۱۳۷۳ کال وو. د پښتونخوا د سوات جنتي درې په مټه کې مو د یوې غونډۍ په لمن کې اړولي ول. غونډۍ د ناجو په ګورو او نورو ونو پوښلې وه. تر غونډۍ لاندې د سوات سیند مخ پر ځوړي بهیده. طبیعت دلته د ښکلا خپله ټوله زیرمه کارولې وه. د دې کوچني کلي پر سر کې، جومات اباد وو چې درې خواو ته يي لوډسپیکرونه لګېدلي ول.
سهار وختي به چې لوډسپیکرونو کې د کلي ملا اذان پیل کړ، پاس غونډۍ کې به لومړی سولنډیانو او ګیدړانو هغه بدرګه کړ. د سولنډیانو او ګیدړانو په ځواب کې به د کلیو سپو هم غپا پیل کړه او ورپسې به د کلي ماشومان له خوبه ویښ شول، په ژړاوو او چیغو به سر شول. څلورواړو ډلو به یو قیامت په ګډه جوړکړ چې ټول کلی به يي لکه څونامي راولړځوه.
له همدغه جوماته د ملا صوفي محمد اسلامي افراطي ډله راوټوکېده چې لنډ وخت کې يي ټول سوات او پښتونخوا وشربله.
ما له کلي کډه وکړه، خو په مټه کې هغه جوړشوی مزاحمت ټوله لره بره پښتونخوا اوس هم لړځوي او مزاحمت په همغه ترکیب نن هم جاري دي!
د«بلي سیاري خلک»
سرلوڅ مرادزی
04.05.2022
- ع. شریف زاد
موږ باید داومنو چې ملی او اسلامی دانش او بینش هېڅ وخت په هېڅ صورت احسا ساتی فتنې او ابزار نشی منلی غنی دافغانستان بیرغ مچو کاوه خو کله چې رشتیا دسوګند د عملی کېدو وخت راخی نو بیاتښتی! زموږ فرهنګ کې دلاف او باټ ګراف لا ډیر لوړ پاتې دی غني ډیر ګواښیده اما پوهه او اکاډ میک ترم ته دغه خبره اعتبار نه لری .داډېر اسانه کار دی چې د ارشد ،تحلیلګر ،دسیاسی مسایلو کار پوه دا اوهغه القابو کې يو څوک خان راوپېژنی نو له لیکواله نیولې بیاتر بېسواده پورې دغه عادت موږلرو نړی داوخت! هیچا پر دې کار نه دی کړی چې و...
07.05.2022
- حافظ ډاکترعبدالرشیدمومند
که تاسو یواځې ۹ ورځې بوره ونه خورئ نو په بدن کې به مو حیرانوونکي بدلون راشي.
مونږ هره ورځ تقریبآ ۹ کاشوغې بوره اسعمالوو، که له دې څخه زیاته استعمال شي په جسم باندې منفي اغیزې کوي، خو که دا کچه کمه کړو یا یې بیخي استعمال نه کړو نو زمونږ په جسم کې به ډېرې مثبتې اغیزې وکړې. Obesty jornal کې خپرې شوې یوې څیړنیزې لیکنې کې ویل شوي دي که د بورې کچه بیخي ختمه کړی شي نو په نهه ورځو کې به ستاسو جسم کې حیرانوونکي اغیزې رامنځته شي. په ۴۳ چاغو (زیات وزن لرونکو) ماشومانو چې عمرونه یې ۹-...