لوبه کې دواړه لوری دخیل دی چې دا ستره بې سیاستی ده کله چې د افغانستان د اوسني اسلامي نظام مهم او لوړ پوړی مسؤلین دا وایی چې د افغانستان له خاورې څخه هیڅ هیواد ته ګواښ نه شي متوجه کيدای او نه هم چاته په خپله خاوره کې اجازه ورکوي چې د ګاونډیو، سیمې او نړۍ د هیوادو پر ضد فعالیت وکړي ولې دا کار باالقوه له مشروعیت څخه وروسته د منلو،خبرو اترو او جوړجاړی وړ ده نه اوس . بله خبره داده چې اسلامی امارت باید منحیث دیوه غښتلی،په ټولو مسایلو وارد او اګاه نظام په توګه عمل وکړی نه د یوه کلیوال سړی کانه چې چا په کلی کې نه پرېښود خو ده ویل زما اس دخان کره وتړی دلته ښکاری چې اسلامی امارت وړوکو مسایلو کې راګیرپاتې عاکف ته ګوره او امر بالمعروف ته نو دیر مهم کارونه یې له یاده وتلی..
تمه داوه چې واک په سوله‌ ایز توګه انتقال موندلی وای خو په اټکل او هوسو نو باندی راپېښ شو چې سیاسی محراق یی نه درلود شواهد او ضوابط نه ول نو طالبانو ته خو یی باید ددوحې په تړاو انتقال کم له کمه یو بېړنی مکانیزم درلودی او نړیوالو خوپه ښکاره له افغانستان سره جفا کې دلنګې غوا کیسه جوړه کړې وه خپلې اړیکې یې څنګه عادي ساتل؟ ، د اګسټ ۱۵مه ۲۰۲۱، له کابل څخه د ډاکټر غني تېښتي د واک یوه ستره خلا چې نه پوزه لری او نه مخ او د منلو وړ نه وه رامنځته کړه نو طبیعی خبره ده چې طالبان پر کابل او ټول هیواد واکمن شول. ولې دغه واکمنی دیوې ژرندې نیول نه وه بلکې دیوه داسې ولس چې دوه لسیزو کې یې دالری فرهنګ کې،ستاره افغان،نخرو او نازو او دیوتیوب په اتڼونو کې ، دغنی چغنو لافو کې چې حتی دامریکا کانګرس ښه راغلاست کې ورته چکچکې کولې! همدابرخلیک وه. ګوډاګي حمدالله یې داکسفورد پوهنتون په مقالو کې بیا ستایی حیف په دې مرداره داکتری داکتری خو معیار لری دغه دول کسان باید محاکمه شوی وای !.
د نوي اسلامي حکومت د رسمیت پېژندلو لړۍ پخپله هېواد،سیمه ایزه هېوادونه ،ګاونډی، اروپا، روسیه اونور اسلامي هیوادونو له خوا بن بست ته تلل یوه مهمه سیاسی طرحه او پروسه ګنل کیږی ،داسمه ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په دي برخه کې ګړندي او مهم سفرونه بېلابېلو هیوادو ته وکړل ولې بې محتوا اجندا ،ڼړیوال دریځ ،اصول او تګلاری، د امریکا او نړیوالو له خوا د افغانستان نوي اسلامي حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره شرایط وړاندي کېدل، داسي ښکارېده چې امریکا د دوحې تړون ته ژمنه نه وه خو له مذاکراتودامعلومېده چې بخیلی دواړه خواوو کې شتون لری دواړه دانحصار تر شا لکه غنی مقاومت کاوه اسلامی امارت بېړنیو برخو ته چمتو نه وه وایی څوک چې فیلان ساتی دفیل خانو غم یی مخکې خوری.چې ونه خوړل شو ملک بې سیاسته نه کیږی که نه خفه کیږی..
طالب مشران هم د امریکا،اروپا او نړیوالو له سوړ چلند باید مخکې له مخکې تشخیص او پېژندلی درلودی چې تر ډېره د ناهیلې خبره نه ده، ښکاره او څرګنده وه چې د امریکا له خوا د افغانانو د ۷ میلیارډه شتمنۍ په اړه او نور بندیزونه د ولسمشر بایډن ظالمانه ،ناوړه،ماشو مانه څرګندونې د افغانستان د نوي اسلامي امارت او امریکا ترمنځ بې باوري زیاتوی ځکه تراوسه هم دغه ستونزې شته دواړه ڼړیوال اړیکی دکږې لارې خواته بیایی چې دیوه پرګته هم نه ده بیاهم امریکا او اسلامی امارت دیبلوماتیک اړیکی باید ولری..
چین او ماسکو چې کله ببړو شی او کله ګیدړ هم د بېلابېلو لاملونو له کبله د افغانستان د نوي حکومت رسمیت پېژندنې په اړه پریکنده پریکړه ونه شوای کولای مانا دا چې په زاغ بودنه ګرفتن مفهوم لری، ګاونډیو هیوادونو افغانستان دڼړیوال تروریزم ترعنوان لاندې په غیر مستقیمه تو ګه لابی کړ. دمنځنۍ آسیا هیوادونوهم خبلې ترانسپورتی تعرفې تر لاسه کړې او هم له نوی افغان حکومت څخه د خپلو ګټو په نظر کې نیولو سره غوښتنې درلودلي او لا لری یی. ڼړیوال استخباراتی اړخونه له پخوا څخه په دې لته کې چې څه ډول اسلامی امارت له اوږدې مودې سره مخامخ کړی..
ګاونډي، د سیمې او نړۍ هیوادونه لا هم له اوسني نظام څخه تمه لري ولې دا دومره سخته تمه نه ده ددې تمې علاج اسلامی امارت کولی شی که وغواړی چې په واک کې نورپه نوم سیاستوال نه بلکی واقعی او پاک کسان دملی او اسلامی ارزښتونوته ژمن ، مسلکی، با ایمان ، متواضع شخصیت برابر متعهد کسان ور سره شریک کړي، سیاسي ګوندونو ته دملت داصولو اوقانون به چوکاټ کې دسم فعالیت اجازه ورکړي، د رسنیو او مدني ټولنو فعالیت باندي محدودیتونه دملی ارزښتنو ،عدالت،انصاف اومساواتو په رڼاکې لومړیتوبونه وسنجول شی..
اوسمهال دیوشمېر هیوادونو سفارتونه افغان دولت ته سپارل شوې، خو خلاف ددېپلو ماتیکو اصول او اساساتو دا پرمختګ او د اعتماد جوړونې رغنده پېل دی خو انحرافات ، تناقض او دېپلو ماتیکې ستونزې ور سره ملګری دی.
له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو خلاصیدو کې ځنډ هره پلمه او بهانه چې ده د افغانستان د اوسني حکومت د رسميت پېژندنې لړۍ لا هم ټکنۍ کړه، دغه ډول پریکړې چې مشت نمونه خروار است د نړۍ، سیمې او اسلامي هیوادونو مشران ، استخباراتی شبکو، کورنی ناراض اوفاسد دبهرنیو جا سو سانو ګونګوسی ،هیاهو او غالمغال او سیاسي ګوندونه را هیښ کړل چې سوشال میډیا یی د جی ۷ تر اجنداوو ورسېد.که دبادغییس ولایت باغدار دسردخانې شکایت لری خو ګوتریش ډم باغدار دملګرو ملتو سازمان مشر دتروریزم دودې اجنداوې دپټو دروازو ترشا پالی.نوځکه ځینې استخباراتی شبکې او مرتجعین هم دلته اوهلته ډنډورې او ګونګوسی لری .داڅېرې ماهیڅ نه وې لیدلې..
په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته ټولې نړۍ، سیمې او ګاونډیو هیوادو په یوه خوله ویل چې په افغانستان کې د تلپاتې امنیت پلوي کوي، خودا یو دروغجن سیاست وه یا هسې له وخته مخکې افترا ولې په حقیقت کې له هرامکان څخه په ګټو اخیستو سره داسلامی امارت په ضد مالي او نظامي مرستوته دزمینو اوفرصت په لټه کې ول..
په وروستیو وختو کې لېدل کیږي چې د افغانستان ځینو ګاونډیو هیوادو سره نږدې کرښو،پولو او بندر کې تحرکات پېل شوې او یا پېل کيدونکي دي، همدارنګه پاکستان له خوا لا هم پر افغان خاوره توغندي ویشتل شول، تر څو دلته نا امني او ددوی غوښتنې ومنل شي چې له لومړی سره یی همدا تګلاری درلود په ځانګړي توګه دمنخنی اسیا نیمه اشغال هېوادونه.
د اسلامي هیوادو ځوانان په خاص او د نوري نړۍ مسلمان ځوانان په عام ډول د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره افغانان الګو ګڼي، خو دغه الګو عملا کارغواړی پراخه ،بېداره ، له هرډول انحصاره بهر جهان بینی او اخلاص ته ضرورت لری هسې هوایي ساده پدیده نه ده. ګاونډي هیوادونه، سېمه او نړۍ باید پوه شی چې اوسنی افغان حکومت هم دا ظرفیت او توانایې لري چې ګاونډیو هیوادو، سیمې او نړۍ کې مناسب ،بیطرف ، کلک دریځ تګلاری رامخ ته کړی چې په متقابلو ،ګټورو اړیکو استوار وی، افغانان نه غواړي چې دتروریزم جعلی ټاپه یوځل ور باندې ووهل شی اویا د دوی له خاورې نورو ته ګواښ پېښ شی یا داتور رموږ اټکلی تور ووهل شی، اوسنی افغان حکومت سیاستا دعینی اوذهنی شرایطو په رنا کې باید و غواړي چې له ټولو ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هیوادو سره ڼړیوال دېپلو ماتیک اړیکی ،مناسب فرهنګی او سیاسی روابط، دښه نیت سولې او ثبات ته دوه اړاخیزه تګلاری ته ژمن دی.
پایله:
د افغانستان د اوسني نظام مسؤلین باید په ډاګه دشیطانیت ، منافقت ،فاسدو او فتنه ګروپه وړاندې کلکه او اګاهانه مبارزه وکړی. له ګاونډیو، سیمې او نړیوالو هیوادو سره د دوه اړخیزو ښو اړیکو پر مبنا ګړندۍ دېپلو ماتیک،ګټور، هراړخیزه او دنړیولو اصولو اوتګلاری به چوکاټ برابر ګامونه واخلی، د هیواد زعامت، سیمې او نړیوال امنیت ته جدې پاملرنه وکړي، پرینږدی چې یو ځل بیا افغانستان د ترهګري په نوم له کړکېچ سره مخ کړی په ټوله کې روس، چین، فرانسه انګریزاوامریکا دیوې سوړې ماران دی منتها لارې او ستراتیژی یی توپیر لری. هغوی پوهیږی چې موږ څومره سرتمبه احساساتی ،خودخواه، په القابو مین :وزیرصاحب،ریس صاحب ،سرپرست واخرمست ولس یو.اسلامی امارت باید دحکومت ثابت مودل ولری،اصول او لومړیتوبونه ته اهمیت ورکړی.له تیرو زده کړی په راتلونکو سوچ وکړی.
زموږ دڼړۍ په یوه قطبی او دوه څه!.
که موږ واقعا د اسلامی جهان بینی څخه په ټولو برخو: اقتصادی،اجتماعی،سیاسی، مدنی او دیوویشتمې پېړی اړیکواو ارتباطاتو وسایلو او ابزاروته کمه فیصدی کار وکړو فکر نه کوم په رسمیت پېژندل دومره کشاله پیداکړی چې داکار ، تګلاره له کوره مشروعیت منځ ته راوړی..