د اوکرایین جګړې لاملونه او مخنیوي:
په اروپا کې د سولې او امنیت په اړه د لویډیځوالو سیاستوالو اندېښنې په داسي حال کې مخ په زیاتیدو دي، چې روسیه په اوکرایین کې تر بل هر وخت د خپل ټول وسله وال ځواک سره ناټو هیوادونو ته د اټومي برید مستقیم ګواښونه کوي. په روسیې رسنیو کې د پوټېن د بهرنیو چارو وزېر خبرې داسي تفسیر کیږي ٬٬ موږ په دې نه ویاړو، که اړتیا وي، موږ به یې وکارو، موږ غواړو هر څوک په دې پوه شي٬٬. ظاهرآ داسي بریښې چې د پوټېن دا جګړه د اوکرایین د کرکیچ په اړه ده، خو په نهایت کې دا جګړه د اروپا بیا نوي منظمولو او تنظمولو لپاره ده، که لږ نوره ژور دقیق فکر وشي، دا جګړه د نوی نړیوال نظم لپاره پيل شوي ده. له دې امله د دویمې نړیوالې جګړې ورسته د اوکرایین جګړه تر ټولو لوی ګواښ ګڼل کیږي. اوکرایین د ناټو غړی هیواد نه دی. دغه هیواد تر اوسه په دې ویجاړونکی خونړۍ جګړه کې د روسانو په وړاندې یوازې ولاړ دی. 
د 1990  لسیزې په لومړیو کې نړۍ د سړې جګړې پاې اعلان وکړ. خو وسمهال یو ځل بیا هغه دواړه ختیځ او لویدیځ بلاکونه د خپلو اټومي وسلو سره یو بل ته مخامخ ولاړ دي. ایا په ریښتیا د دې وخت راغلي، څو بیا خلک د هستوي وسلو ضد خونديخونې یا ځمکتلونو جوړولو په اړه فکر وکړي‌. د سړې جګړې پر مهال یوازې دې مفکورې خلک ویرول، چې لویدیځ او ختیځ کولي شي، د سرې ټڼۍ په ټېنګولو سره یو بل له منځه وړلي شي. 
وسمهال د دریمې نړیوالې جګړې وېره تر یوې محدوې کچې پورې په ریښتېنی مانا سره شتون لري، خو په حقیقت کې دریمه نړیواله جګړه لا د مخ پیل شوي ده. د اوکرایین خونړۍ جګړه د دوېمي نړیوالې جګړې ورسته تر ټولو ستره خونړۍ جګړه ده. پر اوکرایین باندې د پوټېن یرغلېزې جګړې ورځ د اروپا لپاره تر ټولو توره او بدترینه ورځ ګڼل کیږي. پر اوکرایین باندې د پوټېن برید د جرمني په ګډون پر ټولو اروپایې هیوادونو باندې ناوړه اغېزه کړي ده. پوټین د ټولې لویدېځې اروپا د ارزښتونو سیسټم په وړاندې د تباهۍ جګړه پر مخ بیایې. له همدې امله سویډن، فنلینډ، اېرلیڼد او ان د سویس په څېر هیوادونه د ناټو ټلوالې غړیتوب منلو ته مجبور شوي دي. دغه هیوادونه تر اوسه په هېڅ کوم پوځي تړون کې غړیتوب نه لري، خو په اوکرایین باندې د روسېې برید راهېسې د دوی ناپیلتوب تر پوښتنې لاندې راغلي. 
همداوس سویډن او فنلینډ په زرګونو زغرولې درنې وسلې روسیی ته ورڅېرمه په پوله کې ځاې پر ځای کړی دي. فنلینډ او روسېه 1300  کیلو متره ګډه پوله لري. په 1917  کال کې فنلینډ د تزاري روسې امپراتورۍ څخه خپله خپلواکۍ ترلاسه کړي، دغه ګاونډی هیواد د پوټېن جګړې تر مستفیم ګواښ لاندې دی. په هلسنګي کې د فنلینډ دفاع وزارت ویاند وویل، چې روسېې چورلکې څلور پېنځه کیلو متر د دوی هوایې حریم ته ورننوتلي دي. 
د Insa for Bams  په نامه انیسټیټوت د یوې ټولپوښتنې او سروې له مخې لیکي: په جرمني کې ۷۳ سلنه جرمنیان د درېمې نړبوالې جګړې اندیښنه لري. د اوکرایین جګړه کیداې شي، په دریمه نړیواله جګړه واړي. ۲۱ سلنه جرمنیان بیا دا اندیښنه نه لري. ۷۸ سلنه په دې باور دي، چې پوټېن به اټومي وسلې وکاروي. ۱۴ سلنه جرمنیان بیا دا اندیښنه نه لري. 
وسمهال جرمني کې د جګړې سخته ویره خپره شوي ده. جرمني غواړي د درنو وسلو په لیږدلو سره سوله په اوکرایین کې ټینګه کړي. په ختیځه اروپا کې جګړه لویدیځه اروپا له جدي امنیتي او اقتصادي ګواښونو سره مخامخ کړي ده. په جرمني کې د اوکرایین سفیر اندري میلنک د جرمني حکومت ته خبردارۍ ورکړي ،٬ په اوکرایین کې د روسېې بریا به تر ټولو بدترینه عواقب او پایلې جرمني هیواد ته ولري. 
د دریمې نړیوالې جګړې د ګواښ خبردارۍ د روسېې د بهرنیو چارو وزېر سرګي لاوروف هم ورکړی دی. د روسېې بهرنیو چارو وزیر په ښکار توګه خبردارۍ ورکړي، چې که ناټو په ریښتېنې توګه د ډیفکتو نیابتې جګړې له لارې د روسېې په وړاندې جګړې ته لاړ شي او اوکرایین ته وسلې ورکړي، بیا سړی په جګړه کې هغه څه کوي، کوم چې سړی باید وکړي. روسې بهرنیو چارو وزېر وویل: ٬٬ د دریمې نړیوالې جګړې ګواښ جدي او ریښتېنی٬٬ دی. هغه ویلي، چې دې ګواښ ته باید په کمه سترګه ونه ګڼل شي. د اوکرایین جګړه په نړیواله جګړه بدلیداې شي. دې نړیوالې جګړې ته به ټول دولتونه وروښویږي او ورولویږي. سرګي لاوروف ښه پوهیږي، چې دا هغه څه دي، چې د کړکیچ ټول اړخونه یې مخنیوي غواړي. لوېدیځو دولتونو روسېې پر وړاندې جګړې لپاره اوکرایینې ځواکونه تر غاښو پر وسلو سمبال کړي. له دې امله د روسېې ولسمشر اوکرایینې ځواکونو ته د وسلو لیږد د درریدو غوښتنې کوي او وایې: اوکرایین ته د ناټو لیږدونکې وسلې به د دوې لپاره مشروع پوځي موخې وګڼل شي او برید به پرې وکړي او په کلکه خبردارۍ ورکوي، چې اوکرایین ته دې پوځي مرستې نه استول کیږي. 
په داسي حال کې د امریکا ولسمشر بایډن پوټېن ته د یرغل له امله د سزا ورکولو ګواښ کړي دی. اروپایې ټولنه پوټېن ته ګواښ کړي، چې پر اوکرایین د یرغل ستره بیه به پرې کړي او ورسره د نورو اقتصادي بندیرونو لګولو اعلان هم کړي دی. روسیې جنرالان یې په جنګي جرمونو تورن کړي دي. 
پوښتنه دا ده، چې د جګړه مار بې باکه پوتېن اټومي برید ګواښ څومره واقعي دی، ایا د کرملین مشران په ریښتیا سره د جګړې ګټلو لپاره هر څه ته چمتو شوي دي.؟
په اوکرایین کې د پوټین په جګړه کې د ګرځنده یا موبایل اټومي وسلو کارولو احتمال شته. روسیه له دوو میاشتو راهیسې له اوکرایین سره په سخته جګړه کې بوخته ده. په اروپا کې د دې خونړۍ جګړې پای نه تر سترګو کیږي. داسې بریښې چې روسیه د خپلې جګړې په لسمه اوونۍ کې په ختیځ اوکرایین کې د یوې نوي پوځي کړکیچ سره مخامخ شوی ده. روسېې یرغلګرو ځواکونو زیات پرمختګ کړي دی، خو د پاموړ پرمختګونو په تر لاسه کولو کې پاتې راغلي دي. د اوکرایین وسله والې شخړې د هوارولو هڅې د ډیپلوماتیکو لارو چارو او د خبرو اترو شالید له پامه غورځولي شوي دی. لنډه دا چې ټولې ډیپلوماتیکې هڅې ناکامې شوی دي. 
وسمهال په اروپا کې د اروپایې سیاستوالو له خوا د روسانو په وړاندې د درنو وسلو له لیارې د اوکرایین شخړې د حلولو لپاره د وسلو په ژبه خبرې پیل کړي دي. 
اوکرایین ورو ورو د روسېې لپاره په دویم افغانستان بدلیږي. کله چې پخوانۍ شوروي اتحاد یرغلګرو ځواکونو افغانستان اشغال کړ، روسان لس کاله ورسته په یوه بیساري شرمونکي ماته کې له افغانستانه ووتل. امریکایې او د اروپایې ټولنې سیاستوال د اوکرایین په جګړه کې بیړه نه کوي، دوی ورو ورو هڅه کوي، څو په اوکرایین کې د افغانستان په څېر یوه بله ورته سناریو روسانو ته چمتو او تکرار کړي. که د اوکرایین جګړه پېنځه کاله دوام وکړي، د روسېې اقتصاد به له بشپړ سقوط سره مخامخ شي.
د بالتیک سمندرګۍ په غاړه کې په کالینینګراډ کې روسې ځواکونه د اټومي برید د انډولو لپاره پوځي تمرینات پیل کړي دي. له دې سره د اوکرایین په جګړه کې د اټومي جګړې په اړه اندېښنې مخ په زیاتیدو دي. د ماسکو مشرانو په وینا، دوی د بالستیکي توغندیو سیسټم ٬٬ الکترونیکي سټاټ٬٬ یوه ازموینه تر سره کړي، د روسانو دغه اټومي تمرینات باید د یوې مخامخ اټومي جګړې سیګنال په توګه وانګیرل شي. 
د ماسکو خبرې سر چینو په حواله؛ د اوکرایین جګړې پر مهال په کالینیګراډ کې روسې ځواکونو د اټومي ټوان درلودونکو توغندیو سره تمرینات پیل کړي دي. د روسېې دفاع وزارت تائید کړي، چې د دې تمریناتو په یوه برخه کې شاوخوا د سلګونو روسیې سرتیرو د اټومي وسلو سره د ګرځنده اسکندر ډوله بالیستیکي توغندیو سیسټم ٬٬ الکټرونیکي سټارټ ٬٬ په نامه پوځي مانورونه ترسره شوي دي.
کالینینګراډ د بالتیک سمندرګۍ په غاړه کې د روسېې یوه سیمه ده، چې د اروپایې ټولنې او د ناټو د دوو غړو هیوادونو پولنیډ او لیتوانیا ترمنځ پرته سیمه ده. له همدې امله دلته نه د دې اټومي تمریناتو ځای او نه د دې تمریناتو وخت د یو تصادف له مخې غوره کړل شوي دی. په اوکرایین کې د جګړې په پیل کې ولسمشر ولاډیمېر پوټېن د روسېې اټومي وسلو کارولو ته چمتووالی ښودلی دی. د روان کال د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې روسېې خپل اټومي ځواکونو ته د تیارسئ امر ورکړي دی. 
اوکرایین به له جرمني څخه تر پنځوسو ډیر ٬٬ ګیپارټ٬٬ ډوله د الوټکو ضد ټانکونه چې په نړۍ کې تر ټولو پرمختللي او مجهز ټانکونو څخه ګڼل کیږي، تر لاسه کړي. دغه ټانکونه د هوایې او ځمکني پوځي موخو د ویشتلو لپاره ځښت ډېر مؤثر کارول کیږي. همدارنګه د هوبیڅه ټانکونه او د نړۍ تر ټولو مډرن پرمختللي ټوپخانې سیسټم یا د درنو زغرولو وسلو سیسټم ورکوي. جرمني له اوکرایین سره د نورو درنو وسلو، پوځي مهماتو، پوځي تجهېزاتو او نغدي پیسو ورکولو کې غوښنه مرستې کوي. د جرمني سیاستوالو استدلال کوي، چې د روسېې دغه برید زموږ پر آزادۍ، ډیموکراسۍ او زموږ پر ټولو ارزښتونو باندې برید دی. له همد امله جرمني د اوکرایین ملاتړ لپاره د جګړې سیمې ته درنې مډرنې وسلې لیږي. دغه مهمه پرېکړه د جرمني په ولسي جرګه یا بونډسټاک کې ان د زرغون ګونډ لخوا هم تصویب شوه. د جرمني زرغون ګونډ یوازېنۍ ګوند دی، چې د جرمني د سولې غورځنګ څخه راپورته شوي ګوند دی. دغه ګونډ په سوله ییزې ایډیالوجۍ باندې کلک باور لري. د جګړې له ویرې دغه سوله پال ګونډ د جګړې پلوي ګرځیدلي دی. پخوا د جګړې تګلاره دوی ته هیڅکله د منلو وړ نه وه. 
د جرمني چانسلر او د سوسیال ډموکرات ګونډ مشر اولاف شولڅ نوی دریځ خپل کړي، هغه وایې، د هر ډول سوله ییزې تګلارې او هڅو ملاتړ کوي او درنښت ورته کوي، خو موږ اوکرایینانو ته دا نه شو ویلي، چې تاسو پرته له وسلې د روسانو دیرغل پر وړاندې د ځان څخه دفاع وکړئ. جرمني اوکرایین ته د درنو وسلو په لیږلو پیل کړي دی. 
په ورته وخت کې روسیه هڅه کوي، هغه سیمې چې نیولي دي، له اقتصادي او ادارې پلوه په خپل واک کې لري، له روسیې سره د یو ځای کولو لپاره چمتووالی نیسې. په داسي حال کې چې د متحده ایالات د اوکرایین لپاره په پراخه کچه د نوي پوځي مرستو تصویبولو او چمتو کولو کې بوخته ده. د امریکا متحده ایالات حکومت په سنا کې د اوکرایین لپاره د بیسارو سترو پوځي مرستو چمتوکولو باندې کار کوي. اروپایې ټولنه د روسېې د تیلو او ګازو بندولو لپاره ځان چمتو کوي. د جرمني اقتصاد د روسېې په تیلو او ګازو باندې تکیه لري. بریتانیا اوکرایین ته د لرې واټن ویشتونکو وسلو پر ورکولو بحثونه کوي. 
د جرمن سیاستول او د اقتصاد وزېر د خپل هیواد په مجبوریتونو او کمزوتیاو باندې ډېر ښه پوهیږي او د خلاصون لپاره په نورو لارو چارو باندې لاس پورې کړي دی.  
همدارنګه اروپایې ټولنه د روسېې د تیلو او ګازو د بندولو لپاره ځان چمتو کوي. پوټېن اوس هڅه کوي، څو د اوکرایین نیولي شوي سیمې له اقتصادي او ادارې. پلوه له روسېې سره مدغمې کړي.  
د نیویارک ټاېمېز په حواله، د امریکا استخباراتي مامورین د روسېې پر جنرالانو باندې په هدفي بریدونو کې او د روسي کښتۍ په ډوبولو کې د اوکرایینی ځواکونو سره استخباراتي مرستې کړي دي. 
 
د اوکرایین جګړې لاملونه څه دي‌، ایا د دې جګړې مخنیواې کیدای شو؟ 
اوکرایین د سړې جګړې پر مهال د ګتونکو او بایلونکو ترمنځ د جیو پولیټکلي لوبې یو ټوپ رول لوبولو. همدارنګه د دریو لسیزو راهیسې د ختیځ او لویدیځ تر منځ د حایلي سیمې په توګه د ناټو تر اغیز لاندې وه. پوټېن په خپله روسېې نړۍ او تفکر کې د جګړې له لارې غواړي، په اروپا کې د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي او خپلې پولې اروپا ته وروغځوي. همدا ډول ناټو د لویدیځې اروپا په پولو کې تم کړي. پوټېن غواړي اوکرایین د روسېې او ناټو ترمنخ یوه حایل سیمه پاتې شي. پوټېن غواړي، په کیف کې خپل لاسپوځی رژیم نسب کړي. د پوټېن لپاره اوکرایین په تاریخي ټوګه د روسیې هیواد یوه برخه ده. 
لویدیځ کولی شول د اوکرایین په وړاندې د روسېې یرغلیزې جګړې مخه نیولي واې. لویدیځ د روسېې په یرغلیزه جګړه کې پوره خپله ملامتیا لري. جګړې هیڅکله ناګرېزه یا اجتناب ناپذیزه نه دي، خو جګړې د غلطو یا ناسمو پریکړو پایلې ده. د روسېې سره د ناټو ناسته او خبرو اترو له لارې د اوکرایین جګړې مخه نیول کیداې شوه. اوکرایین باید د دواړ خواو ختیځ او لویدیځ ترمنځ باید د یو پل حیثیت غوره کړي واې. خو که ټولو اړخونو د اوکرایین د ژوندي پاتې کیدو، د سوکالۍ هیلې او د سولې اراده درلوداې. د جګړې ټول اړخونه باید د اوکرایین هیواد ته د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د یو پل په توګه قایل شوي واې. له دې لارې په اوکرایین کې د جګړې مخه نیول کیدای شوه، که چیرې لویدیځوالو د اوکرایین د بې طرفي په اړه مخکې له مخکې سم غور او فکر کړي واې. لویدیځوالو سیاستوالو هېڅکله د اوکرایین ناپیلتوب ته پام نه دی کړي او دا موضوع دوی هېڅکله نه ده مطرح کړي. دوی هېڅکله د یو ناپیلې اوکرایین وړاندېز نه دی وړاندې کړی. تر کومه ځایه چې موږ پوهیږو، لویدځوالو په دې اړه له هېچا سره خبرې اترې هم نه دي کړي. موږ پوهیږو، چې اوکرایین د روسېې د ملي ګتو لپاره حیاتي ارزښت لري. اروپایانو باید دا وړاندېز کړې واې، چې اوکرایین باید یو ناپیلې هیواد پاتې شي او د هیڅ یوه پوځي ایتلاف غړی دې نه ګرځي، څو د روسېې په وړاندې ونه کارول شي. سړی نه پوهیږي، په دې اسانه خبره باندې اروپایان څنګه نه پوهیدل، که دوی نه غوښئتل چې وپوهیږي. داسي مالومیږي، چې لویدځوالو ته د جګړې د مخنیوي لپاره د ډیپلوماتیک حل لارې بیه او لګښت، د جګړې د لګښته په پرتله ډیر لوړ وه. اوس د اوکرایین او اروپا برخلیک د جګړې په ډګر کې ټاکل کیږي. 
پوټین یو امپریال فرصت غوښتونکی یا ٬٬ اپورتونیست امپراتور٬٬ اوټوکرات شخصیت دی. د روسېې سیاسي مشرتابه او پوځي مشران لا تر اوسه د اروپا د امنیتي سیستم په اړه د نولسمې پیړۍ په فکرونو کې ډوب دي. روسان فکر کوي، چې یو لوی ځواک باید شتون ولري، څو د اروپایې وچې امنیت تامین او اداره کړي. لکه څنګه چې د ناپیلیون د جګړو ورسته داسي یو صورتحال وه. پوټېن څو ځله ویلي، که روس پاتې نه وي، نو نورې نړۍ ته څه اړتیا ده. دا په دې مانا ده، چې که چا له روسیې سره د دوی د تمې خلاف چلند وکړي، هرڅه به تباه شي. پوټېن ویلي: که هر چا له بهره په دې موضوع کې لاسوهنه وکړه، هغه دې پوهه شي، چې په تاریخ کې به له بیساري عواقبو سره مخامخ شي. که څوک پر روسیې د ولکې کولو هڅه وکړي، موږ د ځواب ورکولو قانوني حق لرو. پوټېن له ناټو څه غواړي، روسېه له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې له لویدیځه د ناټو نه پراخولو او د اوکرایین په اړه د امنیتي ګرانټي یا ضمانتونه غواړي. روسیه په اروپا کې د داسي یو سیستم پلې کولو لپاره هڅې کوي. کوم دولتونه چې لوی قدرتونه نه دي، دغه واړه دولتونه باید د ځواکمنو دولتونو پریکړو ته غاړه کیږدي. روسیې د دې غوښتنه هم کوي، چې متحده ایالات دې د ختیځې اروپا څخه د ناټو ټول وسله وال ځواکونه وباسي. امریکایان د روسانو دا غوښتنه د اصولو له مخې نه مني. ایا پوټېن به له ناټو هیوادونو سره په اروپا کې د اټومي جګړې ډغرې ووهي‌. د روسېې وسله وال پوځ په هغه حالت کې نه دی، چې پوټېن تمه لري. له دې امله ښایې پوټېن جګړې ته زړه ښه نه کړي.
روسان د اوکرایین جګړې تر شا د اوکرایینیانو جګړه ییز سخت مقاومت کې د امریکا او لویدیځ لاس وینې. دوی فکر کوي د روسیې کمزوري کولو اراده لري. په عین وخت کې د اروپایانو اړخ داسي انګیري، چې روسیه یوازې د اوکرایین کمزوري کولو اراده نه لري، روسان تر دې لا نوره څه غواړي. روسان د لویدیځ د ارزښتونو بنسټېز نظم ماتول او په ټوله سیمه کې خپل نفوذ پراخول غواړي. که پوټېن اوس تسلیم شي، هغه به خپل حیثیت له لاسه ورکړي. پوټېن یو ستر سیاسي لید لوري او تاریخي ماموریت په سر کې لري، هغه په دې باور دی، چې دا ماموریت باید پوره ترسره کړي او غواړي د روسیې د تاریخ په کتابونو کې نوم ولیکل شي. هغه غواړي، چې روسیه لږ تر لږه له پوځي پلوه د یو ستر زبرځواک په توګه بیا راژوندی کړي. 
پوښتنه دا ده، چې پوټین او د روسیې مشرتابه د خپلو ګواښونو سره څه کول غواړي، هغه کولي شي د خپلو ګواښونو څخه په شا شي او ټول ګواښونه بیرته واخلې او د تاوتریخوالي کچه بیرته له منځه یوسي، خو دا به په راتلونکي کې د هیواد په داخلي او خارجي سیاست د پوټېن حیثیت او اعتبار له لاسه ورکولو مانا ولري. په راتلونکي به د روسیې هر ډول ګواښونو ته په سپک نظر کتل کیږي او جدي به نه انګیرل کیږي. 
څنګه سړی کولي شي، پوټېن د خبرو اترو مېز ته راولي، پرته له دې چې د دواړو خواوو حیثیت ته زیان ورسیږي. د دې کړکېچ ختمولو لومړی سنارویو دا ده، چې روسیه په خورا شددت او وحشت سره جګړه ګټي. دویمه سناریو دا ده، چې په روسیه کې یوه پوځي کودتاه وشي، څو نوي رژیم خپل ټول سرتیرې وباسي.
وسمهال د دې احتمال شته، چې پوټېڼ په خپل ټول پوځي ځواک سره د دې هڅه وکړي، څو د مۍ میاشتې تر نهمې نېټې پورې په اوکرایین کې پوځي بری ترلاسه کړي. څو خپله بریا د نازي جرمني پر وړاندې د بریا د ورځي په مناسبت ولمانځي. بل لوري ته د اوکرایین ولسمشر ولاډېمیر زیلینسکي د جرمني له چانسلر اولاف شولڅ څخه غوښتي، څو یو ٬٬ زړور ګام ٬٬ واخلي، نوموړي دې د مۍ په نهمه نېټه له کیف ښار څخه لیدنه وکړي، په دغه ورځ روسیه په دویمه نړیواله جګړه کې د پخوانی شوروي اتحاد د بریا یادونه کوي او لمانځي. 
 
پای