که تاسو یواځې ۹ ورځې بوره ونه خورئ نو په بدن کې به مو حیرانوونکي بدلون راشي.

مونږ هره ورځ تقریبآ ۹ کاشوغې بوره اسعمالوو، که له دې څخه زیاته استعمال شي په جسم باندې منفي اغیزې کوي، خو که دا کچه کمه کړو یا یې بیخي استعمال نه کړو نو زمونږ په جسم کې به ډېرې مثبتې اغیزې وکړې.
Obesty jornal
کې خپرې شوې یوې څیړنیزې لیکنې کې ویل شوي دي که د بورې کچه بیخي ختمه کړی شي نو په نهه ورځو کې به ستاسو جسم کې حیرانوونکي اغیزې رامنځته شي.
په ۴۳ چاغو (زیات وزن لرونکو) ماشومانو چې عمرونه یې ۹-۱۸ ترمنځ وو، دوې ته د بورې په ځای نشایسته (Starch) ورکړل شوه، چې د کیلوري کچه یې د همغې بورې په کچه وه، نو یواځې نهه ورځې وروسته د ماشومانو د وینې فشار ۴.۳ سلنه کم شوی و، د کولیسټرول کچه یې ۱۲.۵ سلنه کمه شوې وه، همدا ډول په خالي ګیډه یې د انسولینو کچه ۵۳ سلنه کمه وه، څیړوونکي ډاکټر رابرټ لسټنګ ویلي دي چې د ماشومانو په جسمونو کې ډېرې مثبت بدلونونه رامنځته شوي وو، که مور او پلار د خپلو ماشومانو د خوراک څخه بوره وباسي نو د دوې صحت ډېر ښه کیدلی شي.
د دوې په وینا بوره زمونږ د جسم لپاره همداسې خطرناکه ده لکه تماکو یا کوکین ...
ځکه چې د بورې نه منځته ته راغلي کالوري (انرژي) که ذخیره شي...نو د زړه، ځیګر او پښتورګو ناروغۍ پیدا کوي.
دا ناروغۍ د انرژي څخه نه بلکې د ذخیره کیدو او په چربۍ (شحمو) بدلیدو له کبله منځته راځي.
ژباړه: حافظ ډاکټر عبدالرشید مومند
نوټ: په عمومي توګه ټول او په ځانګړي توګه
څوک چې ښارونو کې اوسیږي، فزیکي فعالیت ډېر نه کوي، وزن یې زیات وي، هغوې باید په جدي توګه په دې عمل وکړي.