موږ باید داومنو چې ملی او اسلامی دانش او بینش هېڅ وخت په هېڅ صورت احسا ساتی فتنې او ابزار نشی منلی غنی دافغانستان بیرغ مچو کاوه خو کله چې رشتیا دسوګند د عملی کېدو وخت راخی نو بیاتښتی! زموږ فرهنګ کې دلاف او باټ ګراف لا ډیر لوړ پاتې دی غني ډیر ګواښیده اما پوهه او اکاډ میک ترم ته دغه خبره اعتبار نه لری .داډېر اسانه کار دی چې د ارشد ،تحلیلګر ،دسیاسی مسایلو کار پوه دا اوهغه القابو کې يو څوک خان راوپېژنی نو له لیکواله نیولې بیاتر بېسواده پورې دغه عادت موږلرو نړی داوخت! هیچا پر دې کار نه دی کړی چې وایی مشک انست که خود ببوید نه انکه عطار ګوید! کله چارک من اومن کله ناکله له خروار هم پورته ګڼو .شا باش او زنده باد مو دقضیې بل اړخ دی چې ځینې کسان په کې ستایل کیږی حتې دپوهاند په کچه، لوری ،ملګریتو ب، سیالی او نورې سلیقوی برخې پکې شتون لری . چې څوک له چا نه څه ډول معجزه تیاره کړی .له بې مسلکه خلکو هم کله اتل جوړکړی شپون دطبیب پرخای او طبیب دشپانه کار په غاړه اخلی، یوشمېربیا دنوم لپاره هره لوبه کوی همدغو خلکواو ولس شهید محمد داود خان چې ویلې به یی: تصمیم دبری لومړی شرط دی! او یا به یې ویل هغه کسان چې ایمان او مسلک نه لری هېڅکله دټولنې لپاره د خد مت مصدر نه دی ګرځیدلی او نه به وګرخی! همذغو داودخان تېر ویست، یواځې یې پرېښود او دخیر او خیریت په پیغامونو کې هرچا دشخصی ګټوپه خاطرله ولس لیرې وساته. اوس هم فسبوکی ویب سایتی او په ټوله کې انتر نیټی نړی دغه ادبیات له افغانستان سره نورهم کاواکه ، بې محتوا او کړکېچن کړی دی املا او انشاء یی نه پېژندل کېږی.عاقبت په خیر!
دشهید زوکړه او کورني ژوند:
شهید محمد داود خان په ۱۲۸۸ل کال کې کابل ښار کې زېږېدلی . د محمد داود خان پلار سردار محمد عزيز خان نومېده چې د وخت په حکومت کې يې ډنډه درلوده او د افغانستان په بهرني سياست کې یوه نوم وتلې ډېپلوماتيکه څېره وه. محمد داود خان د پخواني افغان ټولواک سردار محمد نادر خان لور او د محمد ظاهر شاه خور میرمن زینب سره یې واده کړی وو. شهید محمد داود خان درې زامن (خالد، عمر او ویس) او څلور لوڼې (درخانۍ زرلښته، شینکۍ او تور پیکی) نومېدلې..

زده کړې اوتحصیلات:
ده خپل منځني زده کړې د استقلال په عالي ليسه کې سر ته و رسولي . په فرانسې کې ېې د کور جوړونې (مهندسۍ) په څانګه کې درس ولوست اوبیا یې د کابل په حربي پوهنتون کې نظامي زده کړې بشپړې کړې ..

رسمی ډنډې او وظیفې:
د انترنټ د مالوماتو پر بنسټ نوموړي په بيلا بيلو دورو کې لاندې مهمې ډنډې تر سره کړې
۱۹۳۴ د مشرقي ولايت نايب الحکومه
۱۹۳۵ د کندهار ولايت نايب الحکومه
له ۱۹۳۹ - ۱۹۴۷ کال پورې د کابل مرکزي قواؤ قومندان په توګه
پر ۱۹۴۸ کال د يوه کال لپاره د کورنيو چارو وزير
شهید محمد داود خان له ۱۹۵۳ بيا تر ۱۹۶۳ کال پوري د افغانستان د لومړی وزير په توګه چې له هغه وروسته په کور کښېناست .
ه بیا د څه مودې لپاره پاريس کې افغان سفير و
- له ۱۹۴۹ کال څخه تر ۱۹۵۳ کال پورې د شاه محمود خان په کابينې کې ددفاع وزير وو.

شهید محمد داود خان په شاهي نظام کې داسې ژوند کاوه چې د هېواد ټولو وګړو ته يې د مساوات،عدالت او افغانی فرهنګ له کړکۍ څخه کتل او په مساوات يې باور درلود. نوموړي له خپل نوم څخه رسماً د والا حضرت تورې لیرې کړه. محمد داود خان غوښتل چې له افغانستان څخه يو معا صر، مترقي، سياسي، وټه ييز او ټولنيز پلوه پر خپلو پښو ولاړ هېواد جوړ کړی. ده غوښتل چې په هېواد کې افراط - تفريط ورک شي او د ژوندانه په وسا يلو کې د منظمو اقتصادي او سياسي پلانونو په جوړولو سره تعديلات منځ ته راشي.داودخان یوازینی افغان لار ښودوه چې برژنیف ته یې دیوه مېړه په توګه احتجاج وکړاوافغانستان کې دهرډول لاس وهنې خبرداری ورکړ اوپه ستوغه د مېز پر سر پاڅېد!
دشهید محمد داود خان کمزورې حکومتی کسان:
شهید محمد داود خان په ۱۳۵۲ل کال د چنګاښ د مياشتې په ۲۶مه نېټه په کمزوری تاکتیک سره دنجسو کمونستانو(خلق اوپرچم) په ګډون د يوې سپينې او پرته له تاوتريخوالي کودتا له لارې د افغانستان شاهي نظام ته د پای ټکی کېښودل شو او افغانستان ته يې د لومړي ځل لپاره د جمهوريت نوم ورکړ.دې وخت کې په کار وه چې یو مضبوط حکومت جوړکړی چې جوړیې نه کړله بده مرغه.
میرګل دکابل امنیه قومندان سره ټول کمونستان دکابل ولایت کې اسیرول، ددفاع وزیر حیدر رسولی وتښتېد، دکورنیو چارو وزیر عبدالقدیر نورستانی مدیریت هوسی وه، محمد خان جلالر دتجارت وزیر دروسانو جاسوس وه، او یو شمیر نور کاسه لیس او بی کفایته دداود خان سیاسی دریځ نه پېژانده.
دداودخان اعتباری خلک دحسن باز منګل کورنۍ وه چې هسې ډوډۍ خواره وه.
دوه مخی افغانان چې هم یې کمونستانو سره لاره درلوده او هم له کمزوری دولت سره دواړه خواوو کې لګیا ول داود خان په دې ونه توانید چې مدبره پاکه او یو لاسې اداره جوړه کړی. ځکه داود خان دبشپړې مشورې په سیاست پوه کدری خلک او دېپلوماتان نه درلودل.
دداودخان مغرور شخصیت ددې خاورې هغه بچیان هم هېر کړل چې هغو ته ملی او اسلامی ارزښتونو اهمیت درلود. نه کوم چې پاکستان لمسول داود خان دملی ګوند په جوړولو کې له ولس او ملی پاکو کسانو سره هم چل وکړاو هغو ته یی موقع ورنکړه نوځکه کمونستان تکرارا عملیات پیل او هسې په اټکل بریا ته ورسېدل.
د ولسمشرشهید محمد داود خان د ولسمشرۍ پنځه کلنه دوره کې سره له دې چې حکومت دننه ناپاک،ګونګ او ړوند وه او تصفیه شوی نه وه نوپه ستره ناروا یې دکمونستانو په مشوره پخوانی تکړه وزیراعظم او دمساوات دجریدې مشر محمد هاشم میوندوال ، جګړن ماما زرغون شاه شینواری ، عارف رکشا او تورن خان محمد خان هسې په پلمو ، دسیسو اومنافقت ډېر ژر شهیدان کړل . دتجارت وزیر محمد خان جلالر د کې جې بې غړی لا حکومت کې دی. دشهید داود خان کا بینه کې داسې بې غیرته کسان ول چې دبوسو دکوټې امن هم ورته یو ستر کاروه .
داودخان سره له ډېرواشتباهاتو او سرزوریو یو زړور ، مسلمان او افغانی شخصیت درلود
خلقیانوپرچمیانو ، برهان الدین ربانی ،ورپسې دبن سفاکانو لکه حامد او غنی چې دشوروای نظارلنډغر یی په اوږ سپاره کړل د بیګناه خلکووژنو جنایتونه دهیڅ عفوې ګنجایش نه لری اونه باید عفو شی.
له افغانستان دداود خان وروستی سفرله ځانه سره بې سارې پروژې او پلانونه راوړل خو محمد خان جلالر باید سفر کې ور سره نه وای له سفرڅخه مخکې موږ داود خان یوه اونۍ مخکې په یوه قطع نامه کې دهېواد له کړکېچن حالت د عمر په واسطه خبرکړداهغه وخت وه چې دده له زوی عمر سره زموږ پېژندګلی پيداشوی وه هو! د بيارغونې، بهرني سياست، اقتصادي پراختيا، نړيوالو اړيکو.... د پام وړ پرمختګ راګرځېدلی وه خودهېواد د برخلیک په خاطرډېره ناوخته او بېړنی حالت وه!!!که نه افغانستان په سيمه کې د نړۍ سيال او د پام وړ ځواک کېدای شو.

د ۱۳۵۷ ل کال د غوايي مياشتې په اومه نېټه د يوې خونړۍ کودتا په پايله کې د خپلې کورنۍ غړوپه قیام ،ملی او اسلامی متانت او تصمیم : په نړۍ دمېړنی دی دادوه کاره یابه وخوری ککرۍ یا به کامران شی. او د حکومت له یوشمیر لوړپوړو کسانو سره يو ځای په شهادت ورسېد او بيا يې د حامدکرزي په واکمنۍ په وخت کې جسدونه د څرخي پله د پوليگون په سيمه کې وموندل شول او کابل کې خاورو ته وسپارل شول.
دافغانستان اسلامی امارت ته په کار ده چې شرع حاضر وګڼی . دداود خان حکومت هم په ټولو امورو کې شرع حاضر ونه ګڼله لکه اوس تاسې ګوری چې اسلامی امارت باید د نجونوپرمخ دعلم دروازه ژرترژره و پرانیزی.د ملی او اسلامی فرهنګ ټولو ابزاروته لومړیتوبونه ورکړی. دحکومت اصلی محور اهل کار ته وسپاری . بهرنی او کورنی سیاست ددولت د زعامت په کچه وارزول شی نه د یوه کور کلی اوښار. ښه کار ته خیر اوفلاح ووایی خو دخرابو څخه جدی مخنیوی وشی. بهرنی سیاست چې په ټپه ولاړ دی بیرته ورغول شی .دمشروعیت زیربنایی مسایل په پښو درول غواړی او له دننه رامنځ ته کیږی دترکستان دلار او حکومتداری ترمنځ توپیر شته.دادنړۍ دګریوان کار نه بلکی زموږ کار دی.