د اسلامي مرستوتش په نوم سازمان غړو هیوادونو د بهرنیو چارو چرګانو په ګډې کټکټا کې په افغانستان کې د ټول شموله ادارې پر رامنځته کېدواوس په عین سندره ټينګار کړی دی
دادی د اسلامي هیوادونو د مرستو سازمان ډوډۍ خورو ۴۸مه غونډه په لافو اوپټاکو په داسې حال کې پای ته رسیږی چې دوی هم داروپا داتحادیی، د ملګرو ملتو سازمان،دبشر حقوقو عین خبره کاپی کړې ده توپیر یی یوازې اسلامی کلیمه ده دغه غونډه د تېرې اونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په اسلام اباد کې وشوه چې شامحمود قریشی ورته ډېر خو شاله وه . دسازمان پک اوپمن هغه زاړه ماهران ول چې بې له خپل بادار نفس ویستلی نشی نوم یی اسلامی د ی خو لکۍ یې تړلې دی دوی دښکلیو بیرغونو پرسر داسی وایی:
PARTERNING FOR UNITY, JUSTICE, AND DEVELOPMENT.
چېرې تاسې دیووالی،عدالت او پرمختګ ملګریتوب اوغړیتوب وینی. افغانستان کې خو د دموکراسی له وجهې ماشومان پلورل کیږی او بشری فاجعه روانه ده. بی بی سۍ خو د«چشم انداز» په اټکل باندې دبل جنګ پکه وهی ! دجنګیالیو سورنی یې به غاړه کړی.
د دغه سازمان غړو په خپلې ګډې اعلامیې کې په افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او یووالي ټینګېدو ته په ټینګار سره ویلي خو "کاشکې تا سې دومره پوهه درلودای اوپه غاړه کې مو داستعمار غړوندی پروت نه وای چې په افغانستان کې دوه لسیزې څه تېرېدل؟ رښتیا! تاسې د تلپاتې سولې او ثبات معیارونه پېژنی اوس د یو ټول شموله حکومت رامنځته کېدوهیله کوی نوایا تاسی هم یو ټول شموله حکومت لری اوکه د افغانستان د ټولو قومونوله پاره مشارکت غواړی؟.موږ د ټولو افغانانو، له دغوډلوڅخه د ښځو، ماشومانو، قومي، فرهنګي او مذهبي لږکیو د بشري حقوقو پر اهمیت بشپړ ټينګار کوو. خوافغانستان په فرهنګی اومذهبی ،قومی اوقبیلوی برخو کې همدا وس هم له تاسې کلک دریځ لری.
د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان بې منطقانه تور لګولی او یو ځل بیا ټينګار کړی چې افغانستان باید د ترهګرو د پټیدو په ځالې بدل ندي شي.داسلام آباد بې خبره غونډه یو ځل بیا دغه سپک نوم پرافغانستان ورتپی. خو به حقیقت کې ترهګرڅوک ول اوچا ترهګری کې لاس درلود؟ .
په اعلامیه کې د دې ماشومانو لیست څه وایی :"موږ په تاکید سره پر دې ټینګار کوو چې د افغانستان خاوره د هیڅ تروریستي ډلې په ځانګړي ډول د القاعده، داعش او د هغه اړوند ډلو، د ختیځ ترکستان جنبش او پاکستاني طالبانو د پټیدو ځای نشي اسلام آباد له یوې خوا په کابل خلاف ددېپلو ماسی اصولو سفیر کینولی خو دلته یې دګلم څنډه له کنفرانس سره نیولی ده وایی یک تیر ودو فاخته!."
روانه اونۍ د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مک کنزي ویلي و چې چې داعش ډله په افغانستان کې د نویو جنګیالیو په جلب او جذب لګیا ده، خو د طالبانو د استخباراتو ریاست یادې څرګندونې رد کړي وې. مکنزی دوه لسیز کې دغه فرهنګ ونه پېژند اوس دبلې پروژې وړاندیز کړی..
د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان زیاته کړې چې لا هم څو زره داعش! جنګیالي په افغانستان کې حضور لري او هڅه کوي‌ چې پر متحدو ایالاتو برید وکړي.
خو د طالبانو حکومت د استخباراتو عمومي ریاست په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه د امریکايي جنرال مک کنزي وروستۍ څرګندونې سختې رد کړي او هغه یې «یو ډول استخباراتي پروپاګند او د داعش ډلې لپاره یې یو ډول کمپاین» بللی دی.
پر همدې مهال داسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان له نړیوالې ټولنې څخه څه ډول غوښتي چې:" دغه هیواد ته له داخل او بهر څخه د احتمالي خرابکارانه هڅو په اړه متوجه او باخبره واوسي چې بیا کوم بل ببړو را پیدانشی."
خو د طالبانو حکومت ویلي چې د افغانستان خلکو، ګاونډیانو او نړۍ ته ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې داعش د اندېښنې وړ نه دی.
له بل لوري د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان له افغانستان سره د بشري مرستو او د دغه هیواد د نیول شوې پانګې ازادولو غوښتنه یې کړې ده خو باور نه کیږی چې دومره خوله اوجرات اسلامی هېوادونه و لری؟