تخیلي ډول،یانې کوښښ کېږي چې خیالي پېښې لوستونکوته په رښتینې یاصرف ریالیستیکه بڼه وړاندې کړي.نورورته ادبي ژانرونه لکه:داستاني طرحه(اډانه)،ادبي ټوټه،ډرامه اوډولونه يې،طنز،ادبي راپورتاژ،یونلیک،ادبي لیکونه اونورهم شټه چې په دې بحث کې شامل نه دي. خبرې به لنډې کړو.! ‎دکره کیسولیکلواوپیژندلوله پاره د ښوکیسو لیکوالو:ښاغلو زرین انځور، بریالي باجوړي،ډاکټر محمداکرم عثمان، احسان الله آرینزی، اکبرګرکر،عبدالواحد نظري، رهنورد زریاب ،علم ګل سحر،صفیه حلیم، عارفه عمرلور، صفیه صدیقي،نجیبه لیمه، نورمحمد تره کي ، محمد صدیق پسرلی، سپوږمۍ زرياب،شهسوارسنګروال، اسدالله غضنفر، بشیردودیال،عبدالوکیل سوله مل،میرحسام دین برومند ،نصیراحمداحمدي، ایمل پسرلی، اجمل پسرلی، سعدالدین شپون، عبیدالله محک، اجمل تورمان،آوّ ځینوبهرنیوکې: لوتولستوی، رابنراناتـ ټاګور،راجاګوپال چاري،رـک ناریان،کریش چندر،،پریم چند،ماکسیم ګورکي،چخوف(چې په دري اوپښتو ترجمه اثار لري) اودځينو نوروښاغلو د کیسو په لوستلو په معیاري کیسو لاس بری حاصلېږي.

-د کیسو، لنډو کیسو رومان او ناول له پاره لیکوونکی پیښې خپله ویني او یایې له نورو څخه کیسې اوریدلي وي ،کله کله داسې هم کیږي چی یوه کیسه دوه لیکوال او یا سره ورته کیسه څولیکوال لیکي دادهغه اوریدونکي کیسه وي چی څو کسانو اوریدلې وي او یا خوله په خوله دتیرې زمانو څخه را پاتې وي،دکیسو له پاره تر ټولو غوره لومړی دموضوع ټاکل يا په ذهن الهام دي، د کیسې موضوع باید ستاسی د زده کړې، چاپیریال، خوښې او لید لوري سره نږدې او موافقه وي، ترڅو په شوق ، ذوق او دخپلې طبعې سره برابر په ښه موضوع خپل تخلیق وړاندې کړای شۍ، دموضوع ټاکنه او خپله لیکنه وروسته له لیکلو خپلو استادانو او یا دهمدی عرصی مخکښانوته وښیئ یا يې دشونتیا په صورت کې دغېرمتعصبواوبې پرې کره کتـنوغونډوته وړاندې کړئ،دهغوی رایه اوتشویق کوونکې خورښتينې مثبه مشوره به ګټوره وي بل داوسني عصرسره برابر په نویو او رښتینو موضوعاتو باید کیسې ولیکل شي داهم ښه اونوې ښیګڼه ده.

.....................................................

ماخذونه: 

د دغوماخذونودځينومخونوله لنډيزڅخه په استفادې:

۱.دلنډې کیسې تیوري شریفه «شریف» د 1367کال چاپ

۲.قصه داستان کوتاه رمان جما ل میر« صادقی » د 1365کا ل چاپ

۳.دمقالی لیکلو اصول عبدالمالک «همت» د 1385 ل ل کال چاپ .

۴.دیوولسم ټولګي پښتودرسي کتاب دویمه ژبه- پوهندوي محمدآقاشېرزاد- د۱۳۹۰ کال چاپ.ا

یاددونه : د ا لیکنه د اردو مجلې د۱۳۸۶ کال دجوزا په پرله پسې (۸۹۹ ) ګڼې کې دډېروچاپي تېروتنواوتصرف یانې لنډون سره خپره شوې وه، هیله ده دغه ټیک اوبشپړمتن یې لوستونکي دلته!ستاسو په لورینه ولولي.

په درنښت.