وطن هسې یو ځنګل شو، یا شوه دښته د کربوړو
د افغان په هر یو زړه کې، ارمانونه خاورې شول
خوښي لاړه، مستي ورکه، سترګې ډکې دي له اوښکو
شونډو وچ پتري نیولي، امیدونه خاورې شول
حجرې شاړې شوې له خلکو، دېرې ټولې کنډواله شوې
د یارانو کډې بارشوي، مجلسونه خاورې شول
سترګې کړاغې، شونډې وچې د یو ګوټ څاڅکې په تمه
ویالې وچې څاوې وچې، بارانونه خاورې شول
ته وی بیا چنګیز راغلی، له ککرو نه منار ږدي
یو تن نه دی خاورې شوی، ټول ولسونه خاورې شول
مورو پلارنه لار ده ورکه، له وطنه ځي په تېښته
تېښتې لاره کې له ډېرو، اولادونه خاورې شول
ښځې کېناستې په کور کې، یا ژوندۍ ښخې په ګور کې
نجونې بندې شوې له زده کړې، مکتبونه خاورې شول
هلکان دې خرمستي کړي او لویان دې سګ جنګي کړي
دا شو بخت د افغانانو، نصیبونه خاورې شول
اوس ملا پر ګدۍ سپور دی، رڼا نشته تورتم خپوردی
ډېوې مړې دي بریښنا تللې، چراغونه خاورې شول
بلبلان له باغو لاړل، تور کارغان بڼ کې دېره شول
د مالیار په لاس پاللي، سره ګلونه خاورې شول
یو توپان دی څونامي ده، لاندې ځمکه پاس اسمان کې
ستوري هلته په اسمان کې، لاندې غرونه خاورې شول
چې صلصال، شمامه ړنګ شوه، د فرهنګ قصه شوه مفته
د پردي ملا په لاس مو، تاریخونه خاورې شول
څه به وایم چې څه وشول، ملا نه دی شنه غدۍ ده
د وطن حیثیت پایمال دی، ارزښتونه خاورې شول
د ۲۰۲۲ کال د اپریل ۴ مه
سرلوڅ مرادزی