یو وخت په ایران کې دا قانون وه چې، که څوک به ماښام مړ کېده نو دکور خاوندان به پخپل وخت ویده کېدل او دمړی مراقبت او ساتنې لپاره به یې یو څوک په اجاره باندې نیول یوځل کور کې دښځې او مېړه ترمنځ جګړه و شوه اوښځې دخپل مېړه د ډارولو لپاره خپل تنفس یا ساء بنده کړه مېړه فکر وکړ چې ښځه مړه شوه نو دساتنې لپاره یې یو څوک راوغوښت اوخپله خوب ته لاړ. نیمه شپه کې دغه ساتونکی دمړی سرخواته لاړ او زمزمه یې پیل کړه. ښځې وویل د مړی پر سر غزل ویل شرافت نه وی سړی ځواب ورکړ دا دکوم ځای شرافت دی چې یو مړی دې دژوندیو په کار کې مداخله کوی او بیایی په سر داسې یو کوتک ووهله چې ځای پرځای شوه!
اوس راشی دملګرو ملتونو په سازمان کې دګوتریش پیره دارنصیر ته او په عین وخت کې د سید طیب جواداحتجاج ته چې له ماسکو څخه یې په دپلوماتیکه رقعه رسنیز کړی.د سید طیب جواد ډله معلومه ده دکرزی له خواراغی چې ژبنی کرکه لری او دمحلی ورځپاڼې(امید) لیکوال هم وه دواشنګتن دېپلوماتیک افراطی عکسونه میلې اوچړچې یی انترنت کې شته خو دی بیا هم سفیرشو ځینی کسان دهر فرصت په چل پوهیږی چې له کومې لارې کار واخلی.
عجیبه نه ده هرستراتیژیک دلیل چې وه امریکا نوره لاړه ووته او دغه سیاست د قطر له هېواد څخه دایوکال په رسنیو کې کته او پورته و اوریدل شو .دا پرېکړه دامریکا ددولت په کچه له طالبانو سره په نړیواله سطحه لاسلیک شوه . طالبان او دولت دواړه افغانان ول ،خو لوبه کې اوس په سیاسی ،اقتصادی ،فرهنګی، سیمه ایزه او نړیواله برخو کې چین ، امریکا ء، روسیه، حتی هندوان او اسلام آباد ګاه اوبیګاه د ناتو او ملګرو ملتو سازمان دا نارې وهی چې لېوه راغی ! دوه لسیزې یې همدغه ملت تباه کړ دې لېوه خو دوه لسیژې یو رمه هم امانته پرې نه ښودله ټولې مېږې یې وداړلې ناتو هم ولید چې دغې ګوډې دیموکراسی هندوکش کې کار ورنکړ امریکا هم وویل چې ددیموکراسی پروسه په افغانستان کې نتیجه نه ورکوی او ناتو دادوه لسیزې په ناکامو هلوځلو کې لا خړ پاتې راغی . فلهذا ! په سیاسی لحاظ دامریکا منل د شتولتن بېرګ انتخاب نه وه بلکې داامریکا ده چې څه ډول دېپلو ماسی او تګلاری څخه په راتلونکی اداره کې کار اخلی امریکاء دمنځنی آسیا نیمه اشغاله هېوادو نو لپاره طرحه لری . روسان هم د یوکراین له لارې اوبه خړوی او ماهیان نیسی. که روسان په یوکراین کې بریالی نه شول داخل کمونیزم یوبل بړاس سره مخامخ کیږی. دافغانانو کلک او ناپییلی پیاوړی سیاست داځل کولای شی ځینی سیاسی تعذیرات پر همدغوهېوادونو ومنی حتی ملګری ملتونه په سیمه کې تر فشار لاندې راولی.ملګری ملتونه افغانستان داقتصادی سیستم او دومداره تصدی بدیل په مقابل کې به موقتی مرستو کڅو رو او یو قوطی غوریو تیر باسی ملا صاحب متقی ځان لږ بیدار کړه دسیاست لوبې اصول او ثابت قانون نه لری . پام کوی چې دغه هېوادونه مو دوکه نه کړی.افغانان باید دغه طلایی چانس له لا سه ور نه کړی. له هرڅه داښه ده چې افغانان خپل کړکیچ په خپله حل کړی او په یوشمیر اختلافونو باندې خط کش کړی. دغه ابتکار لاس ته راوړی چې له پردی زوی خپله لور ښه وګڼی. موافق او مخالف دې نه ساده کیړی یووالی او ملی او اسلامی مشترکات زموږ په ګټه دی.خپله ونه منی لږ بل چاته هم غوږونیسی.